بهرنیو چارو وزارت د سيمي د امنيت د خونديتوب په اړه د ښې همغږي رامنځته کولو په پار نوې ډيلي کې د هند او منځنۍ اسيا هېوادونو د ملي امنيت سلاکارانو لومړنۍ ناستې هرکلی او د یادې غونډې د ګډې هوکړې ستاینه کړې.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې له ټولو هغو غونډو هرکلی کوي، چې د باثباته، سولهييز، يو موټي او خوندي افغانستان څخه ملاتړ څرګند کړي او د افغانستان حاکمیت، یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام او هم په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې اصل ته درناوي وکړي.
بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې اسلامي امارت هېڅ چاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورې سیمې او نړۍ ته خطر متوجه کړي یا هم د هغوی په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
بهرنیو چارو وزارت دغه راز د هغه وړاندیز هرکلی کړی، چې له مخې یې د چابهار بندر د نړيوال شمال-سهيل ټرانسپورټي دهلېز په چوکاټ کې شامل شي، او په دې اړه د هر ډول خونديتوب او اړينو اسانتياوو رامنځته کولو ته یې چمتوالی ښودلی.
بهرنیو چارو وزارت د يادي ناستې په اعلاميه کې وېره خپروونکو ته د سرپناه، روزنې، پلان او مالي ملاتړ په موخه د افغانستان د خاوري کارېدلو په تړاو ښودل شوې اندېښنې په اوسنيو شرايطو کې بېځايه ګڼلي.
یاد وزارت دغه راز هيله مندي ښودلې، د هند-مرکزي اسيا د ملي امنيت سلاکارانو، د امنيت شورا سيکريټرانو راتلونکې دویمې ناستې ته، چې په ۲۰۲۳ زېږديز کال- مې مياشت کې په قزاقستان کې جوړېدونکې ده، افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي ترڅو د افغان حکومت استازي په شتون کې د امنیت، انسانانو او مخدره توکو د قاچاق د مخنيوي، افغان ولس ته د بشري مرستو رسولو او په ځانګړې توګه د بنسټيزو پروژو په ترسره کولو کې اسانتياوې، همکاري او دوه اړخيز ډاډ رامنځته شي.

