د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشري د اسلامي امارت د کابینې اوولسمه غونډه ترسره شوه.
. د کابینې په دې غونډه کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ، د اوبو او انرژي، طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو، د کانونو او پټرولیم وزارتونو او د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په ګډون پلاوي ته دنده سپارل شوې، چې د امو سیند د ویجاړېدو هر اړخیزه څېړنه ترسره او د مخنیوي لپاره یې برابره شوې طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
په دې طرحه کې د تخریب شویو او یا تر ګواښ لاندې سیمو په نښه کول، د هغو سیمو په ګوته کول، چې جدي او عاجلې پاملرنې ته اړتیا لري او د را منځته شویو ویجاړیو د بیا رغونې او په راتلونکې کې د نورو تخریباتو د مخنیوي لپاره د اړینو تدابیرو په پام کې نیول شامل دي.
په یاده طرحه کې د لګښتونو اټکل باید په پام کې نیول شوی وي.
د کابینې په اوولسمه غونډه کې همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده سپارل شوې، چې د کلیو د ملي سروې چارې پیل او هغه کلي، چې تر دې مهاله په مرکزي ډیټابېس کې تر اوسه ثبت شوي نه دي، د اړوندو اصولو له مخې ثبت او راجستر کړي.

