په ایران کې لاریونونه ۱۴مې ورځې ته غزېدلي او د دې هېواد ډېرو ښارونو ته پراخ شوي.
ایران کې سراسري لاریونونه چې د ډسمبر وروستیو کې د اقتصادي بحران په غبرګون کې پیل شوي ۳۱ولایتونو ته غځېدلي دي.
ورته مهال د لاریونونو په پراخېدو سره په ټول ایران کې انټرنېټ قطع شوی، هغه موضوع چې پر انټرنېټ د څار سازمان (Net Blocks)تایید کړې.
د ایران د بشر حقونو سازمان اعلان کړی، چې د دې لاریونونو په پایله کې تر دې دمه څه کم ۴۵ تنه لاریون کوونکي او ۵ امنیتي ځواکونه وژل شوي او سلګونه تنه ټپیان دي.
ورته مهال د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې د دې هېواد په ښارونو کې وضعیت ارام دی.

