ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1175

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ۲۷/۸/۱۴۴۵ هـ ق نېټه چې ۱۹/۱۲/۱۴۰۲ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۶ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۷۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۳ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې او یادو کورنیو ته ۷۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۲۱۸ زره افغانۍ کیږي.

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ۴۶ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۰۲ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کارموندنې کمېټه:

د کارموندنې کمېټې په تورخم کې ۱ تن لیسانس، ۲ تنه حافظان، ۱ تن وړې دورې فارغ، ۱ تن دیني عالم، ۲۹ تنه غریبکار او ۲۰ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۵۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

یادې کمېټې په تورخم کې ۲۱۵ تنه ماشومانو ته د چاودیدونکو توکو، پاکوالي، ماشوم ساتنې او د افغانستان په اړه عامه پوهاوی هم ورکړی او یادو ماشومانو ته د رواني سلامتیا په موخه د لوبو تفریحي پروګرامونه هم برابر شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې د تېر په څېر کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو.

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۶۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

له سپین بولدک څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې تنه و، غزني ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده او یادې کورنۍ ته دوه زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري د تخته پل کمپ کې له ۵۴ کورنیو سره مرسته وشوه چې ټولې ۴۳۶ زره افغانۍ کیږي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

د تخته پل په کمپ کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ۲۱ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې ۴۵۰ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۹۸ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۳۸۲ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو ته ۱۱۲ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د کار موندنې کمیټه:

د کارموندنې کمېټې په سپین بولدک کې یو تن بکلوریا سند لرونکی، دوه تنه حافظان، درې تنه د وړې دورې فارغان، یو تن دیني عالم، ۵۴ تنه غریبکار او ۱۹ تنه حرفه‌يي او مسلکي کسان چې ټول ۸۴ تنه کیږي، ثبت کړي دي.

پکتیــــکا

انګور اډې لار ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د پکتیکا ولایت د انګور اډې له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې شپږ تنه کیږي، هېواد ته راستنه او ثبت شوې ده.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه

د انګور اډې څخه یوه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۶ تنه کیږي، خپلې سیمې ته په خوندي توګه لېږدول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوه کورنۍ سره لس زره افغانۍ مرسته شوې، چې ټولې ۱۰ زره افغانۍ کیږي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په انګور اډه کې کډوالو ته د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په انګور اډه کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په انګور اډه او ښرنه کې ۲۳ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه وېشل شوې دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د انګور اډې په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی:

راستنېدونکو کډوالو ته د ماشومانو د ښې راتلونکې او تعلیمي نظام په هکله معلومات ورکړل شول او همداشان د کډوالو د کورنیو مشرانو ته د خپلو سیمو، دین او هیواد په اړه معلومات ورکړل شول.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۱۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۲۶۵ مسافر هېواد ته راغلي دي.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ۲۸ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۶۶ تنه کیږي، د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته  ۱۷عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شو:

یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د لنډ مهاله مېشت کولو کمېټه:

د هرات په اسلام کلا کې د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې ۵۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې ځای پر ځای شوې.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱ کورنۍ سره شپږ زره مرسته وشوه.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۹۹ کورنۍ ۴۱۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۱۶ کورنۍ ۸۲ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۸۴ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۵۲ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۳۱ عدده

د کرنې سرپرست وزیر: اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ سکتور پانګه والو او سوداګرو ملاتړ کوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري او تخنیکي ټیم یې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له خونې څخه د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې له مدیره پلاوي سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې له فرصتونو څخه د استفادې په اړه خبرې کړي.

په دې غونډه کې د کرنې وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مسولینو د چرګانو روزنې، د صنعت د ودې او پراختیا، بڼوالۍ، د لبنیاتو د حاصلاتو د زیاتوالي، د لبنیاتو د پروسس د کارخونو جوړولو، د مالدارۍ د فارمونو د جوړولو، سوداګرۍ، صادراتو، پانګوالو ته د زمینې برابرولو، د څارویو د خوراکي توکو تولید، د چرګانو د دانې تولید او  د مېوو او سبو ساتلو په موخه د سړوخونو پر جوړولو خبرې کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن د دې خونې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي او د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې تر منځ د کاري سیستم د رامنځته کولو، په کارونو کې د همغږۍ رامنځته کولو، د کرنې وزارت په استازیتوب ولایتونو ته د دې خونې د استازي د ورپېژندلو او په اداري کارونو کې اسانتیا راوستلو په برخه کې خپل وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

همداراز د کرنې او مالدارۍ خونې غړو د یوه پریزنټیشن له لارې د کورنیو تولیداتو او بهرنیو تولیداتو ترمنځ کیفي او کمیتي توپیرونه غونډې ته وړاندې کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ خونې د مسولینو د وړاندیزونو او نظریاتو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت په هر حالت کې د بزګرانو، مالدارانو او د کرنې او مالدارۍ سکتور پانګه والو او سوداګرو ملاتړ لپاره کار کوي.

نوموړي ویلي؛ تاسو ته ډاډ درکوو، چې به هر حالت کې له تاسو سره به همکاري کوو، ستاسو هر وړاندیز ته به رسېدنه وشي، اړينه خبره دا ده چې امارتي ادارو سره په همکارۍ د افغانستان د خلکو خوراکي اړتیاوې په ګوته کړئ او داسې څه وکړئ چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي، او خلکو ته د کار او بوختیا زمینه برابره شي.

سرپرست وزیر زیاته کړې؛ تاسو هم وکولای شی، چې ګټور کارونه ترسره کړئ، چارو کې د اسانتیا په پار لارښوونه کوو چې د کرنې په وزارت کې د کرنې او مالدارۍ خونې د پیاوړتیا لپاره کمیټه جوړه شي او هره اوونۍ غونډه جوړه کړي ترڅو ستونزې هوارې شي.

په یاده غونډه کې د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک هم لیک لاسلیک شوی دی.

د امارتي ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه ټاکل شوي پلاوي غونډه کړې

 د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله تعالی له لوري د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه د ټاکل شوي پلاوي غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ د ياد پلاوي د غړو په ګډون جوړه شوې ده. 

په دې غونډه کې د‌ هېواد د يو شمېر بېلابېلو ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د لمنځه وړلو په موخه د‌ دغو ادارو د مسولينو په شتون کې، هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه نیول شوي دي.

د ځوانانو چارو مرستیال او د ملګرو ملتونو د (UNFPA) ریيس لیدنه؛ د ځوانانو په تعلیم او کاري اسانتیاوو خبرې شوي

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد د (UNFPA) د ریيس کوابینا اسانتي سره په خپل کاري د فتر کې لیدنه کړې.

 په یاده کتنه کي د ځوانانو د ظرفیت لوړونې او ځوانانو ته د کاري چاپیریال رامنځ ته کولو تر څنګ، د ځوانانو د تعلیم او کار په برخه کې د لازمو آسانتیاوو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.

 د یادي کتنې په ورستیو کې د ( UNFPA) رییس کوابینا اسانتي خوښي ښودلې، چې د ځوانانو چارو معینیت افغان ځوانانو ته په هره برخه کي اړیني آسانتیاوې برابري کړي او خپلې هڅې يې د ځوانانو د کار او تعلیم په برخه کې نه دي دریغ کړي.

کرېکټ؛ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د ترسراوي په اړه د بورډ غړو ناسته کړې

نن د افغانستان کرېکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف په مشرۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ یا APLT20 په اړه د بورډ غړو ترمنځ خپلمنځي ناسته ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د دې لیګ دویم پړاو د غوره ترسراوي په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور وارزول شو او د پروسې د ښه او بریالي ترسره کېدو له پاره ټاکل شوي پلاوي ته لازمې لارښوونې وکړې.

په یاده ناسته کې د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس، د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر، په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو ټولنې مشر، د کاردان پوهنتون رییس، د کام ایر ګروپ مشر، د بورډ او د یاد لیګ له پاره د ټاکل شوي پلاوي غړو شتون درلود.

په دې ناسته کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د غوراوي په دویم پړاو کې د دریو غوره شویو کمپنیو (پانګونې ته لیواله شرکتونه) له منځه دوه کمپنۍ د درېم پړاو له پاره غوره او د یادو کمپنیو د لا ډېرې څېړنې او اروزنې، مالي ثبات، تخنیکي اړخونو، پس منظر ته په کتو او د یاد لیګ د نورو اړوندو اړخونو د ارزونې په موخه ګومارل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د درېیم پړاو له پاره خپل راپور د وروستۍ پرېکړې په موخه د بورډ له غړو سره شریک کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ غړو په نننۍ ناسته کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ کې د لېواله پانګوونکو شرکتونو په تړاو بېلابېلې پوښتنې درلودې، چې د اړوندې کمېټې له لوري هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د بیا پیل او دویم پړاو د غوره ترسراوي په موخه د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په اپریل میاشت کې یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو خپل هر اړخیزې ارزونې وکړي او د افغانستان کرېکټ بورډ له مشرتابه او بورډ له غړو سره شریک کړي.

ورپسې د همدې کال په جون میاشت کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ ته د غوره پانګوونکي شرکت د پیدا کولو په موخه لېواله شرکتونو ته د آزادې سیالۍ له لارې د غوښتنلیکونو د استولو اعلان وشو، چې د یوې بشپړې رڼې پروسې له لارې په لومړي پړاو کې د پینځو لېواله شرکتونو له منځه درې کمپنۍ بل پړاو ته لاره ومونده.

په دویم پړاو کې د درې شرکتونو له منځه، دوه غوره شرکتونو د ارزونې درېم پړاو ته لاره ومونده، چې د دریم پړاو په پای کې به یوازې یو شرکټ، د لیګ د پانګونکي شرکت په توګه د بورډ له لوري غوره کېږي.

په ناسته کې د تېرو ناستو په څېر سپارښتنې او خبرې اترې وشوې، او هیله ښودل شوې، چې وروستۍ پروسه به ډېر ژر بشپړ او د لیګ د ترسراوي په موخه عملي ګامونه پورته شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه او د بورډ غړي د یاد لیګ ترسره کول د ادارې او لوبغاړو له پاره خورا مهم او اړین بللي او هیله یې ښودلې ترڅو اړوندې پروسې ژر تر ژره بشپړې او یاد لیګ بیا پیل شي.

پاکستان کې ۲۳ تنه افغان بندیان له بنده خوشې شوي

په پاکستان کې ۲۳ فغان بندیان له بنده خوشې شوي او د کب پر ۱۷مه هېواد ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار ولایت د تورخم د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له ۶ تر ۱۰ میاشتو راهیسې بندیان وو، چې له خوشې کېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شول او د مرستو په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي دي.

دغه راز د ډنمارک د کډالو شورا لخوا دغو کسانو ته له چاودیدونکو توکو څخه د ساتنې په اړه اړین معلومات ورکړل شوي او د ناروې د مهاجرت شورا حقوقي برخه کې معلومات ورسره شریک کړي دي.

همداراز له ۱۸ کلونو څخه کم عمره ماشومان سرلوړي افغانستان موسسې ته ور وپېژندل شوي دي.

کابل؛ له بت‌خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک چارې پیلیږي

کابل ښاروالي پلان لري چې، هر څه ژر د ۲۲مې ناحیې اړوند له بت خاک څلورلارې څخه تر حلقوي سړک پورې د نوي نښلوونکي سړک د جوړولو چارې پیل کړي.

د کابل ښاروالۍ د استملاک رییس انجینیر عبدالمتین حنیف ویلي؛ د یاد سړک پر اوږدو کې ۷۰ ملکیتونه تر استملاک لاندې دي، چې د قانون له مخې ۹۰ سلنه مالکانو ته یې بدیل حقونه ورکړل شوي او پاتې نورو ته به یې هم ډېر ژر ورکړل شي.

نوموړي زياته کړې، د یاد سړک په اوږدو کې تر استملاک لاندې د يو شمېر خنډونو او کورونو د ويجاړولو او پاکولو چارې څه موده وړاندې ترسره شوې او د پآتې نورو به یې په نږدې راتلونکو ورځو هم ترسره شي.

د ماسټر پلان له مخې د یاد سړک جوړول، د کابل ښاورالۍ لومړیتوب او د ښاریانو له لومړنیو هیلو څخه ده.

دغه سړک یو زر او ۳۲۵ متره اوږدوالی او ۴۵ متره سور لري، چې په جوړېدو سره به یې د ښاریانو پر وړاندې شته ترافیکي ستونزې حل او دوی ته به ګڼ شمېر ټولنیزې او ښاري آسانتیاوو رامنځته شي.

جوبایډن: تمه ده غزه کې اوربند ژر اعلان شي

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن ویلي، چې دی تمه لري د روژې مبارکې میاشتې له پیل سره سم غزه کې اوربند اعلان شي.

بایډن دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې غزه کې روانه جګړه تر پینځو میاشتو اوږده شوه او ښکېلې خواوې لا هم لګیا دي تر څو د اوربند پر ټینګېدو او د اسیرانو د تبادلې پر سر یوې پایلې ته ورسېږي.

د اسرائیلو او فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول حماس ترمنځ روانه جګړه کې ډېره بیه فلسطیني ملکي وګړو پرې کړې او تر دا مهاله یې ۳۰ زره او ۸۷۸ تنه شهیدان او ۷۲ زره ۴۰۲ تنه ټپیان ورکړي دي.

خو بلخوا بیا سي اېن اېن په غزه کې د یو حاضر خبریال له قوله راپور ورکړی، چې امریکایي الوتکو پرون جمعه له هوا څخه د مرستو کارتنونه له تخنیکي چمتوالي پرته د خلکو پر سر اچولي او مرستو ته سترګې په لاره خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خبریال ویلي، دغه حالت یې په خپلو سترګو لیدلی خو امریکایي چارواکو دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي، چې د مرستې رسولو دغه هوایي عملیات یې په بریالیتوب ترسره کړي دي.

غزې ته د بشري مرستو رسولو هوایي عملیات لومړی اردن او بیا ورپسې ځینې نورو هېوادونو ترسره کړي، چې په لړ کې یې تر ټولو اړین مواد خلکو ته رسول کېږي.

خو غزه کې د بشري مرستو رسولو ځینې سازمانونه وایي، سیمه کې حالت تر هغې ډېر خراب دی، چې فکر یې کېږي او باید د روژې په رارسېدو سره د لا ډېرو مرستو ترسره کولو او غزې ته یې د رسولو زمینه برابره شي.