ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1436

هېواد کې د دولسمو ټولګیو له ښځینه‌وو زده‌کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

پوهنې وزارت په ټول هیواد کې د دولسمو ټولګیو له ښځینه‌وو زده‌کوونکو ازموینه واخیسته.

د اسلامي امارت مسولین د ازموینې دغه بهیر روڼ بولي او وايي، چې کانکور ازموینې ته د لار موندلو په موخه یې دغه ازموینه اخسیتې.

د دولسمو ټولګیو ښځینه‌وو زده‌کوونکو څخه د‌ ازموینې اخیستلو، لوړو زده‌کړو ته د نجونو د ورتګ هیلې پراخې کړې.

د دولسمو ټولګیو یو شمیر زده‌کوونکې له دغې ازموینې خوښي څرګندوي او هیله مندې دي، چې لوړو زده‌کړو ته لاره پيداکړي.

فراه ولایت کې پر یوه وژونکي د قصاص الهي حکم تطبیق شو.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وایي، چې د هرات ولایت اوسېدونکي تاجمیر، چې پینځه کاله مخکې یې د فراه ولایت یو اوسېدونکی مطصفی د چاقو په ګوزارونو وژلی و او پر نوموړي د قصاص حکم د درې ګونو محکمو لخوا تایید شوی و،د اسلامي امارت  زعیمامیرالمؤمنین یې د اجرا امر وکړ.

فراه کې په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د سترې محکمې رئیس، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د کابینې ځینو غړو، سیمه‌ییزو مسوولینو او خلکو ګډون کړی وو.

پر افغانستان د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته دا د قصاص لومړنی حکم دی چې تطبیق شو.

د قصاص یاد حکم په داسې حال کې پلي کیږي، چې موده وړاندې د اسلامي امارت زعیم په کندهار کې د هېواد د ټولو ولایتونو له قضایي مسوولینو سره په لیدنه کې هغوي ته لارښوونه کړې وه، چې پر مجرمینو شرعي حدود تطبیق کړي.

بهرنیو چارو وزارت د ښې همغږۍ رامنځته کولو په پار د هند او منځنۍ اسيا هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو د لومړنۍ ناستې هرکلی کړی

بهرنیو چارو وزارت د سيمي د امنيت د خونديتوب په اړه د ښې همغږي رامنځته کولو په پار نوې ډيلي کې د هند او منځنۍ اسيا هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو لومړنۍ ناستې هرکلی او د یادې غونډې د ګډې هوکړې ستاینه کړې.

بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له ټولو هغو غونډو هرکلی کوي، چې د باثباته، سوله‌ييز، يو موټي او خوندي افغانستان څخه ملاتړ څرګند کړي او د افغانستان حاکمیت، یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام او هم په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل ته درناوي وکړي.

بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې اسلامي امارت هېڅ چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته خطر متوجه کړي یا هم د هغوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

بهرنیو چارو وزارت دغه راز د هغه وړاندیز هرکلی کړی، چې له مخې یې د چابهار بندر د نړيوال شمال-سهيل ټرانسپورټي دهلېز په چوکاټ کې شامل شي، او په دې اړه د هر ډول خونديتوب او اړينو اسانتياوو رامنځته کولو ته یې چمتوالی ښودلی.

بهرنیو چارو وزارت د يادي ناستې په اعلاميه کې وېره خپروونکو ته د سرپناه، روزنې، پلان او مالي ملاتړ په موخه د افغانستان د خاوري کارېدلو په تړاو ښودل شوې اندېښنې په اوسنيو شرايطو کې بېځايه ګڼلي.

یاد وزارت دغه راز هيله مندي ښودلې،  د هند-مرکزي اسيا د ملي امنيت سلاکارانو، د امنيت شورا سيکريټرانو راتلونکې دویمې ناستې ته، چې په ۲۰۲۳ زېږديز کال- مې مياشت کې په قزاقستان کې جوړېدونکې ده، افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي ترڅو د افغان حکومت استازي په شتون کې د امنیت، انسانانو او مخدره توکو د قاچاق د مخنيوي، افغان ولس ته د بشري مرستو رسولو او په ځانګړې توګه د بنسټيزو پروژو په ترسره کولو کې اسانتياوې، همکاري او دوه اړخيز ډاډ رامنځته شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان له سفیر سره لیدلي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکاتا سره په سپيدار ماڼۍ کې کتلي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د جاپان سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې اوږدې او تاریخي وبللې. زیاته یې کړه، چې جاپان تل په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی.

هغه زیاته کړې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او هیڅ چاته به اجازه ورنکړي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پرضد وکاروي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د شریعت په رڼاکې ټولو وګړو ته خپل حقونه ورکوي، نړی ته ډاډ ورکوي، چې افغانستا به له تروریستانو او نشه‌یي توکو څخه پاک کړي.

کابل کې د جاپان سفیر تاکاشي اوکاتا ویلي، چې جاپان له افغانستان سره مرستې ته ژمن او د پرمختللي افغانستان غوښتونکی ده.

نوموړي زیاته کړې جاپان له افغانستان سره د کرنې، روغتیا او پوهنې په برخو کې د ۱۰۶،۷میلیون ‌‌‌‌‌‌ډالره مرستې تر څنګ نورو مرستوته دوام ورکوي.

‏ د ملي دفاع وزارت سلګونه عراده وسایط او وسایل ترمیم او فعاله شول

د ملي دفاع وزارت د ٢١٧ عمري قول اردو د تخنیک مدیریت له لورې په لسګونو عرادې مختلف النوع وسایل او وسایط ترمیم او فعال شول.

په دغو وسایطو کې ٦٠ عرادې هاموې ټانګونه،۱۰عرادې ضربتي ټانګونه،٣٥ عرادې انټرنیشنل موټرونه او۱۰عرادې امبولانس موټر شامل دي.

دغه وسايط د سختو جګړو او تېرې ادارې د نه پاملرنې له امله ویجاړ شوي وو، چې  د ٢١٧ عمري قول اردو مسلکي انجنيرانو په هڅو بیا ترمیم او فعال شول.

سپینه ماڼۍ: له روسیې څخه د نفتو د پېرلو هوډ نه لرو

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا متحده ایالتونه له روسیې څخه د نفتو د پېرلو هوډ نه لري.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پير په یوه خبري غونډه کې اعلان کړی، چې واشنګټن نه غواړي خپلې ستراتیژیکې زېرمې د روسي نفتو په پېرلو ډکې کړي.

سره له دې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له روسیې څخه دنفتو پر وارداتو بندیز لګولی، خو دوې ورځې وړاندې واشنګټن او متحدینو یې د مسکو د یوې بوشکې نفتو لپاره ۶۰ ډالره بیه وټاکله.

په مقابل کې د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوی د نفتو د بیې ټاکلو په اړه د واشنګټن او متحدینو په غبرګون کې ویلي وو، چې روسیه به هېڅکله د امریکا او متحدینو له لوري ټاکل شوې بیه ونه مني.

د امام ابو حنیفه له نندارتون څخه په ۶ ورځو کې له ۳۰ زره زیاتو خلکو لیدنه کړې

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په تېرو شپږو ورځو کې د امام ابوحنیفه رح له ملي او  نړیوال نندارتون څخه له ۳۰ زره زیاتو خلکو ليدنه کړې.

د مسولینو په وینا؛ په دې نندارتون کې د ترکیې، پاکستان، ایران او د چین هېوادونو له پانګوالو او سوداګرو سره هوکړې ته رسیدلي، چې د افغانستان او د یادو هېوادونو ترمنځ ګډ نندارتونونه جوړشي .

له بل لوري په نندارتون کې ګډون کوونکي شرکتونه وايي، چې له دې لارې يې زیاته ګټه ترلاسه کړې او هېوادالو د کورنیو تولیداتو تود هرکلی کړی دی.

دغه‌راز توانیدلي چې د کورنیو شرکتونو سربېره د نړیوالو موسسو او پانګوالو سره د پلور او پېر تړونونه لاسلیک کړي .

د امام ابو حنیفه ۷ ورځنی ملي او نړیوال نندارتون تېره پنج‌شنبه د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري پرانستل شو، چې ۶۰۰ کورنیو او بهرنیو کمپنیو او تولیدي کارخونو خپل توکي نندارې ته پکې وړاندې کړي دي.

د يادولو وړه ده، چې دغه نندارتون به نن هم د خلکو پر مخ پرانستی وي.

جاپان له افغانستان سره څه باندې ۱۰۶ میلیونه ډالر مرسته کوي

کابل کې د جاپان سفارت له افغانستان سره د څه باندې ۱۰۶ ميليونه ډالرو د مرستې خبر ورکړی.

ياد سفارت پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي  چې “جاپان د افغانستان سره د ۱۰۶.۷ میلیونه ډالرو مرستې پرېکړه کړې، ترڅو د بشرپاله پروژو د پلی کولو او د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو امکان برابر کړي. موږ هیله لرو چې دا پروژې به د افغانانو د خوښۍ سبب شي.”

سرچينې زياته کړې، چې دا پروژې به د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو سازمانونو او غیرې دولتي موسسو له لوري د ژوند د ښه کولو په موخه پلي کېږي.

افغانستان کې د جاپان سفارت ويلي، چې د ۱۰۶.۷ میلیونه ډالرو مرستې سره به د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره د جاپان مرستی په مجموعي توګه ۳۳۵ میلیونه ډالرو ته ورسېږي.

د هند په کوربتوب د سیمې د هېوادنو ګډه امنیتي او اقتصادي ناسته

هند د افغانستان امنیتي وضعیت او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پراخولو په موخه د سیمې هېوادونو غوڼده بللې وه.
دا غونډه چې د افغانستان د یوشمېر ګاونډيو هېوادونو، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او قرغزستان په ګډون جوړه شوې وه، د افغانستان امنیتي وضعیت سربېره پر سیمه اییز امنیت او له منځنۍ اسیا هېوادونو سره د هند د اقتصادي اړیکو پر غځولو خبرې شوې دي.
اسلامي امارت دې غونډې ته په اشاره وايي، چې اوسمهال افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او اسلامي امارت له ګاونډیو هېوادونو سره مثبتو اړیکو ته ژمن دی.

بل لوري ته د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست هم هند ته رسېدلی او د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر ګډو ګټو ټینګار کړی.
د یادې ناستې یوه مهمه برخه د چابهار بندر له لارې منځنۍ اسیا هېوادونو سره د هند پر اقتصادي اړیکو تمرکز دی، چې د چارو د شنونکو په باور د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ورته ناستې ګټورې دي.

هند کې د افغانستان امنیتي وضعیت په اړه داسې مهال د ګاونډیو هېوادونوغونډه جوړه شوې، چې افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته اسلامي امارت په ځلونو پر نړېوالو سټېجونو افغانستان کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او ټینګار يې کړی، چې له افغانستان څخه به هېڅ کوم هېواد ته ګواښ نه پېښږي.

نورستان کې د ۹۱ کلونو دښمني په دوستي بدله شوه

د سرحدونو،قومونو او قبایلو چارو وزارت د رهبري او نورستان ولايت د ولايتي مسولينو د پرلپسې هڅو او ځايي خلکو په همکاري ددې ولايت کامديش او کوشتوز سيمو د اوسيدونکو تر منځ د اوبو او ځمکو پر سر د رامنځته شوې دښمني چې سلګونه کسان
پکې وژل شوي وو، په سوله او دوستي بدله شوه.
ددغې ۹۱ کلنې خونړۍ دښمنۍ د ختمولو د پرېکړې د اعلانولو په موخه د نورستان ولايت په مرکز کې ستره ولسي غونډه رابلل شوې وه، چې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير ملا نورالله نوري او ورسره مل لوړ رتبه پلاوي پکې ګډون کړی وو.
د منازعې د حل په موخه د ټاکل شوې جرګې مشر ملک سليمان، د نورستان ولايت والي مولوي محمد اغا حکيم او ځينو نورو ويناوالو د سولې او يووالي پر ارزښت خبرې وکړې.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري دې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د ولسونو تر منځ د شخړو او لانجو حلول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي او له نورستاني ولس او ولایتي مسولينو څخه يې ددې سترې دښمنۍ په دوستي بدلولو او شخړې هوارولو کې د همکاريو مننه وکړه.