ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1181

د اوبو او انرژۍ وزارت د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې اوبو د کچې لوړوالي او د سیلابونو راوتلو اټکل کړی

اوبو او انرژۍ وزارت د کب میاشتې له ۱۵ نېټې تر ۱۷ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينو ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل کړی.

یاد وزارت ویلي؛ د هایدرومټیورولوژیکي سټېشنونو د بارانونو تحلیل او تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د نړیوالې هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د نسبتاً تېزو بارانونو او واورې له امله د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.

د دغه وزارت په وینا؛ د اوبو د کچې د لوړوالي او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د هریرود او هلمند سينديزو حوزو په ځانګړي توګه د (کوشک و کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب او ترنک) سیندونو کې شوی دی.

یاد وزارت له ټولو هغو هېوادوالو څخه، چې د سیندونو پر غاړو کې استوګن دي غوښتي، چې د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي ترڅو د انساني او مالي زیانونو څخه مخنیوی وشي.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو د پوځي شورا غړی: صهیونیستانو غزه کې ماتې خوړلې

د یمن د وسله‌والو ځواکونو د پوځي شورا غړي او د ویاندویانو مشر برید جنرال مجیب شمسان د هېواد ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې صهیونیستي ځواکونو د غزې په جګړه کې ماتې خوړلې او اعلان شوي اهداف یې نه دي ترلاسه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې د فلسطين د مقاومت او صهيونيست رژيم ترمنځ په غزه کې د جګړې حقيقت ته په پام سره ويلای شو، چې صهيونيست رژيم د جګړې د پینځمې مياشتې په تېرېدو سره له قتل عام او د ولس له وژنې پرته بله کومه لاسته راوړنه نه لري.

دغه‌راز د صهیونیست مېشتو سیمو په لوري د توغندیو ویشتل د فلسطیني مقاومت بریا ښيي.

د برید جنرال مجیب شمسان په وینا؛ د امریکا له اقدام سره سره، د صهيونيستي بېړيو د ساتنې لپاره د سوکالۍ تړون په نوم جوړ شوی ائتلاف، د یمن د سمندري ځواکونو له لوري د صهیونیستي رژیم پر بېړیو د محاصرې په ماتولو کې پاتې راغلی دی.

دغه‌راز پر یمن د امریکايي او برېتانیايي یرغل او پر بېلا بېلو ځایونو له ۴۰۰ زیاتو بریدونو د یمن د وسله‌والو ځواکونو پر وړتیا هېڅ اغیز او محدودیت نه دی راوستی، بلکې پر خلاف یې د مقابلې کړۍ لا نوره هم پراخه شوې او په سيمه کې د امريکا او بريتانيا بيړۍ او د هغوی ټولې ګټې د يمن د وسله‌والو ځواکونو پر مشروعو هدفونو بدلې شوې دي. له دې ښکاري چې امريکا او برېتانيا په سيمه کې د جګړې او جنجالونو د پراخولو لپاره کار کړی دی.

د یمن د وسله‌والو ځواکونو د پوځي شورا غړي ویلي، چې سمندري ځواکونو یې ۵۴ امریکايي، برېتانیوي او صهیونیستي بېړۍ په نښه کړې دي.

نوموړي ټینګار کړی، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د تیري او کلابندي تر پایه به د فلسطیني وګړو ملاتړ او ننګې ته دوام ورکوي.

راتلونکې پنجشنبه د زونونو په کچه د فوټسال سیالۍ پیلیږي

د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري راتلونکې پنجشنبې په ورځ د مرکز، لوېدیځ او سوېل ختیځ زونونو په کچه فوټسال سیالۍ پیلیږي.

دغه سیالۍ چې موخه یې د افغانستان فوټسال غوره لیګ ته لارموندنه ده، د مرکزي زون سیالۍ په کابل، د سوېل‌ختیځ زون سیالۍ په غزني او د لویدیځ زون سیالۍ د فراه ولایت په کوربتوب ترسره کیږي.

د دغو سیالیو له پای‌ته رسېدو سره سم به د شمال، شمال ختیځ او سوېل‌لوېدیځ زونونو ترمنځ سیالۍ هم پیل شي.

د جودو ملي لوبډله د تمريناتي کمپ په موخه ازبیکستان ته لاړه

د جودو ملي فدراسيون او د هېواد د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست په همکارۍ د را روانو نړيوالو المپيکي لوبو د لا چمتووالي په موخه د جودو ۱۲ کسيزه ملي لوبډله، چې يو داخلي روزنکی يې ملتيا کوي، د تمريناتي کمپ په موخه ازبیکستان هېواد ته روانه شوه.

د يادې لوبډلې د خدای پامانۍ په مراسمو کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق، د جودو ملي فدراسيون مسولینو او اړوند پلاوي ګډون کړی و.

دغه تمريناتي کمپ چې ۲۲ ورځې به دوام وکړي، موخه يې  را روانو نړيوالو المپيکي سياليو ته، چې په تاجکستان او ترکيې هېوادونو کې ترسره کېږي، لا بشپړ چمتو والی ښودل شوی دی.

دا تمريناتي کمپ په داسې حال کې ترسره کېږي، چې يوه نيمه مياشت وروسته به د افغانستان په ګډون د شاوخوا ۷۰ هېوادونو ترمنځ د‌ جودو نړيوالې سيالۍ پيل شي.

د ملي دفاع سرپرست وزیر او د وسلوال پوځ لوی درستیز د قطر د امیر نایب او د یاد هېواد دفاع وزیر سره لیدنه کړې

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، چې د ډیمیدکس دفاعي نندارتون د ګډون او د قطر هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره د کتنې په موخه  تېره ورځ د یو رسمي سفر په ترڅ کې قطر هېواد ته تللي وو، د قطر امیر نایب الشيخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره لیدنه کړې او پر پر هر اړخیزو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

په دې کتنه کې چې د قطر هېواد د ملي دفاع سرپرست وزیر، لوی درستیز او د یو شمېر هېوادونو د دفاع وزیرانو هم ګډون درلود، دواړو لوریو د دوه اړخيزو همکاريو او دواړو هېوادونو اړیکو د تینګوالي په هکله خبرې کړي دي.

مولوي محمد یعقوب مجاهد او قاري محمد فصیح الدین فطرت د یاد هېواد له لوړ پوړیو چارواکو او دفاع وزیر له لیدنې وروسته د وسلو په “دفاعي نندارتون” کې چې د مختلفو نړیوالو شرکتونو لخوا جوړ شوی وو، لیدنه کړې.

په ياد نندراتون کې د مختلفو نړیوالو شرکتونو له لوري ځمکني، هوایي او بحري نظامي وسايل او وسايط نندارې ته اېښودل شوي دي.

همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزیر او د وسلوال پوځ لوی درستیز د قطر هېواد له دفاع وزیر دوکتور خالد بن محمد “العطیه” سره هم لیدنه کړې.

په یاده لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په هکله خبرې ترسره شوي دي.

د کابينې اتلسمه غونډه؛ د کابل- لوګر لويې لارې پاتې چارې بشپړيږي

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې اتلسمه غونډه د رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند په مشرۍ ترسره شوې او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوي دي.

دې غونډه کې ټولګټو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د راتلونکي کال د وري میاشتې په لومړیو کې دې له پل محمود خان څخه تر چهاراسياب پورې د کابل- لوګر لویې لارې د سرک جوړولو چارې پیل کړي او پاتې کارونه دې بشپړ کړي.

همدا راز په غونډه کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې له لوري چمتو شوې د نیالګیو کینولو لس کلنه طرحه تائيد شوې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري به د اړوندو ادارو په همکارۍ عملي کيږي.

د کابينې په دې غونډه کې امنيتي کمېسيون ته دنده سپارل شوې، د ټولو هغو قاچاقبرانو چې د مخدره موادو په قاچاق کې ښکېل دي؛ د فعاليت ځايونو او ممنوعه موادو د کشف په اړه پرېکنده اقدامات ترسره کړي.

په دې ناسته کې امارتي ادارې له امارتي شرکتونو سره د منبع واحد له لوري په قرارداد کولو مکلفې ګڼل شوي او پرېکړه شوې، په ټولو هغو مواردو کې چې دا شرکتونه يې ترسره کولی شي، ورته لومړيتوب ورکړل شي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال: پاکستان کې د افغانستان سفارت مسولین دې کډوالو ته د خدمتونو او لازمو اسانتیاوو برابرولو هڅه وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ مسول مولوي سید عبدالجبار سره لیدنه کړې.

 مولوي سید عبدالجبار د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی.

نوموړي زیاته ویلي؛ پاکستان کې د افغانستان سفارت مسولین، په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د کراچۍ ښار قونسلګرۍ افغانانو ته د غوره خدمتونو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې نه درېغوي.

مولوي عبدالجبار همدارنګه زیاته کړې، د دې قونسلګرۍ مسولینو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزود حل لپاره هم لازم اقدامات کړي او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو کوښښ کوي.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال پاکستان کې د افغانستان سفارت د مسولینو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د کراچۍ ښار قونسلګرۍ کړنې او فعالیتونه ستایلي دي.

مولوي عبدالسلام حنفي زیاته ویلي، اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د جلا کمېسیون په جوړولو سره ځانګړې پاملرنه کړې.

نوموړي په پاکستان کې د افغانستان سفارت له ټولو مسولینو غوښتي، چې په یاد هېواد کې کډوالو ته د خدمتونو او لازمو اسانتیاوو برابرولو کوښښ وکړي.

د هېواد د لويو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعيت

سالنګونه: د سالنګونو لویه لار څلور ورځې مخکې د تیزې واورې د اورښت، دوامداره طوفان او د ليدلو ساحې د کموالي له امله د ترافیکو پرمخ تړلې وه، چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې پرسونل په دوامداره هڅو او هلو ځلو د واورې څخه پاک کاري او نن د مسافر وړونکو وسايطو پر مخ پرانيستل شوه.

په سالنګونو کې نن ورځ هوا نيمه ورېځ ده او د طوفان او اورښت اټکل شوی، دا چې د مسافرو د اسانتياوو برابرولو په موخه دغه لار پرانيستل شوې ده، د واورې او طوفان په پيلېدو سره امکان شته چې بيا وتړل شي.

باميان: په ياد ولايت کې هوا لمر ده، د کابل – باميان لويه د کوچنيو مسافر وړونکو وسايطو پرمخ پرانیستې او د بار وړونکو وسايطو پرمخ تړلې ده.

غزني: هوا لمر ده، د ناهور ولسوالۍ او شمس الدین کوتل مسيرونه د باد کويه له امله د ترافیکو پرمخ بند دي.

نورستان: په دغه ولایت کې هوا لمر ده او په بیلا بیلو سيمو کې د واورې ضخامت تردوه مترو پورې رسیدلی او د دوامداره طوفان له امله یو شمېر مسيرونه د ترافیکو پرمخ تړلي دي.

همدارنګه، په سر پل ولايت کې د البز ولسوالۍ، په فراه ولایت کې د پرچمن ولسوالۍ مسيرونه د ترافیکو پرمخ تړلي دي.

د ټولګتو وزارت له ټولو درنو هېواد والو او موټر چلونکو څخه د حوصله مندۍ غوښتنه او له هغو څخه هیله کوي، چې د زیان مننونکو سیمو څخه د تیریدو پرمهال دې ژمني توکي او د وسایطو لپاره د ځنځیر (چین) له ځان سره ولري او ترافیکي قوانین مراعت کړي تر څو له زړه بوږنونکو پیښو څخه مخ نیوی وشي.