ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د امريکا په لاس انجلس کې د لاریونونو دوام؛ ټرمپ ۷۰۰ سمندري او ۲ زره د ملي ګارد ځواکونه ور استولي

د امريکا د کاليفورنيا ايالت په لاس‌انجلس ښار کې د لاريونونو له دوام سره پنټاګون منلې، چې د ټرامپ په امر یې ۷۰۰ سمندري او ۲ زره د ملي ګارد سرتيري دغه ښار ته استولي‌.

ورته مهال د کاليفورنيا والي ګاوين نيوسام دغه کړنه غندلې او ویلي یې دي، چې له اردو څخه بايد د امريکا په داخل او د خلکو پر وړاندې د مخامخ کېدو لپاره ګټه وانه خيستل شي.

نوموړي د ټرمپ دا پرېکړه «دیکتاتورانه» او له «واک څخه ناوړه ګټه اخيستنه» بللې ده.

د يادونې وړ ده، چې دا لاريونونه د ډونالډ ټرمپ له لوري د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو پر ضد پيل شوي دي.