ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشري د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ شو

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین د حکم پر بنسټ د ملي تدارکاتو کمیسیون جوړ شو.
د دې کمیسیون مشري د ملا عبدالغني برادر اخوند پرغاړه ده او موخه یې د شفافیت تامینول، د موثرو خدمتونو وړاندې کول، تدارکاتي ستونزو ته د حل لارو موندل او تدارکاتي چارو فعالیت او تنظیم ښودل شوی دی.
د یاد کمیسیون غړي د مالیې او اقتصاد وزارت سرپرست وزیران، د چارو ادارې لوی رییس او د اړوند سکتوري وزارتونو سرپرست وزیران دي، چې د روان لمریز کال د قوس میاشتې په ۲۲مه نېټه به خپله لومړنۍ غونډه ترسره کړي.