ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو شپږم پړاو راتلونکې یکشنبه په عمان کې کېږي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د ایران پر اټومي پروګرام د غیرې مستقیمو خبرو اترو راتلونکی شپږم پړاو (یکشنبه، د غبرګولي ۲۵مه) د عمان په پلازمینه مسقط کې کېږي.

ورته مهال د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ایران د یورانیمو د غني‌ کولو هڅه کوي، خو موږ دا نشو منلی.

ټرمپ زیاته کړې، چې ایران د هوکړې لپاره چمتو نه دی او د هوکړې بدیل انتخاب ډېر وېروونکی دی.

ایران او امریکا تر دې مهاله پینځه پړاو خبرې اترې کړې دي، خو د تهران د اټومي پروګرام په تړاو کوم پرمختګ نه دی شوی.

د دواړو لوریو تر منځ پینځم پړاو مذاکرات د غبرګولي په پيل کې د اېټالیا په پلازمېنه کې پای ته ورسېدل.

له دې مذاکراتو وروسته د عمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې د تهران د اټومي پروګرام په تړاو د لسیزو اوږدو اختلافونو د حل لپاره په خبرو اترو کې محدود پرمختګ شوی، خو لا هم مذاکرات وروستیو پایلو ته نه دي رسېدلې.