ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده کړو وزیر د کندهار پوهنتون د محصلینو په فراغت‌غونډه کې ګډون کړی

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د کندهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د محصلینو په فراغت‌غونډه کې ګډون او وینا کړې.

شیخ نداء محمد ندیم فارغو شویو محصلینو ته ویلي، چې تاسو یو مهم پړاو پای ته ورساوه، خو خپلې زده ‌کړې ونه دروئ، زده کړو ته دوام ورکړئ او خپل راتلونکی لا روښانه کړئ.

نوموړي زیاته کړې: «دغه سند چې نن یې تاسې تر لاسه کوئ، دا ستاسې د څلورو کلونو د زحمت یو امانت دی، هڅه وکړئ چې د دې امانت حق ادا کړئ او د خپلې ټولنې، دین او هېواد لپاره یې د خدمت وسیله وګرځوئ.»

همدارنګه په ورته وخت کې د کندهار پوهنتون رییس شیخ عبدالرحمن طیبي، د تېر څلور کلن نظم، د استادانو زحمتونو او د محصلانو د ښه زحمت ستاینه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه د کندهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي څخه د ۲۲۰ محصلینو د فراغت په موخه جوړه شوې وه.