د بهرنیو چارو وزارت د بشر حقونو او ښځو نړیوالو چارو ریاست په نوښت او په افغانستان کې د یوناما د بشر د حقونو څانګې په مرسته “د نړیوالو بشري حقونو قانون او افغانستان” تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړولو یو سیمینار ترسره شو.
دې سمینار کې د کورنیو چارو، عدلیې، امربالعروف او نهي عن المنکر، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو، لویې څارنوالۍ، د استخباراتو عمومي ریاست او د زندانونو د تنظیم د چارو عمومي ریاست استازو، چې په خپلو مربوطه ادارو کې د بشر د حقونو موضوعاتو پورې اړوندې چارې پر مخ وړي ګډون کړی و.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي دې سمینار ته په وینا کې ویلي؛ “نننۍ نړۍ د یوه کلي حیثیت لري، غم او ښادي، ستونزې او مشکلات د ټولو شریک دي. د افغانستان د مشکلاتو په حل کې موږ او نړیواله ټولنه ګډ مسولیت لرو. که په افغانستان کې مشکلات وي، نړیوالې ټولنې ته نه ښایې چې د سل سلنې مشکلاتو حل د پنځه سلنه مشکلاتو په حل پورې وتړي. له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه داده چې د بشري مرستو او بشري حقونو موضوعات په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي. دا یو لوی پرمختګ دی چې د بهرنیو چارو وزارت د بشر حقوقو موضوعاتو ته د همغږۍ یوه بین الوزارتي کمیټه جوړه کړې ده تر څو وکولای شو په دې برخه کې پرمختګ وکړو او مشکلات کم کړو. دا ډول سیمینارونه له یوه لوري د پوهاوي او ظرفیت په لوړولو کې خورا ګټور دي او له بلې خوا افغانستان له نړۍ او نړیوالو نهادونو سره نږدې کوي، موږ باید په دې برخه کې ډېر ځوانان وروزو تر څو مو هم ستونزې حل شي او هم د نړیوالې ټولنې له کړنلارو څخه ښه پوهاوي ولرو. “
ښاغلي متقي له یوناما او نورو سازمانونو نه غوښتي، چې د افغانانو ستونزو ته رسیدنه وکړي او د هغوی غږونه نړیوالو ته ورسوي.

