ایران کې د پرلپسې لاریونونو پر دوام، د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پرون (جمعه، د مرغومي ۱۹مه) خبرداری ورکړی، چې د ورانکارو پر وړاندې غلي نه پاتې کېږي او د پردیو مزدوري نه شي زغملی.
د ایران مشر په یوه ناسته کې ویلي، چې لاریون کوونکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له غوښتنو سره سم عمل کوي.
نوموړي زیاته کړې، ایراني چارواکي به راونې ناکرارۍ مدیریت کړي.
همدارنګه خامنه يي له ولسونو د یووالي غوښتنه کړې او زیاته کړې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اشارو دې عمل نه کوي.
نوموړي همدا راز لاریونوالو ته د خبرداري په ډول ویلي، حکومت به نور هغه څوک ونه زغمي چې ملکیتونه ورانوي او د بهرنیانو لپاره د غلامۍ دنده په مخ وړي.
ورته مهال، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي ویلي، اسراییل او امریکا په اوسنیو ګډوډیو کې لاس لري او هوډ لري چې سولهییز لاریون په تاوتریخوالي واړوي.
دا مهال د لاریونونو په پراخېدو سره په ټول ایران کې انټرنېټ قطع شوی، هغه موضوع چې پر انټرنېټ د څار سازمان (Net Blocks)تایید کړې.
د ایران د بشر حقونو سازمان اعلان کړی، چې د دې لاریونونو په پایله کې تر دې دمه څه کم ۴۵ تنه لاریون کوونکي او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او سلګونه تنه ټپیان دي.
ورته مهال د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په ښارونو کې وضعیت ارام دی.

