ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1433

کابل کې د ایران سفارت مرستیال: تهران غواړي له افغانستان سره روښانه اقتصادي اړیکې او تعاملات ولري

کابل کې د ایران د سفارت مرستیال حسین مرتضوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

 د ایران مرستیال سفیر په دې لیدنه کې ویلي، چې تهران غواړي له افغانستان سره روښانه اقتصادي اړیکې او تعاملات ولري.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ښاغلي مرتضوي سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د اسیا د زړه حیثت لري نو دلته ثبات، امنیت او اقتصادي وده د ټولې سیمې په ګټه ده.

په دې کتنه کې یو شمېر ایراني دیپلوماتانو او د هغه هېواد د دولتي او خصوصي رسنیو مسوولینو او استازو هم حضور درلود.

د ایران د سفارت مرستیال حسین مرتضوي په افغانستان کې اوسنی وضعیت مثبت یاد کړ او د رسنیو د استازو راتګ موخه یې د افغانستان وضیعت له نږدې څېړل او په مطبوعاتي ډګر کې ورته انعکاس ورکول ښودلی دی.

همداراز د ناستي په وروستۍ برخه کې د ایراني رسنیو استازو څرګنده کړه چې د افغانستان اوسنی وضعیت به په حقیقي ډول انځور او په رسنیو کې مطرح کړي.

ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام پخپل نوم کړ

ارجنټاین د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوټبال نړیوال جام پایلوبه کې فرانسې ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د نړیوال جام اتلولي پخپل نوم کړه.

په دې لوبه کې ارجنټاین فرانسې ته په پنالټي شوټونو کې ۴-۲ ماتې وکړه.

دا لوبه چې له پیل سره سم د ارجنټاین له لوري په بریدونو پیل شوه، په ۲۳مه دقیقه کې لیونل میسي د ارجنټاین لپاره لومړی پنالټي ګول وواهه. وروسته بیا په ۳۶مه دقیقه کې انجیل دیماریا په یوه غوره شوټ دویم ګول ترسره کړ.

فرانسې د لوبې تر ۷۸ دقیقې پورې د ګول وهلو هېڅ موقع ترلاسه نه کړه، خو وروسته کیلین ایمباپي دوه پرله پسې ګولونه ووهل او حالت یې بدل او لوبه یې برابره کړه.

سیالي تر نوي دقیقو پوره مساوي روانه وه، خو په اضافي دېرشو دقیقو کې په یوه نوي لور روانه او خورا په زړه پورې شوه. په ۱۰۸مه دقیقه کې میسي درېیم ګول ترسره کړ او د ارجنټاین مینه‌وال پخپله بریا باوري شول او د خوښۍ نارې یې پیل کړې.

خو دې خوښۍ ډېر دوام ونه کړ او د لوبې په وروستیو دقیقو کې د فرانسې لوبغاړي ایمباپي پنالټي شوټ په ګول بدل کړ.

د لوبې اضافي وخت بیا هم پای ته ورسېد او د پنالټي شوټونو مرحله پیل شوه، چې ارجنټاین پکې څلور او فرانسې دوه ګولونه ووهل او په پایله کې یې ارجنټاین د درېیم ځل لپاره د نړیوال جام اتلولي پخپل نوم کړه.

ارجنټاین له دې وړاندې په ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ زېږدیز کلونو کې د فوټبال نړیوال جامونه ګټلي وو.

د نړیوال جام په دې پایلوبه کې لیونل میسي ۳ او ایمباپي ۴ ګولونه ووهل او ایمباپي د ۸ ګولونو په وهلو سره د دې جام مخکښ ګول وهونکی شو.

د یادولو وړ ده چې د فرانسې لوبډلې په ۲۰۱۸ او ۱۹۸۸ زېږدېز کلونو کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی و.

د دې په زړه پورې سیالۍ نندارې ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون او د دواړو ټیمونو په زرګونو مینه‌وال ورغلي وو.

د کابل په ۱۷مه ناحیه کې ۱۳۰ بستریز روغتون ګټې اخیستنې وسپارل شو

د کابل ښار ۱۷مه ناحیه کې ۱۳۰ بستریز دولتي روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور ویلي، چې کابل ښاروالۍ د دې ښار د شمال زون ښاریانو لپاره د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د یاد روغتون ځمکه د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړې ده.

د کابل د عامې روغتیا ریاست مرستیال عبدالشافي ویلي، چې د دې روغتون له لارې به د دې ښار د شمال زون ښاریانو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې شي او ډاډ یې ورکړی، چې په یاد روغتون کې به پوه او با تجربه ډاکتران په دندو وګمارل شي.

یاد روغتون د کابل ښاروالۍ په ملکیت کې د عامې روغتیا وزارت له لوري په عصري وسایلو سمبال جوړ شوی دی.

سهیل شاهین: افغان دولت د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ تر لاسه کولو لپاره ټول شرایط پوره کړي

د ملګرو ملتونو سازمان د ډسمبر په شپاړسمه په یوې غونډه کې له رایې اچونې پرته هوکړه وکړه، چې د افغانستان ، میانمار او لیبیا لپاره د باور لیکونو ارزونه وځنډول شي او د دې باور لیکونو ارزونه دې په راتلونکي غونډه کې ترسره شي. 

دوحه کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین دغه پریکړه ناعادلانه بللې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کولو لپاره ټول شرایط پوره کړي او دغه څوکۍ باید اوسني حکومت ته وسپارل شي.

له دې سره د نړیوالو اړیکو یو شمیر کارپوهان په ملګرو ملتونو کې اوسني حکومت ته د افغانستان څوکې نه سپارل کېدل د دواړو لورو په زیان بولي او ټینګار کوي، چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره باید دغه څوکۍ د اسلامي امارت په واک کې ورکړل شي

که څه هم اسلامي امارت د یو مسول حکومت په توګه ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ تر لاسه کولو لپاره ټول شرطونه پوره کړي خو بیا هم له نږدې دوه کلونو راهیسې دغه څوکۍ خالي پاتې.

امریکا ته د روسیې خبرداری

که امریکا اوکراین ته د هوايي دفاع پرمختللي توغندي ولېږدوي، مسکو به دا یو پاروونکی اقدام وګڼي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې که امریکا اوکراین ته د پیټریټ په نامه د هوايي دفاع پرمختللي توغندي ولېږدوي، مسکو به دا یو پاروونکی اقدام وګڼي او په وړاندې به یې غبرګون ته اړ شي.

د دې وزارت ویاندې ماریا زخارووا ویلي، چې د مسکو د هوايي بریدونو سره د مبارزې لپاره به د پیټریټ توغندیو لېږد د روسیې په لس میاشتنۍ جګړه کې د امریکا رول نور هم پیاوړی کړي، چې احتمالي عواقب به ولري.

هغې نه دي ویلي چې د روسیې غبرګون به څه وي، خو زیاته کړې یې ده چې واشنګټن باید د مسکو له خبرداري څخه سمه پایله واخلي.

نوموړې زیاته کړې، چې واشنګټن له وړاندې په اغیزناک ډول د جګړې په یوه اړخ بدل شوی دی.

هېواد کې د بندیانو لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

د زندانونو چارو د سمون اداره وايي، چې د کابل په ګډون یې په ۳۳ ولایتونو کې د بندیانو د درملنې لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.

دغه اداره زياتوي، چې د ژمي موسم له رارسېدو سره سم يې د نارينه، ښځينه او ماشومانو زندانيانو لپاره ژمنۍ جامې او نور لومړني توکي چمتو کړي دي.

د یادې ادارې د مسولینو په وینا؛ تېر کال هم د ژمي په موسم کې د زندانیانو لپاره اساسي اسانتیاوې برابرې شوې وې.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر: افغانستان باید د علم، اقتصاد، اتصال او ټرانزیټ په مرکز بدل شي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي “د بهرنیو چارو وزارت يو کلن فعالیتونه او لاسته راوړنې” کتاب د مخکتنې په غونډه کې ويلي، چې هېواد به نور د لویو قدرتونو د مقابلو او سياليو ډګر نه وي، بلکې دلته به ټولې سیالۍ پر ملي ګټو او دوه اړخیزو اړیکو ولاړې وي.

نوموړي زیاته کړې؛ له نړۍ سره به د افغانستان اړیکې پر دوه اړخیزو اړیکو او ملي ګټو ولاړې وي، داسې چې د اسلام دین له اصولو سره په ټکر کې نه وي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر همدارنګه ویلي؛ افغانستان هغه وخت له ستونزو خلاصېدای شي چې په کور دننه اختلافات پای ته ورسېږي او هم له نړۍ سره له ټكره را ووځي.

ښاغلي متقي هېواد کې د داسې سیاست په غوره کولو ټینګار کړی، چې په وسیله یې افغانستان نور د علم، اقتصاد، اتصال او ټرانزېټ په مركز بدل شي.

برېتانیا له ناقانونه کډوالو سره د مبارزې نوې ستراتیژي اعلان کړه

 برېتانیا له ناقانونه کډوالو سره د مبارزې نوې ستراتیژي اعلان کړه.

د رویټرز د راپور پر اساس د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک له ناقانونه کډوالو سره د دې هېواد د مبارزې نوې پینځه میاشتینۍ ستراتیژي پارلمان ته وړاندې کړې.

د سوناک د نوې ستراتیژي پر بنسټ به هغه کسان چې په ناقانونه ډول د برېتانیا خاورې ته ننوځي، نیول کېږي او له ځنډ پرته به خپلو هېوادونو او یا یوه درېیم هېواد ته چې سر یې پکې خوندي وي استول کېږي.

دغه راز د برېتانیا د پولو ساتنې او څارنې لپاره یوه نوې اداره رامنځته کېږي، چې ورغلي کډوال به د هوټلونو پر ځای پارکونو، لیلیو او نظامي کمپونو ته استول کېږي.

د برېتانیا لومړی وزیر وايي، چې د ناقونونه کډوالو د ایستلو لړۍ به له البانیايي کډوالو پیل او په راتلونکو څو میاشتو کې به زرګونه البانیایان له برېتانیا وایستل شي.

ایراني پانګوال په افغانستان کې سل میلیون ډالره پانګونه کوي

ایراني سوداګرو د ریاست لوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د افغان او ایراني سوداګرو د ګډ پلاوي په لیدنه کې ویلي، چې غواړي په افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي .

یاد پلاوي له سیاسي مرستیال سره په خبرو کې ویلي، چې غواړي افغانستان کې د ۱۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت ابتدايي پانګونه وکړي او ګڼې فابریکې فعالې کړي.

یادو پانګوالو زیاته کړې، چې د وخت په تېرېدو سره افغانستان کې خپله پانګونه زیاتوي او له افغاني سوداګرو سره به په ګډه یو ستر شرکت جوړ کړي، چې د دې هېواد د کانونو او صنعت په بیلابیلو برخو کې به کار او فعالیت کوي.

مولوي عبدالکبیر ایراني سودګرو ته ډاډ ورکړی ، چې اسلامي امارت ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته هرکلی وايي او د پانګونې په برخه کې ورته هر ډول اسناتیاوې برابروي .

په همدې حال د افغانستان نړیواله سوداګرۍ خونه وايي؛ د ایراني سوداګرو دا ګام ، چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي د سیمي او نړۍ نورو پانګوالو ته دا په ډاګه کوي، چې  په افغانستان کې د پانګونې لپاره هر ډول زمینه برابره ده .

دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت په ټينګار سره ویلي؛  بهرنۍ تګلاره یې اقتصاد محوره ده او غواړي د سیمې او نړۍ له هېوادنو سره  د ښو سیاسي اړیکو ترڅنګ پراخه اقتصادي او سوداګریزې اړیکې ولري .

د کابینې اوولسمه غونډه؛ د امو سیند د ویجاړېدو مخه باید ونیول شي

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشري د اسلامي امارت د کابینې اوولسمه غونډه ترسره شوه.

. د کابینې په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ، د اوبو او انرژي، طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو، د کانونو او پټرولیم وزارتونو او د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د امو سیند د ویجاړېدو هر اړخیزه څېړنه ترسره او د مخنیوي لپاره یې برابره شوې طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.

په دې  طرحه کې د تخریب شویو او یا تر ګواښ لاندې سیمو په نښه کول، د هغو سیمو په ګوته کول، چې جدي او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري او د را منځته شویو ویجاړیو د بیا  رغونې او په راتلونکې کې د نورو تخریباتو د مخنیوي لپاره د اړینو تدابیرو په پام کې نیول شامل دي.

په یاده طرحه کې د لګښتونو اټکل باید په پام کې نیول شوی وي.

د کابینې په اوولسمه غونډه کې همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده سپارل شوې، چې د کلیو د ملي سروې چارې پیل او هغه کلي، چې تر دې مهاله په مرکزي ډیټابېس کې تر اوسه ثبت شوي نه دي، د اړوندو اصولو له مخې ثبت او راجستر کړي.