ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1432

د امربالمعروف سرپرست وزیر: شرعي احکام باید پلي شي

د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له علماوو،  ځايي مسولینو او خلکو سره لیدنه کړې.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر سرپرست وزیر په دې لیدنه کې د شریعت پر تطبیق، د اسلامی نظام پر پیاوړتیا او د شر په مخنیوی ټینګار کړی.

د کاپيسا والي ښاغلي حنفي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اسلامي نظام بنسټ او بريا د افغانستان د خلکو د سرښندنو نتيجه بللې او ژمنه يې کړې، چې د دغه ولايت ځايي اداره به د اسلامي نظام د ټينګښت او خلکو ته د خدمت په موخه کار او نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

بله خوا بیا په دې غونډه کې برخه والو علماوو د خلکو په استازیتوب له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او له چارواکو یې وغوښتل چې د خلکو اقتصادي ستونزې هوارې کړي.

بهرنیو چارو وزارت کې “د نړیوالو بشري حقونو قانون او افغانستان” په نوم سیمینار ترسره شو.

د بهرنیو چارو وزارت د بشر حقونو او ښځو نړیوالو چارو ریاست په نوښت او په افغانستان کې د یوناما د بشر د حقونو څانګې په مرسته “د نړیوالو بشري حقونو قانون او افغانستان” تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړولو یو سیمینار ترسره شو.

دې سمینار کې د کورنیو چارو، عدلیې، امربالعروف او نهي عن المنکر، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو، لویې څارنوالۍ، د استخباراتو عمومي ریاست او د زندانونو د تنظیم د چارو عمومي ریاست استازو، چې په خپلو مربوطه ادارو کې د بشر د حقونو موضوعاتو پورې اړوندې چارې پر مخ وړي ګډون کړی و.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي دې سمینار ته په وینا کې ویلي؛ “نننۍ نړۍ د یوه کلي حیثیت لري، غم او ښادي، ستونزې او مشکلات د ټولو شریک دي. د افغانستان د مشکلاتو په حل کې موږ او نړیواله ټولنه ګډ مسولیت لرو. که په افغانستان کې مشکلات وي، نړیوالې ټولنې ته نه ښایې چې د سل سلنې مشکلاتو حل د پنځه سلنه مشکلاتو په حل پورې وتړي. له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه داده چې د بشري مرستو او بشري حقونو موضوعات په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي. دا یو لوی پرمختګ دی چې د بهرنیو چارو وزارت د بشر حقوقو موضوعاتو ته د همغږۍ یوه بین الوزارتي کمیټه جوړه کړې ده تر څو وکولای شو په دې برخه کې پرمختګ وکړو او مشکلات کم کړو. دا ډول سیمینارونه له یوه لوري د پوهاوي او ظرفیت په لوړولو کې خورا ګټور دي او له بلې خوا افغانستان له نړۍ او نړیوالو نهادونو سره نږدې کوي، موږ باید په دې برخه کې ډېر ځوانان وروزو تر څو مو هم ستونزې حل شي او هم د نړیوالې ټولنې له کړنلارو څخه ښه پوهاوي ولرو. “

ښاغلي متقي له یوناما او نورو سازمانونو نه غوښتي، چې د افغانانو ستونزو ته رسیدنه وکړي او د هغوی غږونه نړیوالو ته ورسوي.

د افغانستان وزلوبې لیګ څلورم پړاو سیالۍ د سمنګانو په اتلولي پای ته ورسېدې

د افغانستان وزلوبې لیګ څلورم پړاو سیالیو کې د ۱۲ ولایتونو لوبډلې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې، چې پایلوبه یې د سمنګانو ولایت لوبډلې پخپل نوم ثبت کړه.

په دې پړاو سیالیو کې کندوز بلخ ته او سمنګان نورستان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره ومونده.

نن چهار شنبه کندوز او سمنګان لوبډلو په پایلوبه کې په زړه پورې لوبه وکړه، چې په پایله کې یې دا پړاو سیالۍ د سمنګان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

سمنګان لوبډې ۶ او کندوز ۴ امتیازونه خپل کړل، چې سمنګان یې د دوو امتیازونو په توپیر اتلولي وګټله.

د یادولو وړ ده چې د وزلوبې تر څنګ د نېزه بازۍ سیالۍ هم ترسره شوې چې اتلولي یې پکتیکا پخپل نوم کړه.

د دې لوبو نندارې ته د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو ګڼ شمېر لیدونکي راغلي وو.

د وزلوبې څلورم پړاو لیګ سیالۍ چې یوولس ورځې یې دوام وکړ، له ملي سپورټ تلویزیون او زموږ له ټولنیزو رسنیو په ژوندۍ بڼه خپرېدې.

افغان چارواکو له پاکستانه راغلي پلاوي سره غونډه کړې

د اسلامي امارت د مسولینو او له پاکستانه د راغلیو یو شمېر دیني عالمانو، قومي سپین‌ږیرو او سوداګرو تر منځ غونډه ترسره شوه.

د کندهار ولایت مقام وايي، چې غونډه کې د افغان پلاوي او پاکستاني لورو ترمنځ پر فرضي کرښه د وروستیو تاوتریخوالو په اړه هر اړخیزه بحث او خبرې وشوې.

د یاد مقام په وینا؛ د افغانستان اسلامي امارت پلاوي په دې ناسته کې ویلي، چې دوی تل غواړي د خبرو له لارې ستونزه هواره شي او په وینا یې افغان ځواکونو له خپلې خاورې څخه د دفاع په موخه اقدامات ترسره کړي دي.

د کندهار ولایت مقام زیاته کړې؛ له پاکستان څخه راغلیو علماوو، قومي سپین‌ږیرو او سوداګرو ډاډ ورکړی، چې دوی به دغه خبره له خپل حکومت سره په جدیت سره شریکه کړي.

افغان پلاوي دوی ته پوره ډاډ ورکړی، چې هیڅکله به د افغانستان له طرفه د جګړې د پیل موضوعات رامنځته نه شي.

د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته ګواښ نه ده

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خاوره هېڅ هېواد ته ګواښ نه ده او ټینګار کوي چې دوی اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد ګټه واخیستل شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش تېره ورځ یوې خبري ناسته کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر رعایت او د ټول ګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی او له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، چې د افغانستان په خاوره کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنکړي.

بلخوا اسلامي امارت اوسنی حکومت ټول ګډونه بولي او وایي، چې د ټولو وګړو حقونه خوندي دي او د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې اجازه نه ورکوي څو د افغانستان خاوره یې پر ضد وکارول شي.

شمالي کوریا دوه بالیستیک توغندي توغولي

د سویلي کوریا پوځ اعلان کړی چې شمالي کوریا تېره ورځ دوه بالیستیک توغندي د کوریا ټاپو ختیځ ساحل په لور توغولي.

د سویلي کوریا ستر درستیز ویلي، چې دغه دوه توغندي د ۵۰ دقیقو په ځنډ ددغه هېواد له اسمان څخه تېر شوي.

ورته مهال د جاپان دفاع وزارت هم د پيونګیانګ له لوري د توغندیو ازمایل تائید کړي دي.

په روان کال کې شمالي کوریا د هستوي کوپړۍ وړونکي لویه وچه ویشتونکي توغندي په ګډون زیات شمېر توغندي ازمایلي دي.

د پولیو واکسینو د نوي پړاو پیل؛ نږدې اووه میلیونه ماشومان به واکسین شي

د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین نوی پړاو پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت مسولین وايي، چې په دې پړاو کې به نږدې اووه میلیونه له پینځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

عامې روغتیا وزارت له هېواده د پولیو یا ګوزڼ د جرړو ایستلو په موخه په ۲۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین د تطبیق نوی کمپاین پیل کړ.

روغتیا پالان وايي؛ له پولیو ناروغۍ څخه د یوې پاکې ټولنې رامنځته کولو لپاره اړینه ده، چې هره کورنۍ له پینځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین او په دې برخه کې همکاري وکړي.

له بل لوري یو شمېر ښاریان له ګوزڼ ناروغۍ څخه د ژغورنې یوازینۍ لار د ماشومانو واکسینول بولي.

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا؛ د پولیو واکسین د اوسني کمپاین په عملي کېدو سره به شپږ سراسري او درې فرعي پړاوونه، چې په روان کال کې له مخکې پلان شوي وو، بشپړ شي.

د امو سیند د تخریباتو مخنیوي کمېټې غونډه وکړه

د کرنې او مالداري وزارت کې د یوشمېر نورو ادارو د مسولینو په ګډون د امو سیند د تخریباتو مخنیوي کېمټې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې د امو سیند پر تحکیماتو او د سیند غاړې د کرنیزو ځمکو د تخریب مخنیوي په اړه خبرې وشوې.

دغه‌راز د دې موضوع ارزونې په موخه یو تخنیکي ټیم وټاکل شو، تر څو په اړه یې معلومات راټول او په راتلونکې غونډه کې توحید او پر عملي چارو یې تصمیم ونیول شي.

یاده کمیټه د وزیرانو شورا د پرېکړې پر اساس جوړه شوې، ترڅو دا موضوع په جدي توګه وڅېړل شي او د امو سیند غاړې د ځمکو تخریباتو مخه ونیول شي.

د یادولو وړ ده، چې هرکال د تخار، بلخ، کندوز، جوزجان او فاریاب په ولایتونو کې د امو سیند پر غاړه زرګونه جرېبه ځمکې د سیند د میلان له وجې تخریبېږي.

د اقتصادي کمیسیون غونډه؛ د کمال خان بند اړوند د کانالونو پاتې چارې بشپړیږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه ترسره شوه.

دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د کمال خان بند اړوند د کانالونو پاتې چارې به د ملي پراختیا شرکت له خوا د شوي قرارداد له مخې بشپړیږي او د بند د پاتې چارو له بشپړېدو وروسته به د ځمکو وېش په اړه پرېکړه کیږي. همدارنګه پرېکړه وشوه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دې د اسلامي امارت له لوري یوه رسمي اعلامیه ترتیب کړي او د ملي راډیو تلوېزیون او محلي راډیوګانو له لارې دې ولس ته دا  وضاحت ورکړل شي چې د قوش‌تېپې کانال او نورو کانالونو اړوند د ځمکو د وېش په اړه روانې ګنګوسې حقیقت نه لري او هېڅوک حق نه لري چې د یادو کانالونو اړوند د ځمکو په حساب له چا سره د توزیع معامله وکړي او یا په دې نامه له خلکو څخه پیسې او اسناد راټول کړي.

 که چا د کانالونو د ځمکو د وېش په نامه له ولس څخه پیسې یا اسناد واخیستل، نو د حکومت له خوا به د جدي او قانوني چلند سره مخ کیږي. ورپسې په هېواد کې د ذخیروي بندونو د تخریب او ماتېدلو د مخنیوي، ساتنې او پاملرنې په پار پرېکړه وشوه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت دې له مالیې وزارت سره په ګډه کار وکړي او هغه بندونه دې په ګوته کړي چې بېړني ترمیم ته اړتیا لري او بیا دې د ملي بودیجې له لارې د دې بندونو د ترمیم، ساتنې او څارنې لپاره موضوع د وروستۍ پرېکړې په پار اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د اقتصادي کمیسیون په دې غونډه کې د شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د ورکړې پر څرنګوالي  بحث وشو او پرېکړه وشوه،چې د اقتصادي کمېسیون د ۱۴۴۳هـ.ق کال د رمضان المبارک د ۲۳ مې نېټې د شپږمې مصوبې د فیصلې پر اساس، د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت، مالیې وزارت او د افغانستان بانک له خوا دنورو اړوندو وزارتونو، ادارو او خصوصي سکتور سره په مشوره د خصوصي شرکتونو د تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د استرداد څرنګوالی تایید دی.

د کابینې له تایید وروسته دې د مالیې وزارت او د افغانستان بانک له نورو ارګانونو سره په همکارۍ د یادو تضمیناتو، تامیناتو او طلباتو د ورکړې څرنګوالی د ترتیب شویو موادو مطابق اجرا کړي.

 همدارنګه د هلمند د زمینداور کانال پروژې په اړه خبرې وشوې، پرېکړه وشوه، چې د د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په همغږۍ او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ د اوبو او انرژۍ وزارت، کانونو او پټرولیم وزارت، ملي پراختیا شرکت او چاپېریال ساتنې ملي ادارې یوه ګډه تخنیکي کمېټه دې د زمینداور کانال په اړه  یو ځل بیا څېړنې ترسره کړي او هلته دې د اوبو د زېرمو په پام کې نیولو سره د پروژې د امکان سنجۍ او قېمت ټاکنې په ګډون ترسره شویو مطالعاتو ته له سره کتنه وکړي او د خپلو موندنو راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.

د غونډې په پای کې د هرات په ګمرک او اسلام کلا بندر او همدارنګه د هېواد په نورو ګمرکونو او بندرونو کې له ۲۰۱۰ څخه د ټيټ ماډل موټرو او همدارنګه د ښي لاس هغو موټرو چې تېرې ادارې د پنځو کالو اسناد ورکړي وو، خو وخت یې پوره شوی دی او تېرې ادارې ضبط کړي دي، همداراز هغه موټر چې ترافیکي پېښې یې کړې دي او تېرې ادارې ضبط کړي دي؛ د دغو ټولو موټرو په اړه پرېکړه وشوه، چې د کابینې د ۱۴۴۳ هـ.ق کال د ۲۷مې مصوبې د فیصلې پر اساس، د هېواد په ګمرکونو کې د درول شویو او نورو نامحصول شویو موټرو د محصول کولو او د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه دې د د ترانسپورتي چارو تنظیم کمېسیون له خوا د برابر شوي راپور پر اساس جوړه شوې طرحه تطبیق او عملي شي او اړونده چارې دې د ټاکل شوي پلاوي له خوا تعقیب شي.

هېواد کې معیاري پروسس او بسته بندۍ د صادراتو کچه لوړه کړې

ځینې خصوصي شرکتونه وايي؛ سږ يې اسټرالیا، هالنډ، جرمني، دوبۍ او سعودي عربستان ته د لس میلیونه ډالرو په ارزښت ۳۰۰ ټنه وچه مېوه صادره کړې، چې د پروسس او بسته بندي چارې يې له نړیوالو معیارونو سره سمې  په کور د ننه د افغاني کارکوونکو له لوري ترسره شوې دي.

د دې شرکتونو مسولین هیله مند دي، چې د روان کال ترپایه به لسګونه ټنه نوره وچه مېوه هم صادره کړي.

د ابابیل خصوصي شرکت، چې د اسیا تر څنګ اروپايي مارکیټونو ته له هېواده وچه مېوه صادروي وايي، چې په روان لمریز کال کې يې اسټرالیا، هالند، جرمني، دوبۍ او سعودي عربستان ته د لسو میلیونو ډالرو په ارزښت ۳۰۰ ټنه وچه مېوه صادره کړې.

یاد شرکت یو شمېر مېرمنو ته هم کاري زمینه برابره کړې ده.

وړاندې له دې له افغانستانه صادرېدونکې مېوې د پروسس او بسته بندي په برخه کې ګڼې ستونزې درلودې.

د دې شرکت مسولین وايي، چې اوس يې په کور د ننه د پروسس او بسته بندي چارې د نړيوالو معیارونو سره سم پرمخ وړل کېږي او بیا نړیوال مارکېټ ته صادرېږي او دې چارې په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالی راوستلی دی.

سږ کال له افغانستانه نړیوال مارکیټ ته د څه باندې یو میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات شوي او اسلامي امارت وايي؛ په پلان کې لري چې د کال تر پایه د دوو میلیارده ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي.