د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، چې د یاد وزارت مرستیال مولوي محمد اسماعیل غزنوي هم حضور درلود، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت پر کړنو او وروستیو لاسته راوړنو خبرې شوي دي.
ملا نورالله نوري ویلي، په وروستیو کې د قومونو د انسجام او د هغوی د ستونزو حل لپاره ځینې ناستې ترسره شوي او په ولايتونو کې د قومونو ګڼې ستونزې حل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، د هېواد لرې پرتو محرومو سیمو ته د خدمتونو رسولو لړۍ دوام لري او له مرستندویه بنسټونو سره ګډه کار کوي، چې د دې سيمو اوسېدونکو ته لومړني او اساسي خدمتونه برابر کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت يادو مسولينو د خپلو راتلونکو پلانونو په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته هر اړخيز معلومات ورکړي دي.
دریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د مسولینو هڅو څخه په مننې ویلي، په تېرو څو میاشتو کې د قومي شخړو حل لپاره ستاسو هڅې د ستايلو او د تېرو څو لسيزو په پرتله بېسارې دي.
مولوي عبدالکبیر د یاد وزارت د راتلونکو پلانونو تر ارزونې وروسته ویلي، د نظام د قوت او د قومونو ملاتړ او یووالی لپاره د شخړو لمنځه وړل مهم دي.