د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ مسول مولوي سید عبدالجبار سره لیدنه کړې.
مولوي سید عبدالجبار د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته راپور ورکړی.
نوموړي زیاته ویلي؛ پاکستان کې د افغانستان سفارت مسولین، په ځانګړي ډول د کراچۍ ښار قونسلګرۍ افغانانو ته د غوره خدمتونو برابرولو او د هغوی د ستونزو د حل لپاره خپلې هڅې نه درېغوي.
مولوي عبدالجبار همدارنګه زیاته کړې، د دې قونسلګرۍ مسولینو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزود حل لپاره هم لازم اقدامات کړي او هغوی ته د لازمو اسانتیاوو برابرولو کوښښ کوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال پاکستان کې د افغانستان سفارت د مسولینو په ځانګړي ډول د کراچۍ ښار قونسلګرۍ کړنې او فعالیتونه ستایلي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي زیاته ویلي، اسلامي امارت د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د جلا کمېسیون په جوړولو سره ځانګړې پاملرنه کړې.
نوموړي په پاکستان کې د افغانستان سفارت له ټولو مسولینو غوښتي، چې په یاد هېواد کې کډوالو ته د خدمتونو او لازمو اسانتیاوو برابرولو کوښښ وکړي.