قاري محمد فصیح الدین “فطرت” د دیمدیکس (دوحې نړیوال دفاعي نندارتون) په پرانیسته کې ګډون وکړ
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان اسلامي امارت د وسلهوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” چې تیره ورځ د قطر هېواد ته په رسمي سفر تللی وو، نن د دیمدیکس (د دوحې نړیوال دفاعي نندارتون) د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه نندارتون چې د قطر هېواد په دوحه کې هر کال دایریږي د نورو هېوادونو د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز او نور نظامي مسولین پکې ګډون کوي.
د یادونې وړ ده، چې تېر کال په یاد نندارتون کې د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” او د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین “فطرت” هم ګډون کړی وو.
هند له افغانستان سره د سرطان ضد ۱۸ قلمو درملو مرسته وکړه
د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې هند د سرطان ناروغانو د ملاتړ په موخه له افغانستان سره د سرطان ضد ۱۸ قلمو درملو مرسته کړې ده.
د یاد وزارت په وینا، دغه درمل چې ۷۷۶ کارټنه او ۷۵۸۶ کیلوګرامه وزن لري، د هند له لوري د بشردوستانه مرستې په توګه د سرطان ناروغانو د ملاتړ او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه دې وزارت ته وسپارل شول.
همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د هند له دې همکارۍ څخه د مننې تر څنګ، یاده مرسته د سرطان ناروغانو د درملنې لپاره حیاتي وبلله او ټینګار یې وکړ، چې دغه درمل به د تخنیکي او کنټرولي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.
د کابل منډوي د سړکونو د تېږو فرش چارې بشپړې شوې
د کابل ښاروالۍ خبر ورکړی، چې د لومړۍ ناحیې اړوند د پُل باغ له عمومي سیمې څخه تر کابل سیند، د میوند واټ، د چنداول مقابل لوري، د باغبان کوڅې او د شاه دوشمېره تر پله پورې د کابل منډوي د سړکونو د تېږو فرش چارې په معیاري توګه بشپړې شوې دي.
د ښاروالۍ په وینا، دغه پروژه په ټولیزه توګه ۱۳۳۰ متره اوږدوالی او له ۱۰ تر ۱۴ مترو پورې سور لري، چې لښتي او پلې لارې هم پکې شاملې دي. دا مهال یوازې د پروژې د څراغونو د نصب چارې پاتې دي، چې تر بشپړېدو وروسته به په رسمي توګه ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.
د یادونې وړ ده، چې د یادو سړکونو په جوړېدو سره به ښاریانو، په ځانګړې توګه د منډوي هټۍوالو ته د تګ راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي او په سیمه کې به نظم رامنځته شي.
د افغانستان او بنګلهدیش ترمنځ د سوداګرۍ پر پراختیا هوکړه شوې
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد او مل پلاوي د بنګلهدیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال محبوب الرحمن سره لیدنه کړې.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د غونډې په پیل کې د کوربه هیواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن د اسلامي امارت د پلاوي تود هر کلی وکړ او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په اړه یې خوښي څرګنده کړه.
یاد وزارت زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د بانکي اسانتیاوو، افغان توکو ته د ترجیحي تعرفې پر ورکړه، د سوداګریز حجم په زیاتوالي او افغانستان ته د درملو او ټوکرو پر واردولو هر اړخیز بحث وشو.
د دغه وزارت په وینا، همداراز په دې لیدنه کې په کابل او ډاکه کې د ګډو نندارتونونو پر جوړولو، په دواړو هېوداونو کې د سوداګریزې اتشې پر معرفي کولو او د سوداګریزو خنډونو د له منځه وړلو په موخه د ګډې کمېټې په رامنځته کولو هوکړه شوې ده.
په پای کې دواړو خواوو ټینګار وکړ چې د افغانستان او بنګلهدیش ترمنځ شته سوداګریز فرصتونه کولای شي د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا لپاره ښه زمینه برابره کړي.
مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي سفیر سره لیدنه وکړه
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې د جاپان له نوي ټاکل شوي سفیر کینیچي ماساموتو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې، له افغانستان سره د جاپان د مرستو او همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
د جاپان سفیر وویل، چې توکیو د اسلامي امارت د واکمنۍ له پیله تر تېر زیږدیز کال پورې له افغانستان سره په بشري، د کډوالو، بدیل کښت، روغتیا، اوبو رسولو او ځينو نورو برخو کې ۵۵۰ میلیونه ډالر مرسته د ملګرو ملتونو د ادارو لخوا کړې ده.
دغهراز ښاغلي کینیچي ماساموتو له نشه یي توکو سره د مبارزې، اداري فساد او بشپړ امنیت په برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام وړ وبللې او یادونه یې وکړه، چې توکیو له افغانستان سره ګډ کار ته دوام ورکوي او جاپان د افغانانو ارزښتونو ته درناوی لري او د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نه کوي.
نوموړي په کابل کې د جاپان ډیپلوماتیک ماموریت اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې د جاپان حکومت له افغانانو سره د خپلو مرستو پر دوام ۱۹،۵ میلیونه ډالر کڅوړه تصویب کړې، چې د کډوالو په ګډون په ځینو نورو بشري برخو کې به ولګیږي.
مولوي عبدالکبیر د جاپان له بشري مرستو په مننې وویل، چې افغانستان د اقلیمي بدلون او بهرنیو اشغالونو له امله له ستونزو سره مخ دی او اړتیا ده، چې نړۍوال د اړمنو افغانانو لاس نیوی وکړي او په پراختیايي چارو کې برخه واخلي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په موده کې میلیونونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې دوامداره مرستو ته اړتیا لري.
دغهراز ښاغلي وزیر د جاپان په کډون له نړۍوالو څخه وغوښتل، چې راستنو شویو ته د کاري فرصتونو د چمتو کېدو په موخه ټولګټې پروژې پيل کړي.
مولوي سعدالله بلوچ اندونیزیا کې د نبي کریم (ص) د معراج په مناسبت غونډه کې ګډون وکړ
په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سعدالله بلوچ د دې هېواد د ديني چارو وزارت له لوري د معراجالنبي (صلی الله علیه وسلم) په مناسبت جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، دغه غونډه چې د ډیپلوماټانو، لوړپوړو دولتي چارواکو، علمي او ټولنيزو شخصيتونو په ګډون جوړ شوې وه، د لمانځه د ارزښت ترڅنګ پکې پر ټولنيزو اخلاقو، مسووليتمننې او د چاپېريال ساتنې پر پياوړتيا خبرې او ټينګار وشو.
د حاجیانو د لېږد په موخه له اریانا افغان او کامایر هوایي شرکتونو سره تړون لاسلیک شو
ارشاد، حج او اوقافو وزارت د ۱۴۴۷ هـ ق د حج مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د منظم او خوندي لېږد او را لېږد په موخه له اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو سره تړون لاسلیک کړ.
ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، چې د یادو تړونونو له مخې به د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونه ټول حاجیان د هېواد له
څلورو پروازي زونونو (کابل – مزار شریف – کندهار – او هرات) له هوايي ډګرونو څخه د مدینې منورې او جدې نړیوالو هوايي ډګرونو ته د ټاکل شوي مهالویش مطابق انتقالوي او د حج د مناسکو تر اداء کولو وروسته به یې بېرته په منظم ډول همدغو پروازي زونونو ته رالېږدوي.
همدارنګه یاد وزارت زیاته کړې، چې دواړه هوايي شرکتونه مکلف دي چې د تړون د شرایطو سره سم د سعودي عربستان د ملکي هوانوردۍ له ادارې سره په همغږۍ د حاجیانو د لېږد او رالېږد لپاره دقیق او منظم مهالویش ترتیب او تطبیق کړي او د نړیوالو هوايي معیارونو سره سم د الوتکو تخنیکي چمتووالی تامین او د حاجیانو د اسانتیا، خوندیتوب او ارامتیا لپاره اړین خدمات وړاندې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت به د یادو تړونونو د تطبیق، د الوتنو د تنظیم او حاجیانو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو له کیفیت څخه په دوامداره توګه څارنه او نظارت ترسره کوي.
هېواد ته د راستنو شویو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د لارښوونې پر بنسټ، هېواد ته د بېرته راستنو شویو کډوالو لپاره د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر په رسمي ډول د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري له لوري د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې د بغلان په ولایت کې پرانیستل شو او ټاکل شوې، چې دغه بهیر به د هېواد په کچه پلي شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د دې بهیر د عملي پیل او څارنې په موخه بغلان ولایت ته سفر وکړ او د پلخمري ښار په سیلو کې یې د بېرته راستنو شویو کورنیو لپاره د خوراکي غنمو او نغدي مرستو د وېش لړۍ په رسمي ډول پیل کړه.
مولوي عطاءالله عمري د بېرته راستنو شویو کډوالو په غونډه کې وویل، چې د افغانانو کډوالي د څو لسیزو جګړو، فشارونو او ناامنۍ پایله ده او ډېری هېوادوال د دین، عزت او د هېواد د خپلواکۍ د ساتنې لپاره اړ شوي، چې خپلې مېنې پرېږدي.
دغهراز نوموړي ټینګار وکړ، چې هر بېرته راستون شوی افغان د درناوي، ملاتړ او پاملرنې وړ دی.
مولوي عطاالله عمري زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو ستونزو ته رسېدنه یو ملي او شرعي مسولیت بولي او همدې موخې ته په کتو یې وزارتونو او اړوندو ادارو ته ځانګړې دندې سپارلې ده، څو د کډوالو د باعزته راستنېدو او اساسي خدمتونو ته د ښه لاسرسي زمینه برابره شي.
د هغه په وینا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د همدې مسولیت په چوکاټ کې له خپلو شته زېرمو څخه د اړتیا وړ کورنیو ته خوراکي غنم او نغدي مرستې وېشي.
د کرنې وزیر همدارنګه څرګنده کړه، چې دا مرستې یوازې په یوه ولایت پورې محدودې نه دي، بلکې د غنمو او نغدي مرستو د وېش بهیر به ورو ورو د نورو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې هم عملي شي، څو لا زیاتې کورنۍ ترې ګټه واخلي.
دغهراز ښاغلي عمري ډاډ ورکړ چې که اړتیا وي او امکانات برابر وي، په راتلونکي کې به نورې مرستې هم په پام کې ونیول شي.
د دې ناستې په دوام کې، د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د کرنې وزیر او مل پلاوي د سفر هرکلی وکړ او د دې بهیر پیل یې د بېرته راستنو شوو کډوالو د ملاتړ په برخه کې یو مهم ګام وباله.
نوموړي د دولتي ادارو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د اړمنو کورنیو کره پېژندنه او د مرستو شفاف وېش کولی شي د بېرته راستنو شوو کډوالو د ژوند پر وضعیت مثبت او دوامدار اغېز ولري.
د چارواکو په وینا، د دې بهیر له پرانیستې سره به په بغلان ولایت کې ۲ زره او ۲۰۰ بېرته راستنو شوو کډوالو ته د هر بېرته راستن شوي کس لپاره پینځه ۵۰ کیلوګرامه بورۍ غنم او پینځه زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شي.
په همدې حال کې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د غلو دانو د پراختیا رییس مولوي مصباحالدین مستعین هم د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د هغه لارښونې په اړه، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره صادر شوی، خبرې وکړې او ویې ویل، چې له یو شمېر ګاونډیو هېوادونو څخه کډوال په جبري ډول ایستل شوي دي او د افغانستان اسلامي امارت هغوی ته په ډېرې شفقت هرکلی ویلی او لازمې اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د دې غنمو او نغدي پیسو وېش هم د همدغو مرستو دوام دی او دا مرستې به د ټول هېواد مستحقو کډوالو ته ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی څه موده وړاندې په کندهار کې د کډوالو د ستونزو د رسېدنې د عالي کمېسیون له مشرتابه او غړو سره په جلا لیدنه کې لارښوونه کړې وه، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له زېرمو څخه دې د جبري ایستل شویو کورنیو لپاره خوراکي غنم او نغدي مرستې ووېشل شي.
محمد سهیل شاهین او د قطر د بهرنیو چارو د وزیر ځانګړي استازي لیدنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوي
په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د قطر د بهرنیو چارو د وزیر له ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله آل حنزاب سره لیدنه کړې.
قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دې لېدنه کې ، دواړو لوریو د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو په افغانستان کې د پانګې اچونې، د زراعت عصري کولو، سوداګرۍ، سیاحت او د علاقې وړ نورو برخو کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې شوې دي.
همدارنګه په پای کې په یادو برخو کې د همکارۍ په زیاتولو ټینګار شوی دی.









