پوهنې وزارت په ټول هیواد کې د دولسمو ټولګیو له ښځینهوو زدهکوونکو ازموینه واخیسته.
د اسلامي امارت مسولین د ازموینې دغه بهیر روڼ بولي او وايي، چې کانکور ازموینې ته د لار موندلو په موخه یې دغه ازموینه اخسیتې.
د دولسمو ټولګیو ښځینهوو زدهکوونکو څخه د ازموینې اخیستلو، لوړو زدهکړو ته د نجونو د ورتګ هیلې پراخې کړې.
د دولسمو ټولګیو یو شمیر زدهکوونکې له دغې ازموینې خوښي څرګندوي او هیله مندې دي، چې لوړو زدهکړو ته لاره پيداکړي.

