ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 186

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د جمعې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۱۹هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۱۹هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۹ کورنیو سره ټولې ۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۰تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۳۲۱مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې ۱۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۱۲۰۶تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته دوه عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۲۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۱تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۴تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۹۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۹کورنیو سره ټولې ۲۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۶۱۰خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۲۶عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۴۴۴کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۴۷۷تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۸۹کورنیو سره ټولې پینځه میلیونه او ۷۳۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

دتورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۴۹۰عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.  

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

همدارنګه په تورخم کې د عامه پوهاوي په موخه د لیکنو لړۍ له فرضي کرښې څخه پیل او د راستنېدونکو کډوالو  د لنډمهاله مېشتېدنې کمپ پورې به دوام وکړي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه پلان لري تر څو د عامه پوهاوي لوحې او بینرونه چاپ او په مناسبو ځایونو کې نصب کړي.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۱۹۱‍ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۶۸تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۴۵ زره او ۳۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شـــــوي کډوال:               ۵۰۴کورنۍ او ۲۷۳۷وکړي

لېږدول شـوي کډوال:               ۲۱۱کورنۍ او ۱۱۷۲وکړي

مرسته شوي کډوال:              ۷۲۰کــورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۵۱۸عــــدده

خوست کې نږدې ۱۴۰۰ جریبه ځمکه د اختصاصي محکمې د حکم له مخې امارتي ثابته شوه

د عدلیې وزارت وایي، د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې د خوست ولایت د مرکز په غړومبۍ او مټه‌چینې سیمو کې د دوه زره او ۱۶۱ جریبه ځمکې د اسنادو او مدارکو تر څېړنې وروسته، د ۱۳۹۱.۸۶ جریبه ځمکې پر امارتي‌توب پرېکړه وکړه.

یاد وزارت زیاته کړې، چې یاده شوې ځمکه بلنده‌آبه ده او په درېیو قطعو کې شامله ده چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له دې وړاندې د هغې موضوع په دقیق ډول بررسي کړې او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد قانون د ۱۷ مادې له مخې یې دوسیه رسماً د مرکزي زون د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته سپارلې وه.

یادې اختصاصي محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د معلوماتو اخیستو وروسته پرېکړه وکړه، چې د یادې ځمکې ۱۳۹۱.۸۶ جریبه، امارتي ملکیت دی.

لوګر کې ۲۷ لرغوني سیمې پېژندل شوې دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې د دې وزارت د کلتور او هنر معینیت اړوند د لرغون پېژندنې ریاست مسلکي پلاوي د لوګر ولایت د لرغونو سیمو مسلکي سروې ترسره کړې، چې په پایله کې یې د پل علم ترڅنګ څرخ، برکي‌برک، خروار او ازرې ولسوالیو کې ۲۷ لرغونې سیمې کشف او د لرغونو سیمو په ملي ډیټابیس کې ثبت کړې.

د لرغون پېژندنې ریاست مسولینو ویلي، د لومړنیو څېړنو له مخې دغه سیمې د باختري-یوناني او اسلامي دورو پورې اړه لري، یاد مسلکي پلاوي د دغه سفر په لړ کې له سیمه‌ییزو مسولینو او قومي مخورو سره د دغو لرغونو سیمو د ارزښت او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د لومړۍ ګڼې (د فرهنګي میراثونو د ساتنې او مدیریت) فرمان په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې روغتیايي مرکزونو ته ۲۲۳ متریک ټنه درمل وېشلي

د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم ګبریسوس اعلان کړی، چې دې سازمان د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له میاشتې تر اوسه پورې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې ۱۹۳ روغتیايي مرکزونو ته د اړینو درملو او طبي وسایلو ۲۲۳ متریک ټنه مرسته وېشلې ده.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه درمل به د څه باندې ۲۰۰ زره کسانو لپاره د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو څخه ملاتړ وکړي.

د ایران مذهبي مشر: د ورانکارو پر وړاندې غلي نه پاتې کېږو

ایران کې د پرلپسې لاریونونو پر دوام، د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پرون (جمعه، د مرغومي ۱۹مه) خبرداری ورکړی، چې د ورانکارو پر وړاندې غلي نه پاتې کېږي او د پردیو مزدوري نه شي زغملی.

د ایران مشر په یوه ناسته کې ویلي، چې لاریون کوونکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنو سره سم عمل کوي.

نوموړي زیاته کړې، ایراني چارواکي به راونې ناکرارۍ مدیریت کړي.

همدارنګه خامنه يي له ولسونو د یووالي غوښتنه کړې او زیاته کړې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اشارو دې عمل نه کوي.

نوموړي همدا راز لاریونوالو ته د خبرداري په ډول ویلي، حکومت به نور هغه څوک ونه زغمي چې ملکیتونه ورانوي او د بهرنیانو لپاره د غلامۍ دنده په مخ وړي.

ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي، اسراییل او امریکا په اوسنیو ګډوډیو کې لاس لري او هوډ لري چې سوله‌ییز لاریون په تاوتریخوالي واړوي.

دا مهال د لاریونونو په پراخېدو سره په ټول ایران کې انټرنېټ قطع شوی، هغه موضوع چې پر انټرنېټ د څار سازمان (Net Blocks)تایید کړې.

 د ایران د بشر حقونو سازمان اعلان کړی، چې د دې لاریونونو په پایله کې تر دې دمه څه کم ۴۵ تنه لاریون کوونکي او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او سلګونه تنه ټپیان دي.

 ورته مهال د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په ښارونو کې وضعیت ارام دی.

ایران کې د لاریونونو ۱۴مه ورځ؛ د دې هېواد په ټولو برخو کې انټرنېټ پرې شوی

په ایران کې لاریونونه ۱۴مې ورځې ته غزېدلي او د دې هېواد ډېرو ښارونو ته پراخ شوي.

ایران کې سراسري لاریونونه چې د ډسمبر وروستیو کې د اقتصادي بحران په غبرګون کې پیل شوي ۳۱ولایتونو ته غځېدلي دي.

 ورته مهال د لاریونونو په پراخېدو سره په ټول ایران کې انټرنېټ قطع شوی، هغه موضوع چې پر انټرنېټ د څار سازمان (Net Blocks)تایید کړې.

 د ایران د بشر حقونو سازمان اعلان کړی، چې د دې لاریونونو په پایله کې تر دې دمه څه کم ۴۵ تنه لاریون کوونکي او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او سلګونه تنه ټپیان دي.

 ورته مهال د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په ښارونو کې وضعیت ارام دی.

مولوي عبدالکبیر: دیني مرکزونه یوازې د زده‌کړې ځایونه نه دي، بلکې د اړتیا پر مهال د دین د ساتنې سنګرونه هم دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د جهادي مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

د خوست د جهادي مدرسې د دستاربندۍ په غونډه کې د خوست د چارواکو سربېره، د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخوندزاده، د کورنیو او عامې روغتیا وزارتونو مرستیالانو، د اسلامي امارت ځینو مسوولینو، علمای کرامو، د پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر ولسي خلکو ګډون کړی وو.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د خپلې وینا په پیل کې فاضلانو او د جهادي مدرسې مسوولینو ته، د فراغت مبارکي وویله او په افغانستان کې یې اوسنی بشپړ امن د اسلامي نظام لاسته راوړنه وبلله.

مولوي عبدالکبیر وویل، چې د اسلامي نظام له بریا سره سم په هېواد کې د اقتصاد او سیاست تر څنګ په علمي ډکر کې ګڼ پرمختګونه شوي دي.

 دغه‌رار نوموړي په افغانستان کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې ځینې لوري د اسلامي امارت د انزوا هڅې کوې، خو د اسلامي امارت د منزوي کېدو پر ځای ځینې هېوادونه د انزوا لور ته روان دي او نړۍ پرې بې باوره شوې ده.

 مولوي عبدالکبیر له سیمې او نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې ګټورې او مهمې وبللې او په وینا یې چې افغانستان له ګڼو هېوادونو سره مثبتې اقتصادي او سیاسي اړیکې لري.

همدارنګه نوموړي له افغان کډوالو سره پر ناسم چلند نیوکه وکړه او پر کوربه هېوادونو یې غږ وکړ، چې له کډوالو سره نرم چلند وکړي.

ښاغلي وزیر یادونه وکړه، چې اسلامي امارت په ټولو ولایتونو کې زرګونو اړمنو راستنو شوو کورنیو ته د نقدي او خوراکي توکو د مرستو پلان جوړ کړی او ژر به پلي شي.

مولوي عبدالکبیر په ټولنه کې د مدرسو ارزښت مهم یاد کړ او په وینا یې چې دیني بنسټونو د تعلیم د رسولو تر څنګ د اشغال په ماتولو کې لویه برخه لرله.

نوموړي وویل، چې د ۲۰ کلن جهادي دورې پر مهال مدرسو دا ثابته کړه، چې دغه دیني مرکزونه یوازې د زده‌کړې ځایونه نه دي، بلکې د اړتیا پر مهال د دین د ساتنې سنګرونه هم دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، چې اسلامي امارت د کډوالو عزت، کرامت او خدمت ته ژمن دی او د هغوی د ستونزو د حل او لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي او جدي ګامونه اخلي.