د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحديث مولوي هبةالله اخندزاده حفظه الله تعالی له لوري د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنیوي په موخه د ټاکل شوي پلاوي غونډه د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبد السلام حنفي په مشرۍ د ياد پلاوي د غړو په ګډون جوړه شوې ده.
په دې غونډه کې د هېواد د يو شمېر بېلابېلو ادارو ترمنځ د وظيفوي تداخل د لمنځه وړلو په موخه د دغو ادارو د مسولينو په شتون کې، هر اړخيز بحث او ارزونې ترسره او په اړه يې لازم تصميمونه نیول شوي دي.