ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خوست په تڼیو ولسوالۍ کې د ۵۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د يوه عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال مولوي عبدالولي حقاني، خوست ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت په تڼیو ولسوالۍ کې ۵۰ میلیونه افغانيو په لګښت د يوه عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
په همدې مناسبت جوړو شويو مراسمو کې مولوي عبدالولي حقاني او ورسره مل پلاوي، د خوست ولایت د عامې روغتیا رئیس، د ولایتي ادارو یو شمېر مسؤلینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت مسولین وایي، چې د دغه روغتون د جوړېدو لپاره پنځه جریبه ځمکه ځانګړې شوې او ټاکل شوې ده، چې دغه روغتون به له ۱۴ تر ۱۸ میاشتو موده کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د عامې روغتيا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال د دغه پروژې پلي کېدل د تڼیو ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي د پراختیا، د لومړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو او د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې مهم ګام وباله.
نوموړي وویل:«په لرې پرتو ولسوالیو کې د دا ډول روغتونونو جوړول د روغتیايي خدمتونو کچه لوړوي او خلکو ته د باکیفیته، پر وخت او معیاري درملنې زمینه برابروي.»
دغه مولوي عبدالولي حقاني زیاته کړه، چې د عامې روغتیا وزارت ژمن دی څو د هېواد په ټولو سیمو کې خلکو ته باکیفیته او عادلانه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او د درملنې د معیارونو د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.