د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د اذربایجان سفير الهام محمد اوف سره لیدنه کړې.
د اذربایجان سفير ویلي؛ دواړه هېوادونه وروڼه، خپلواک، د ځمکنۍ بشپړتيا او د يو بل په چارو کې د نه مداخلې سياست لرونکي دي.
نوموړي په افغانستان کې د اذربایجان سفارت پرانیسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د نيکو او ښو روابطو پیلامه بللې.
د اذربایجان سفير همداراز زیاته کړې؛ اذربایجان به د کانونو د ویستنې، ښوونې او روزنې او په افغانستان کې د اسان خدمت پروسې د پراختيا په برخو کې پانګونه او همکاري وکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ افغانستان او اذربایجان د دوو وروڼو هېوادونو په څېر په ديني، تاريخي او فرهنګي برخو کې ډېر مشترکات لري.
د رياست الوزرا اداري مرستيال په افغانستان کې د اذربایجان د استازي په حضور خوښي ښودلې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت په راتلونکي کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزه اړيکو پياوړتيا او پراختیا غوښتونکی دی.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو پانګونو هرکلی کوي او هغوی ته ټولې لازمې اسانتياوې برابروي.
نوموړي د خپلو خبرو پای کې ویلي، اسلامي امارت له اذربایجان او د نړۍ نورو هېوادونو سره د نيکو او ښو اړيکو غوښتونکی دی.