ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کرېکټ؛ د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د ترسراوي په اړه د بورډ غړو ناسته کړې

نن د افغانستان کرېکټ بورډ د عمومي رییس میرویس اشرف په مشرۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ یا APLT20 په اړه د بورډ غړو ترمنځ خپلمنځي ناسته ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د دې لیګ دویم پړاو د غوره ترسراوي په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور وارزول شو او د پروسې د ښه او بریالي ترسره کېدو له پاره ټاکل شوي پلاوي ته لازمې لارښوونې وکړې.

په یاده ناسته کې د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس، د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر، په متحده عربي اماراتو کې د افغان سوداګرو ټولنې مشر، د کاردان پوهنتون رییس، د کام ایر ګروپ مشر، د بورډ او د یاد لیګ له پاره د ټاکل شوي پلاوي غړو شتون درلود.

په دې ناسته کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ لپاره د غوراوي په دویم پړاو کې د دریو غوره شویو کمپنیو (پانګونې ته لیواله شرکتونه) له منځه دوه کمپنۍ د درېم پړاو له پاره غوره او د یادو کمپنیو د لا ډېرې څېړنې او اروزنې، مالي ثبات، تخنیکي اړخونو، پس منظر ته په کتو او د یاد لیګ د نورو اړوندو اړخونو د ارزونې په موخه ګومارل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د درېیم پړاو له پاره خپل راپور د وروستۍ پرېکړې په موخه د بورډ له غړو سره شریک کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ غړو په نننۍ ناسته کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ کې د لېواله پانګوونکو شرکتونو په تړاو بېلابېلې پوښتنې درلودې، چې د اړوندې کمېټې له لوري هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د بیا پیل او دویم پړاو د غوره ترسراوي په موخه د ۲۰۲۳ زیږدیز کال په اپریل میاشت کې یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، ترڅو خپل هر اړخیزې ارزونې وکړي او د افغانستان کرېکټ بورډ له مشرتابه او بورډ له غړو سره شریک کړي.

ورپسې د همدې کال په جون میاشت کې د افغانستان شل اوریز غوره لیګ ته د غوره پانګوونکي شرکت د پیدا کولو په موخه لېواله شرکتونو ته د آزادې سیالۍ له لارې د غوښتنلیکونو د استولو اعلان وشو، چې د یوې بشپړې رڼې پروسې له لارې په لومړي پړاو کې د پینځو لېواله شرکتونو له منځه درې کمپنۍ بل پړاو ته لاره ومونده.

په دویم پړاو کې د درې شرکتونو له منځه، دوه غوره شرکتونو د ارزونې درېم پړاو ته لاره ومونده، چې د دریم پړاو په پای کې به یوازې یو شرکټ، د لیګ د پانګونکي شرکت په توګه د بورډ له لوري غوره کېږي.

په ناسته کې د تېرو ناستو په څېر سپارښتنې او خبرې اترې وشوې، او هیله ښودل شوې، چې وروستۍ پروسه به ډېر ژر بشپړ او د لیګ د ترسراوي په موخه عملي ګامونه پورته شي.

د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه او د بورډ غړي د یاد لیګ ترسره کول د ادارې او لوبغاړو له پاره خورا مهم او اړین بللي او هیله یې ښودلې ترڅو اړوندې پروسې ژر تر ژره بشپړې او یاد لیګ بیا پیل شي.