په ډېرې خواشینۍ سره چې نن ورځ د بدخشان ولایت شغنان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ترافیکي پیښې له کبله زمونږ یو شمیر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
یو عراده فلانکوچ موټر چې له شغنان ولسوالۍ څخه یې مرکز فیض اباد ته مسافر لیږدول، د یادې ولسوالۍ اړوند په درمارخت سیمه کې له کنټروله وتلی او چپه شوی دی، چې د لومړنیو څیړنو له مخې، اته تنه هېوادوال شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
د پولیسو ځواکونه، ژر سیمې ته رسېدلي او د پیښې قربانیانو او ټپیانو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي دي.
د کورنیو چارو وزارت شهیدانو ته د دعا تر څنګ ټپیانو ته عاجله روغتیا او د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د صبر جمیل او زغم غوښتنه کوي.
د کورنیو چارو وزارت له ټولو تراسپورتي شرکتونو غواړي چې، مسلکي کارونکي په دنده وګماري او ټولو چلوونکو ته لارښونه کوي، چې د ځان او مسافرو د ساتلو په موخه ترافیکي اصول او قوانین په پام کې ونیسئ، ترڅو په راتلونکي کې له داسې پیښو مخنیوی وشي.
بدخشان کې د ترافیکي پیښې په اړه د کورنیو چارو وزارت د خواخوږۍ پیغام!
د عربي هېوادونو غوښتنه؛ غزې ته دې ټولې غځیدلې لارې خلاصې شي
د یو شمېر عربو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د مرستو رسولو په موخه غزې ته د غځیدلو ټولو لارو د خلاصېدو غوښتنه کړې ده.
دې اعلامیه کې، چې د سعودي عربستان، قطر، مصر، اردن او متحده عربي امارتو د بهرنیو چارو وزیرانو له لورې خپره شوې، د اسرائیلو له لوري د رامنځته شویو خنډونو د لرې کېدوغوښتنه شوې، تر څو هغه دوه میلیونه فلسطینیانو ته بشري مرستې ورسیږي، چې د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دغه اعلامیه د مصر په پلازمېنه قاهره کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په غزه کې د اوربند د رامنځته کولو په موخه له خبرو سره هم مهاله خپره کړې ده.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د پنجشنبې ورځ، د ۱۱/۹/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۲/۱/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې اووه کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۴۱ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵ تنه و، ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۱۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې نهه کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د کارموندنې کمېټه:
د کارموندنې کمېټې په تورخم کې یو تن بکلوریا سند لرونکی، څلور تنه غریبکار او ۱۲ تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۱۷ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په تورخم کې ۱۸۰ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۵۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه تنه و، میدان وردګ ولایت ته په خوندي توګه ولېږدول شوه او یادې کورنۍ ته څلور زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۱۰ کورنیو سره ټولې ۸۶ زره افغانۍ مرسته وشوه.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
اته کورنۍ د تخته پل د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.
د کار موندنې کمیټه:
د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې دوه تنه بکلوریا سند لرونکي، څلور تنه حافظان، یو تن دیني عالم، ۱۷ تنه غریبکار او نهه تنه حرفهيي او مسلکي کسان چې ټول ۳۳ تنه کیږي، ثبت کړي دي.
یادې کمېټې په سپین بولدک کې ۳۴ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۲۸۱ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلور کورنیو سره چې د غړو شمیر یې ۱۷ تنه کیږي، لس لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۴۰ زره افغانۍ کیږي.
د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:
په نیمروز کې ۲۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸۴ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:
یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې څلور تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.
د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:
د هرات په اسلام کلا کې څلور کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۴۲ کورنۍ ۱۸۶ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۸ کورنۍ ۴۲ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۴ کورنۍ
لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۴۶ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۷۲ عدده
ملا نورالله نوري: لرې پرتو سېمو ته مو لومړني او بنسټیز خدمتونه برابر کړي
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، چې د یاد وزارت مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي هم حضور درلود، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پر کړنو او وروستیو لاسته راوړنو خبرې شوي دي.
ملا نورالله نوري ویلي، په وروستیو کې د قومونو د انسجام او د هغوی د ستونزو حل لپاره ځینې ناستې ترسره شوي او په ولايتونو کې د قومونو ګڼې ستونزې حل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، د هېواد لرې پرتو محرومو سیمو ته د خدمتونو رسولو لړۍ دوام لري او له مرستندویه بنسټونو سره ګډه کار کوي، چې د دې سيمو اوسېدونکو ته لومړني او اساسي خدمتونه برابر کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت يادو مسولينو د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته هر اړخيز معلومات ورکړي دي.
دریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسولینو هڅو څخه په مننې ویلي، په تېرو څو میاشتو کې د قومي شخړو حل لپاره ستاسو هڅې د ستايلو او د تېرو څو لسيزو په پرتله بېسارې دي.
مولوي عبدالکبیر د یاد وزارت د راتلونکو پلانونو تر ارزونې وروسته ویلي، د نظام د قوت او د قومونو ملاتړ او یووالی لپاره د شخړو لمنځه وړل مهم دي.
د اداري کمېسيون غونډه؛ د اصنافو او کسبګرو د مالياتو او د اړوندو ادارو له لوري د هغه د راټولولو څرنګوالي په اړه خبرې شوي
د اداري کمېسيون غونډه د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوې.
په دې غونډه کې، چې د ماليې وزارت سرپرست ملا ناصر اخوند او د ياد وزارت تخنيکي ټيم هم شتون درلود، د عالیقدر امیرالمؤمنین شيخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی په لارښوونه د اصنافو او کسبګرو د مالياتو او د اړوندو ادارو له لوري د هغه د راټولولو څرنګوالي په اړه هر اړخيز بحث او ارزونه شوې او په دې اړه لازم تصميمونه نیول شوي دي.
د غونډې په پای کې، د يادې موضوع لا زياتې څېړنې په موخه تخنيکي ټيم ته دنده سپارل شوې، ترڅو موضوع لا زياته جمع بندي او وارزول شي او وروسته وړاندې شي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال: اسلامي امارت د نړیوالو سره نیکې اړیکې غواړي
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اذربایجان سفير الهام محمد اوف سره لیدنه کړې.
د اذربایجان سفير ویلي؛ دواړه هېوادونه وروڼه، خپلواک، د ځمکنۍ بشپړتيا او د يو بل په چارو کې د نه مداخلې سياست لرونکي دي.
نوموړي په افغانستان کې د اذربایجان سفارت پرانیسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د نيکو او ښو روابطو پیلامه بللې.
د اذربایجان سفير همداراز زیاته کړې؛ اذربایجان به د کانونو د ویستنې، ښوونې او روزنې او په افغانستان کې د اسان خدمت پروسې د پراختيا په برخو کې پانګونه او همکاري وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ افغانستان او اذربایجان د دوو وروڼو هېوادونو په څېر په ديني، تاريخي او فرهنګي برخو کې ډېر مشترکات لري.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د اذربایجان د استازي په حضور خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت په راتلونکي کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړيکو پياوړتيا او پراختیا غوښتونکی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او هغوی ته ټولې لازمې اسانتياوې برابروي.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې ویلي، اسلامي امارت له اذربایجان او د نړۍ نورو هېوادونو سره د نيکو او ښو اړيکو غوښتونکی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر په مشرۍ پلاوى له اوزبیکستان څخه هېواد ته راستون شوی
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر شیخ نورمحمد ثاقب تر مشرۍ لاندې د هېواد د علماوو لس کسیز لوړی پوړی پلاوی، چې د تیرې شنبې ورځ د رمضان المبارک په ٦ نېټه د اوزبیکستان هېواد د مسلمانانو د ادارې مشر مفتي شیخ نورالدین خالق نظر په رسمي بلنه دغه هېواد ته تللى و، بېرته هېواد ته راستون شوی.
شیخ نور محمد ثاقب او ورسره پلاوي په دغه سفر کې د اوزبیکستان هېواد د تاشکند، بخارا او سمرقند ښارونو له دیني او اسلامي مرکزونو څخه د لیدنې ترڅنګ د دغه هېواد د اسلامي بنسټونو له مسولینو سره د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا، په دیني او ښوونیزو برخو کې د دواړو هېوادونو د فعالیتونو په همکارۍ او همغږۍ خبرې کړي دي.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر اوزبیکستان څخه هېواد ته د را گرځېدو پر مهال ویلي؛ افغانستان او اوزبیکستان دوه اسلامي هېوادونه دي، چې ډېر نږدې ديني، کلتوري او ژبني مشترکات لري، چې د دغو مشترکاتو د لا تقویت لپاره به په ګډه کار کوي.
نوموړي په خپلو خبرو کې دغه سفر د لاسته راوړنو ډک بللی او هیله یې څرګنده کړې، چې له نورو هېوادونو په ځانګړي توګه له اسلامي هېوادونو سره دغسې اړيکو ته پراختيا ورکړي.
د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزي مرستیال او د ایتالیا سفیرې لیدنه؛ افغانستان کې د کروندګرو لپاره په بدیل معشیت خبرې شوي
د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال لوی پاسوال عبدالحق آخوند همکار په افغانستان کې د ایټالیا هېواد سفیرې میرمن کوینتاوال اوځانګړي استازي پیټروزیلا سره لیدنه کړې.
د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال یادې سفیرې ته ښه راغلاست ویلی او تر څنګ یې په هېواد کې د کوکنارو د کښت، قاچاق، پیر او پلور د مخنیوي او دغه راز د روږدو کسانو راټولولو، حمایې او تداوۍ په اړه معلومات شریک کړي دي.
ملا عبدالحق اخوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت فعالیتونه، لاسته راوړنې او د کوکنارو کښت، چې کچه یې صفر ته راټیټه شوي ده، ورسره شریک کړي دي.
د ایټالیا سفیرې د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت فعالیتونه، لاسته راوړنې ستایلي او یاده مبارزه یې بریالۍ بللې ده.
اغلې سفیرې ویلي، په افغانستان کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق کچه د پخوا په اندازه صفر ته راټیټه شوې ده.
میرمن کوینتاوال د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال ته په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معشیت او د روږدو کسانو لپاره د تداوۍ او حمایې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
