د کانونو او پټرولیم وزارت او چینايي (CPEIC) کمپنۍ ترمنځ د امو سیند حوزې د نفتو د استخراج تړون لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې ویلي، چې دغه شرکت به د آمو سیند حوزې د نفتو د استخراج برخه کې په یوه کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالر او په درېیو کلونو کې ۵۴۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي، چې له دې سره به افغانستان د تېلو له اړخه پرځان بسیا شي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر قراردادي شرکت ته د چارو د لا ښه پرمخ وړولو په برخه کې د پشپړې همکارۍ او د ستونزو د حل ډاډ ورکړی او له قرار دادي شرکت څخه يې غوښتي، چې د نفتو د استخراج چارې په نړیوالو معیارونو تر سره کړي.
کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره په لوړه کچه اړیکې ولري، نوموړی د تېلو د استخراج دغه پروژه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د دوام لپاره مهمه ګڼلی ده.
د لاسلیک شوي تړون له مخې که یاد شرکت تر یوه کال پورېهغه مواد چې په قرارداد کې يې ذکر شوی، پوره نه کړي تړون به په سمدستي توګه لمنځه ځي.
د کانونو او پټرولیم وزارت له یوې چینايي کمپنۍ سره د امو سیند حوزې د نفتو د استخراج تړون لاسلیک کړ
دولتي ادارو کې له کورنیو تولیداتو او محصلاتو څخه د ګټې اخیستنې له پرېکړې هرکلی شوی
اقتصادي کارپوهان د اسلامي امارت د کابینې له هغې پریکړې هرکلی کوي چې له مخې يې په دولتي ادارو کې له کورنيو تولیداتو د ګټې اخيستو سپارښتنه شوې.
دوی دغه پرېکړه ګټوره بولي او وايي، که عملي شي له هره پلوه به د اقتصادي پياوړتيا له پاره اغېزمنه ثابته شي.
د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۱۹ غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا په هغه وړاندیز عملي کولو ټینګار شوی، چې له مخې به یې په ټولو دولتي ادارو کې له کورنیو تولیداتو څخه ګټه واخیستل شوه.
په همدې مهال یو شمېر کارپوهان له اسلامي امارت څخه غواړي، چې کورنیو صنعت کارانو او تولیدونکو ته لا ډیرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د دې کارپوهانو په وینا اوسمهال هېواد کې سلګونه کارخوني شته چې خواړه، درمل، موبل فرنیچر او نور توکي په ښه کیفیت تولیدوي او د دولت ملاتړ ته اړتیا لري.
د اقتصادي کمیسیون غونډه؛ سوداګریزو بندرونو کې د واردوونکو توکو ارزونې لپاره واحد کمپلکس جوړیږي
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې لغمان کې د شاهي کانال د جوولو پرېکړه شوې.د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د یاد کانال په اړه تخنیکي او مالي څېړنه وکړي او راپور دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.
همدا راز دې غونډه کې پرېکړه شوې چې سوداګریزو بندرونو کې دې د خوړو، درملو او نورو واردوونکو توکو د معاینې په موخه واحد کمپلکس جوړ کړي او اړوندې اداره دې پکې خپل لابراتوارونه فعال کړي.
د کمپلکس ټولې چارې دې خصوصي شرکتونو ته په اوږدمهاله قرارداد ورکړل شي. دغه راز بازارونو کې د خوړو او درملو د معاینې په موخه دې د خوړو ۸ او درملو ۴ لابراتوارونو قرارداد دې خصوصي شرکتونو ته د داوطلبۍ له پاره وړاندې کړي.
همدا رنګه یاده غونده کې له طبیعي منابعو څخه په ګټې اخیستنې سره د اساسي درملو د تولید او پراختیا په اړه پرېکړه وشوه، چې د ابن سینا د درملو دولتي شرکت دې خپله طرحه له مالیې وزارت سره شریکه کړي.
په دې غونډه کې له چینايي شرکت سره په جوزجان کې د ۳۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا فابریکې د جوړولو او له ترکي شرکت سره د سروبي ۲ برېښنا بند هوکړه لیکونه تاید او د چارو د پیلېدو په اړه یې پرېکړه وشوه.
اسلامي امارت: د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندنې پاروونکې دي
اسلامي امارت د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې غندلي او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د پاکستان په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
اسلامي امارت د پاکستاني چارو کو د څرګندونو په غبرګون کې د یوې اعلامې په خپرولو سره ویلي؛ “په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکي د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کوي، چې موږ یې د افسوس وړ ګڼو، د افغانستان اسلامي امارت تر خپله وسه هڅه کوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان او یا بل کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي او په مقابل کې یې پاکستان هم مسوولیت لري چې د شته وضعیت د حل لپاره هڅه وکړي او له بې بنسته او پارونکو څرګندونو ډډه وکړي. “
د کارپوهانو په وینا؛ پاکستاني چارواکي په دا ډول څرګندونو سره غواړي، چې له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه د وتلو لپاره د نړیوالې ټولنې پام خپل هېواد ته واړوي.
خو یو شمېر سیاسي کارپوهان له کابل او اسلام اباد غواړي چې ستونزې له ډیپلوماتیکو لارو هوارې کړي.
دوی وايي؛ پاکستان په ډېر حساس وضعیت کې قرار لري، دا هېواد نه شي کولای چې د تاوتریخوالي له لارې دغه کړکېچ پای ته ورسوي، ښه به دا وي چې له ګاونډي هېواد په ځانګړې توګه افغانستان سره د وضعیت په اړه خبرې وکړي، څو یوه مناسبه حل لاره ومومي.
تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي و، چې که کابل په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د پناه ځایونو د له منځه وړلو لپاره اقدام ونه کړي، اسلام اباد ښايي د افغانستان په خاوره کې د هغوی پر پناهځایونو بریدونه وکړي. هغه موضوع چې د افغانستان اسلامي امارت دفاع وزارت پاروونکې بللې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د دواړو هېوادونو اړیکې زیانمنوي.
روسیې پر اوکراین خپل بریدونه زیات کړي
روسي ځواکونو د اوکراین بیلابیلو ښارونو باندې هوايې او توغندیز بریدونه کړې.
د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې چې له بې پیلوټه الوتکو کار اخیستل شوی ملکي بنسټونه او د انرژۍ تاسیسات په نښه شوې دي.
د اوکراین ولسمشر ویلې، چې د دې بریدونو په ځواب کې اوکرایني پوځیانو د روسيې ۴۵ بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.
په تېرو څه باندې څلورو میاشتو کې ۲زره او ۴۴۸ یو کلي موټرو ته قانوني اسناد ورکړل شوي
شپږ میاشتې وړاندې د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې د ګمرکونو لوی ریاست یو کلي موټرو ته د اسناد ورکړې پروسه پیل کړه، چې تر اوسه يې ۲زره او ۴۴۸ موټرو ته قانوني اسناد ورکړي او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ عواید يې ترې ترلاسه کړي دي.
د ګمرکونو لوی ریاست د سیسټمونو مشر پوهنیار محمد سالم اوریاخېل وايي، هغه موټرونه، چې تازه ورته قانوني اسناد ورکول کېږي د محصول د پروسس کړنلاره يې په لاندې ډول ده.
د پخوانیو ګمرکي او ټرافیکي جریمو څخه معاف کېدل .
له ۱۹۹۰ ماډل څخه تر ۲۰۰۰ ماډل پورې ۶۰ سلنه تخفیف .
له ۲۰۰۰ ماډل څخه تر ۲۰۰۹ ماډل پورې ۵۰ سلنه تخفیف .
له ۲۰۱۰ ماډل څخه تر ۲۰۱۲ ماډل پورې ۲۵ سلنه تخفیف .
له ۲۰۱۳ ماډل څخه بیا تر ۲۰۲۲ ماډل موټرو لپاره هېڅ تخفیف نشته .
پوهنیار محمد سالم اوریاخېل زیاتوي؛ د دې لپاره چې د یو کلي موټرو، د غلا او بیت المال له موټر سره توپیر وشي له اړوندو ادارو سره يې په ګډه کاري ډله رامنځته کړې او په شفاف ډول دغه پروسه پرمخ وړي.
ورته مهال هغه خلک، چې خپل موټرو ته قانوني اسناد اخلي، د دې پروسې له شفاف والي خوښ دي.
د ګمرکونو لوی ریاست زیاتوي، چې د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې د یو کلي موټر خاوندان تر۷۰ ورځو وخت لري، چې خپلو موټرو ته قانوني اسناد واخلي.
د ګمرکونو لوی ریاست د دې بهیر د لا ګړندي توب په موخه د کابل ګمرک ترڅنګ د ننګرهار، مزارشریف، هرات، کندوز، کندهار او تخار په ګمرکونو کې هم ګدې کاري ډلې رامنځته کړي او که اړتیا ولیدل شي د هېواد په نورو ګمرکونو کې به يې هم رامنځته کړي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر: اسلامي امارت د ولس هوسايي ته ژمن دی
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي مارکس پوتزل، د یوناما د سیاسي چارو له مرستیال سکاټ سمیت او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
ښاغلي حقاني په دې لیدنه کې ویلي، چې اسلامي امارت د ولس د هوسايي او خیر لپاره فکر کوي او ورته ژمن دی.
ښاغلي پوتزل د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه د همکارۍ او امنیتي وضعیت د ښه والي له امله مننه کړې ده.
له روسیې څخه د ګازو واردولو سره به د هېواد په بازارونو کې د نفتي توکو بیې راټیټې شي.
وروسته له هغه چې د روسيې د لومړي وزير مرستيال د افغانستان په ګډون د جنوبي اسيا هېوادونو ته د طبيعي ګازو د صادرولو په اړه د خپل هېواد پرېکړه اعلان کړه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د روسيې د دغې پرېکړې هرکلى وکړ او د روسیې دا ګام یې د افغانستان او سیمې هېوادونو په ګټه وباله.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم له روسیې څخه افغانستان ته د طبیعي ګازواو نفتو صادرات یو مثبت ګام بللی او زیاتوي، چې له روسیې څخه د صادراتو په برخه کې به د ټرانزېټ اسانتیاوې رامنځته او هم به زرګونو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي.
په همدې حال د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، په اوسني وضعیت کې له روسیې څخه د ګازو او تېلو واردول به د هېواد په بازارونو کې د نفتي توکو بیې راټیټې کړي.
روسیه په داسې حال کې د افغانستان بازارونو ته د طبیعي ګازو د استولو خبر ورکوي، چې د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت له روسیې، ایران، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره په هېواد کې د تېلو د بیې د راټیټولو په موخه تړونونه لاسلیک کړي وو.
ملګري ملتونه: لاهه نړیواله محکمه دې د فلسطینیانو د حقوقي وضعیت په اړه پرېکړه صادره کړي
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلي د رایو په اکثریت داسې طرحه تصویب کړې، چې په اساس يې له لاهه نړیوالې محکمې غوښتل شوې، تر څو د فلسطین اشغال شویو سیمو کې د اسرائیل رژیم د قدرت دوام، د ښارونو جوړېدل او د فلسطینیانو حقوقي وضعیت په اړه پریکړه صادره کړې.
دغه اسامبله کې د یوې رای اچونې په ترڅ کې ۸۷ هیوادونو مثبته، ۲۶ هیوادونو منفي او ۵۳ نورو هیوادونو سپینې رايې ورکړې دي.
دا پریکړه لیک د یاد سازمان له لوري داسې وخت تصویبېږي، چې بنیامین نتانیاهو د شپږم ځل لپاره د اسرائیلو د صدراعظم په توګه ټاکل کېږي او ژمنه کوي، چې د فلسطین په اشغال شویو سیمو کې به د ښارونو جوړولو ته دوام ورکړي.
بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې بندي افغانان دې ژر تر ژره ازاد کړل شي
بهرنیو چارو وزرات پاکستان کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغان کډوالو نیول او بندي کول دردوونکي ګڼي او وايي، چې دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو پر اړیکو ناوړه اغیز کوي او له پاکستانه یې غوښتي، چې ژر تر ژره دې بندي افغانان ازاد کړي.
بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي “په پاکستان کې د میشتو افغانانو په ځانګړې توګه مېرمنو، ماشومانو، سپینږیرو او ناروغانو نیول او زنداني کول دردونکي دي او د دواړو هېوادونو اړیکو ته ښه پایله نه لري. اړینه ده چې دا بندیان ژر تر ژره ازاد او یاد حالت پای ته ورسول شي.”
له بل لوري پاکستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري ویلي، چې په دې هېواد او په ځانګړي توګه کراچي ښار کې د افغان کډوالو د نیولو او بند ته اچولو عکسونو اندېښمن کړي دي.
پاکستاني پولیسو یو شمېر افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د ویزې نه لرلو له امله نیولي او بندیان کړي دي.
له دې سره سم د پاکستان په کراچي ښار کې د افغانستان د قونسلګري سرپرست ویلي، چې د دې کسانو د ازادولو لپاره هڅې روانې دي او تر پینځو ورځو به ۴۰۵ کسان له بنده ازاد شي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د پاکستان د بشر حقونو کمیسیون هم ویلي و، چې د ښځو او ماشومانو په شمول څه باندې ۵۰۰ افغانان په پاکستان کې بندیان دي او له افغان دولت څخه یې غوښتي، چي افغانستان ته د دغو کسانو د بېرته ستنولو لپاره زمینه برابره کړي.
