ــ ټول بهرني ښکارکوونکي مکلف دي چې د ښکار په اړه د افغانستان د ګرځندوي قوانین او لایحې، د زراعت وزارت قوانین او د محیط زیست ملي ادارې لارښونې په پام کې ونیسي.
ــ بهرني ښکارکوونکي به یوازې هغه مرغان ښکار کوي چې له سایبریا افغانستان ته راځي او د یوې میاشتي نه تر دوو میاشو دلته وي او د ساړي یا هبره په نامه یادیږي.
ــ بهرني ښکارکوونکي مکلف دي چې د دغو مرغانو د نسل د تکثیر لپاره د هر ولایت په اړونده ښکاري سیمه کې یو فارم جوړ کړي او هر کال معینه اندازه مرغان له روزنې او پالنې وروسته هوا ته خوشي کړي.
ــ بهرني ښکارکوونکي مکلف دي چې د ښکار اړوند ولایت کې به خیریه کارونه لکه د روغتونونو، مکاتبو، مدارسو او کلینیکونو جوړول، همدا ډول له بې وزلو خلکو سره نغدي او غذايي مرستې په خپل وخت ترسره کوي، چې د قرارداد له مخي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د اړوند ولایت د والي او ځینو نور چارواکو د مشترکي کمیټي له لوري چي د والي تر سرپرستي لاندي کارونه په مخ وړي ورته مشخص کېږي.
ــ که کوم ښکارکوونکي په قراردادونو کې کړې ژمنې عملي نه کړي او یا د افغانستان د ګرځندوی، زراعت وزارت او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له قوانینو سرغړونه وکړي قرارداد يې فسخه کېږي.
د روان کال له پیل نه تر اوسه پورې د ځینو هیوادونو له ښکارکوونکو سره د ۴۲ میلونونه ډالر په ارزښت قراردادونه لاس لیک شوي، چې دري برخي به يي یادو ولایتو کي په په عام المنفعه کارونو لګول کېږي او یوه برخه به یې په شفاف ډول د اسلامي امارت مرکزي مالي اداري ته نقلېږي چي هیڅوک غیرې قانوني تصرف نشي پکې کولای. په دې اړوند ټول کړه وړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او اړوندو ادارو په همغږۍ او د اسلامي امارت د عالي مقام او د ریاست الوزراء د محترم مقام د مخامخ هدایت او څار لاندې ترسره کیږي، د تیر نظام په څیر د چارواکو شخصي جیبو ته نه ځي او هيڅوک دې يې په اړه اندېښنه نه کوي.