ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1435

د بې سرپرسته ماشومانو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو

د ازادۍ لاسي صنایعو نندارتون چې کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنرستان ریاست له لوري جوړ شوی او د بې سرپرسته ماشومانو لاسي صنایع پکې نندارې ته اېښودل شوي، پرانیستل شو.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مرستیال د افغاني اصیل فرهنګ ژوندي ساتلو لپاره د دا ډول نندارتونونو جوړول اړین بولي.

د دې وزارت د هنرستان ریاست د بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ موسسې سره په همغږۍ یاد نندارتون جوړ کړی، چې د بې سرپرسته ماشومانو ډېری محصولات نندارې ته پکې وړاندې شوي.

د اطلاعاتو او کلتور ګرځندوى مرستیال ټينګار کوي، چې دغه وزارت هېواد کې د لاسي صنايعو تولیدوونکو ملاتړ ته ژمن دى او ټاکل شوې، چې نګارستان امریت په نوي تشکیل کې ریاست ته پورته کړل شي.

له بل لوري د دې نندارتون جوړوونکي له خلکو غواړي چې د بې سرپرسته ماشومانو د ملاتړ په موخه د دوی لاسي صنايع وپېري.

د یادولو وړ ده، چې تېره پنجشنبه د سوداګرۍ او پانګونې خونې د (امام ابو حنیفه رحمه الله ملي او نړیوال نندارتون) ترنوم لاندې د کورنیو تولیداتو ستر نندارتون جوړ کړی وو، چې تېره پنجشنبې پای ته ورسېد.

د غالۍ اوبدلو کارخونې ښځینه کارکوونکې له مناسب کاري چاپېریاله خوښې دي

د غالۍ اوبدلو کارخونې ښځینه کارکوونکې له مناسب کاري چاپیریاله خوښي څرګندوي او له اړوند بنسټونو غواړي چې میرمنو ته پراخې کاري زمینې او غوره فرصتونه برابر کړي.

د یادې کار خونې مسولین وایي، چې اوسمهال سل میرمنې د غالیو په اوبدلو بوختې دي.

د دې کارخونې ډیری تولید شوې غالۍ ترکیې او پاکستان ته صادرېږي.

له بل لوري د اقتصاد وزارت مسوولین د غالیو د صنعت پر اهمیت ټینګار کوي او وايي، چې د غالیو اوبدلو صنعت د ودې لپاره جدي کار کوي.

د یادولو وړ ده، چې د افغانستان غالۍ د ښه کیفیت له امله د نړۍ په بازارونو کې غوره او تود بازار لري.

مولوي عبدالسلام حنفي د خپل سفر په جریان کې فاریاب ته ورسېد

د رییس‌الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي شمالي زون ته د سفر په جریان کې فاریاب ته رسېدلی.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، چې د دې ولایت ولسونو د مولوي عبدالسلام حنفي پراخ او تود هرکلی کړی دی.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حنفي د جمعې له لمانځه وروسته د میمنې ښار په ستره ولسي غونډه کې، چې سیمه‌ییزو چارواکو، دیني علماوو، د پوهنتون استادانو، سوداګرو، قومي مشرانو او ځوانانو شتون پکې درلود، خبرې کړې دي.

د رییس‌الوزرا اداري مرستیال د اشغال پر وړاندې د جهاد او مقاومت په دواړو دورو کې د فاریاب د ولسونو د مبارزو او سرښندنو یادونه کړې او د دوی قربانۍ یې نه هېرېدونکې بللې دي.

نوموړي د فاریاب خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د اسلامي امارت رهبري ته د خلکو ستونزو ته رسیدل لومړیتوب لري او د دې ولایت د ولسونو ستونزو او اړتیاوو ته به هم پاملرنه وشي.

د امام ابوحنیفه له ملي او نړیوال نندارتون څخه څه باندې 120 زره کسانو لیدنه کړې

د امام ابوحنیفه ملي او نړیوال اووه ورځنی نندارتون چې کابل کې جوړ شوی و، پای ته رسېدلی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې له دې نندارتون څخه له ۱۲۰ زره زیاتو کسانو لیدنه کړې.

دا خونه زیاتوي؛ په دې نندارتون کې سوداګر او پانګوال توانیدلي چې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت خپل تولیدات وپلوري او له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۲۵ میلیونو ډالرو تړونونه ترلاسه کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه په پام کې لري، چې په راتلونکي کې د خوراکي توکو یو بل لوي نندارتون جوړکړي، تر څو هېوادوال په ارزانه بیه خپل د اړتیا وړ توکي وپېري.

له بل لوري یو شمېرصنعتکاران وايي؛ دا نندارتون یو فرصت و، چې د خپلو تولیداتو په اړه د هېوادوالو ترڅنګ سیمې او نړۍ ته هم معلومات ورکړي.

د امام ابوحنیفه په ملي او نړیوال نندارتون کې ۶۰۰ شرکتونو ګډون کړی و، چې ۲۰ يې پاکستاني او ۱۵ يې ایراني و.

ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی: ولادمیر زلینسکي د خپل هېواد د وګړو له ژوند سره لوبې کوي

ملګرو ملتونو کې د روسیې استازی وایي، چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زلینسکي د خپل هېواد د وګړو له ژوند سره لوبې کوي.

ناتالیا کازماز ینسکایا په ملګرو ملتونو کې اعلان کړی، چې ولادمیر زلینسکي پر زاپوریژیا هستوي بټۍ د برید امر کړی او دا کړنه د اوکرایني وګړو او د اروپايانو له ژوند سره لوبې کول دي.

د نوموړې په وینا؛ د اوکرایني پوځیانو له لوري په دوامداره توګه پر زاپوریژیا هستوي بټۍ بریدونه د دې تاسیساتو لپاره اصلي ګواښ دی.

پر اوکراین د روسیې له برید راهیسې په ځلونو پر زاپوریژیا هستوۍ بټۍ بریدونه شوي خو روسیې او اوکراین یو بل تورن کړي دي.

ایران یو لاریون کوونکی اعدام کړی

د ایران سترې محکمې یو لاریون کوونکی چې د پولیس په ټپي کولو او وحشت رامنځته کولو تورن وو اعدام کړی.

د دې هېواد سترې محکمې د یاد کس نوم محسن شکاري یاد کړی او ویلي یې دي، چې تورن د یوه پولیس ټپي کولو، د واټونو تړلو او بې نظمۍ رامنځته کولو له امله په اعدام محکوم شوی و.

دا لومړی لاریون کوونکی و، چې ایران کې د لاریونونو له پیل وروسته اعدامېږي.

ایران داسې مهال د روانو لاریونونو له منځه یوه اعتراض کوونکی اعداموي، چې تر دې وړاندې د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو څو ځله خبرداری ورکړی و، چې د ایران دولت د لاریون کوونکو د اعدام پلان لري.

د کابل نوي والي په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه

د کابل نوي والي مولوي محمد قاسم خالد په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.

د بهرینو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي د نوموړي د معرفي په مراسمو کې په ګمارنو کې پر وړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي ” اوس د دې وخت رارسېدلی چې د هېواد ابادۍ ته منډې راونغاړو او پر خپلو پښو یې ودروو. “

د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري په اسلامي امارت کې د دندو تغیر او ګمارنې یو اصل ګڼلی او ویلي یې دي، چې “د امیر اطاعت د اسلامي امارت په ټولو لورو فرض دی او باید اطاعت یې وشي. “

له بل لوري د کابل نوي والي مولوي محمد قاسم خالد د خپلې معرفي په مراسمو کې د هېواد له علماوو غوښتي، چې د نظام د ټینګښت او پیاوړتیا په برخه کې همکاري وکړي.

مولوي محمد قاسم خالد له دې وړاندې د قومونو او قبایلو چارو وزارت مرستیال و.

د کابینې 16مه غونډه؛ د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو په پاتې قسطونو کې تخفیف ورکول کېږي

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشري د اسلامي امارت د کابینې په ۱۶مه غونډه کې د شیخ زاید ښارګوټي د اپارتمانونو په پاتې قسطونو کې ۱۰ سلنه تخفیف پرېکړه وشوه.
د کابینې په غونډه کې د کابل ښار د شیخ زاید ښار ګوټي اوسېدونکو د غوښتنو د څېړنې په موخه ګمارل شوي پلاوي له لوري وړاندې شوی نظر چې اوسېدونکي یې باید د ۱۴۰۱ مالي کال تر پایه د خپلو اپارتمانونو ۵۰ سلنه قسطونه تحویل کړي۱۰سلنه تخفیف به ورکړل شي.
همدا راز د امارتي ارګانونو ته دنده وسپارل شوه، چې د خپلو اړوندو غیر بودجوي شرکتونو، تصدیو او ادارو د زیاتو لګښتونو د مخنیوي، د عوایدو د ډېرېدو او د اړوندو چارو د ښه والي لپاره هر اړخیزه ارزونه ترسره.
د کابینې دې غونډه کې د ۱۴۰۱ مالي کال د ۲مې ربعې د غیر مالیاتي عوایدو د کسر اړوند د ټاکل شوي پلاوي راپور ګډون والو ته واورول شو.

د چین ولسمشر سعودي عربستان ته سفر کړی

د چین ولسمشر شي جین پینګ نن د درې ورځني سفر په موخه سعودي عربستان ته ورسید. د دغه سفر موخه د نورو موضوعاتو تر څنګ د انرژۍ په اړه د سیمې له مشرانو سره بحث ښودل شوی دی. د سعودي عربستان دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د چین ولسمشر به په دې درې ورځني سفر کې د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان او د دغه هېواد له شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان سره د دوو اړخیزو لیدنو سربېره، د خلیج د همکاریو شورا په غونډ کې هم ګډون وکړي. تمه کیږي چې د تېلو مارکېټونه به د چین او سعودي عربستان د مشرانو ترمنځ د بحثونو مهمه اجندا وي. دا له ۲۰۱۶ کال وروسته سعودي ته د نوموړي لومړنی او د کرونا له وبا وروسته بهر ته د هغه درېیم سفر دی.

ابراهیم رییسي: ایران کې روان لاریونونه د امریکا لخوا پلان شوي دي

ایران کې د لاریونونو پراختیا سره هم مهاله د دغه هېواد ولسمشر ابراهیم ریسي د لاریونونو دوام د امریکا دپلان یوه برخه بللې او په وینا یې موخه یې د سوریې په شان پر یوه ویجاړ هېواد د یران بدلیدل دي.
په داسې حال کې چې د مهسا امیني له وژل کېدو شاوخوا درې میاشتې تېريږي خو د ایران په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه او اعتصابونه روان دي او په ټولنیزو شبکو کې له خپرو شویو ویډیوګانو ښکاري، چې د تهران ښار ډېری هټیوال له دغو اعتراضونو سره یوځای شوي دي.
عینې وخت کې ایراني وګړي وایي، چې دغه هېواد کې د انترنیټ پرې کېدو ستونزه لاهم نه ده هواره شوې او ټولنیزو رسنیو ته لاسرسی خورا ګران دی.