د افغانستان وزلوبې لیګ څلورم پړاو سیالۍ پیل شوې.
په دې پړاو کې به د ۱۲ ولایتونو لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي او غوره لوبغاړي به یې د منځنۍ اسیا په سیالیو کې برخه واخلي.
دا سیالۍ د ملي ټلویزیون له لوري په ژوندۍ بڼه خپرېږي.
د ملي راډیو ټلویزیون مرستیال مولوي ضیاءالحق حقمل د وزلوبې د پرانیستو په مراسمو کې ویلي؛ هڅه کوو چې محلي لوبو ته وده ورکړو او د هېوادوالو لپاره لازمه تفریح رامنځته کړو.
له بل لوري د المپیک کمېټې او بدنې روزنې رییس د هېواد له سوداګرو غوښتي، چې د هېواد ملي او محلي سیالیو د ودې لپاره په دې برخه پانګونه وکړي.