د چین ولسمشر شي جین پینګ نن د درې ورځني سفر په موخه سعودي عربستان ته ورسید. د دغه سفر موخه د نورو موضوعاتو تر څنګ د انرژۍ په اړه د سیمې له مشرانو سره بحث ښودل شوی دی. د سعودي عربستان دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د چین ولسمشر به په دې درې ورځني سفر کې د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان او د دغه هېواد له شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان سره د دوو اړخیزو لیدنو سربېره، د خلیج د همکاریو شورا په غونډ کې هم ګډون وکړي. تمه کیږي چې د تېلو مارکېټونه به د چین او سعودي عربستان د مشرانو ترمنځ د بحثونو مهمه اجندا وي. دا له ۲۰۱۶ کال وروسته سعودي ته د نوموړي لومړنی او د کرونا له وبا وروسته بهر ته د هغه درېیم سفر دی.

