شپږ میاشتې وړاندې د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې د ګمرکونو لوی ریاست یو کلي موټرو ته د اسناد ورکړې پروسه پیل کړه، چې تر اوسه يې ۲زره او ۴۴۸ موټرو ته قانوني اسناد ورکړي او ۱۴۳ میلیونه افغانۍ عواید يې ترې ترلاسه کړي دي.
د ګمرکونو لوی ریاست د سیسټمونو مشر پوهنیار محمد سالم اوریاخېل وايي، هغه موټرونه، چې تازه ورته قانوني اسناد ورکول کېږي د محصول د پروسس کړنلاره يې په لاندې ډول ده.
د پخوانیو ګمرکي او ټرافیکي جریمو څخه معاف کېدل .
له ۱۹۹۰ ماډل څخه تر ۲۰۰۰ ماډل پورې ۶۰ سلنه تخفیف .
له ۲۰۰۰ ماډل څخه تر ۲۰۰۹ ماډل پورې ۵۰ سلنه تخفیف .
له ۲۰۱۰ ماډل څخه تر ۲۰۱۲ ماډل پورې ۲۵ سلنه تخفیف .
له ۲۰۱۳ ماډل څخه بیا تر ۲۰۲۲ ماډل موټرو لپاره هېڅ تخفیف نشته .
پوهنیار محمد سالم اوریاخېل زیاتوي؛ د دې لپاره چې د یو کلي موټرو، د غلا او بیت المال له موټر سره توپیر وشي له اړوندو ادارو سره يې په ګډه کاري ډله رامنځته کړې او په شفاف ډول دغه پروسه پرمخ وړي.
ورته مهال هغه خلک، چې خپل موټرو ته قانوني اسناد اخلي، د دې پروسې له شفاف والي خوښ دي.
د ګمرکونو لوی ریاست زیاتوي، چې د اقتصادي کمېسیون د پرېکړې له مخې د یو کلي موټر خاوندان تر۷۰ ورځو وخت لري، چې خپلو موټرو ته قانوني اسناد واخلي.
د ګمرکونو لوی ریاست د دې بهیر د لا ګړندي توب په موخه د کابل ګمرک ترڅنګ د ننګرهار، مزارشریف، هرات، کندوز، کندهار او تخار په ګمرکونو کې هم ګدې کاري ډلې رامنځته کړي او که اړتیا ولیدل شي د هېواد په نورو ګمرکونو کې به يې هم رامنځته کړي.

