ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمیسیون غونډه؛ سوداګریزو بندرونو کې د واردوونکو توکو ارزونې لپاره واحد کمپلکس جوړیږي


د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې لغمان کې د شاهي کانال د جوولو پرېکړه شوې.د اوبو او انرژۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د یاد کانال په اړه تخنیکي او مالي څېړنه وکړي او راپور دې له اقتصادي کمېسیون سره شریک کړي.
همدا راز دې غونډه کې پرېکړه شوې چې سوداګریزو بندرونو کې دې د خوړو، درملو او نورو واردوونکو توکو د معاینې په موخه واحد کمپلکس جوړ کړي او اړوندې اداره دې پکې خپل لابراتوارونه فعال کړي.
د کمپلکس ټولې چارې دې خصوصي شرکتونو ته په اوږدمهاله قرارداد ورکړل شي. دغه راز بازارونو کې د خوړو او درملو د معاینې په موخه دې د خوړو ۸ او درملو ۴ لابراتوارونو قرارداد دې خصوصي شرکتونو ته د داوطلبۍ له پاره وړاندې کړي.
همدا رنګه یاده غونده کې له طبیعي منابعو څخه په ګټې اخیستنې سره د اساسي درملو د تولید او پراختیا په اړه پرېکړه وشوه، چې د ابن سینا د درملو دولتي شرکت دې خپله طرحه له مالیې وزارت سره شریکه کړي.
په دې غونډه کې له چینايي شرکت سره په جوزجان کې د ۳۰۰ مېګا واټه ګازي برېښنا فابریکې د جوړولو او له ترکي شرکت سره د سروبي ۲ برېښنا بند هوکړه لیکونه تاید او د چارو د پیلېدو په اړه یې پرېکړه وشوه.