ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزارت پلاوي د پوهنې وزیرانو په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه کازان ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې د مرستيال مولوي سخاء الله سعيد په مشرۍ یوه پلاوي د پوهنې وزيرانو په درېيم نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د تاتارستان جمهوریت مرکز کازان ښار ته سفر وکړ.

پوهنې وزارت وایي، چې د افغان پلاوي مشر به دې کنفرانس کې د افغانستان د ښوونيز نظام د څرنګوالي، فرصتونو او ننګونو په اړه تفصيلي وينا وکړي او نړيواله ټولنه به وهڅوي تر څو د افغانستان د تعليمي نظام په کمي او کیفي پرمختګ کې خپل رغنده رول ولوبوي.

دا وزارت زیاتوي؛ چې یاد پلاوی به د دې کنفرانس په څنډه کې د بيلابيلو هيوادونو د پوهنې له وزيرانو سره د پوهنې په برخه کې د دوه اړخيزو همکاريو پر لارو چارو او امکاناتو هم خبرې وکړي.