ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام پخپل نوم کړ

ارجنټاین د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د فوټبال نړیوال جام پایلوبه کې فرانسې ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د نړیوال جام اتلولي پخپل نوم کړه.

په دې لوبه کې ارجنټاین فرانسې ته په پنالټي شوټونو کې ۴-۲ ماتې وکړه.

دا لوبه چې له پیل سره سم د ارجنټاین له لوري په بریدونو پیل شوه، په ۲۳مه دقیقه کې لیونل میسي د ارجنټاین لپاره لومړی پنالټي ګول وواهه. وروسته بیا په ۳۶مه دقیقه کې انجیل دیماریا په یوه غوره شوټ دویم ګول ترسره کړ.

فرانسې د لوبې تر ۷۸ دقیقې پورې د ګول وهلو هېڅ موقع ترلاسه نه کړه، خو وروسته کیلین ایمباپي دوه پرله پسې ګولونه ووهل او حالت یې بدل او لوبه یې برابره کړه.

سیالي تر نوي دقیقو پوره مساوي روانه وه، خو په اضافي دېرشو دقیقو کې په یوه نوي لور روانه او خورا په زړه پورې شوه. په ۱۰۸مه دقیقه کې میسي درېیم ګول ترسره کړ او د ارجنټاین مینه‌وال پخپله بریا باوري شول او د خوښۍ نارې یې پیل کړې.

خو دې خوښۍ ډېر دوام ونه کړ او د لوبې په وروستیو دقیقو کې د فرانسې لوبغاړي ایمباپي پنالټي شوټ په ګول بدل کړ.

د لوبې اضافي وخت بیا هم پای ته ورسېد او د پنالټي شوټونو مرحله پیل شوه، چې ارجنټاین پکې څلور او فرانسې دوه ګولونه ووهل او په پایله کې یې ارجنټاین د درېیم ځل لپاره د نړیوال جام اتلولي پخپل نوم کړه.

ارجنټاین له دې وړاندې په ۱۹۷۸ او ۱۹۸۶ زېږدیز کلونو کې د فوټبال نړیوال جامونه ګټلي وو.

د نړیوال جام په دې پایلوبه کې لیونل میسي ۳ او ایمباپي ۴ ګولونه ووهل او ایمباپي د ۸ ګولونو په وهلو سره د دې جام مخکښ ګول وهونکی شو.

د یادولو وړ ده چې د فرانسې لوبډلې په ۲۰۱۸ او ۱۹۸۸ زېږدېز کلونو کې د فوټبال نړیوال جام ګټلی و.

د دې په زړه پورې سیالۍ نندارې ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون او د دواړو ټیمونو په زرګونو مینه‌وال ورغلي وو.