د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین فطرت، چې د ډیمیدکس دفاعي نندارتون د ګډون او د قطر هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره د کتنې په موخه تېره ورځ د یو رسمي سفر په ترڅ کې قطر هېواد ته تللي وو، د قطر امیر نایب الشيخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره لیدنه کړې او پر پر هر اړخیزو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
په دې کتنه کې چې د قطر هېواد د ملي دفاع سرپرست وزیر، لوی درستیز او د یو شمېر هېوادونو د دفاع وزیرانو هم ګډون درلود، دواړو لوریو د دوه اړخيزو همکاريو او دواړو هېوادونو اړیکو د تینګوالي په هکله خبرې کړي دي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد او قاري محمد فصیح الدین فطرت د یاد هېواد له لوړ پوړیو چارواکو او دفاع وزیر له لیدنې وروسته د وسلو په “دفاعي نندارتون” کې چې د مختلفو نړیوالو شرکتونو لخوا جوړ شوی وو، لیدنه کړې.
په ياد نندراتون کې د مختلفو نړیوالو شرکتونو له لوري ځمکني، هوایي او بحري نظامي وسايل او وسايط نندارې ته اېښودل شوي دي.
همدا راز د ملي دفاع سرپرست وزیر او د وسلوال پوځ لوی درستیز د قطر هېواد له دفاع وزیر دوکتور خالد بن محمد “العطیه” سره هم لیدنه کړې.
په یاده لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په هکله خبرې ترسره شوي دي.