ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 190

روسیې د ایران په ورستیو لاریونونو کې بهرنۍ لاسوهنې غندلې دي

د روسیې د امنیت شورا رییس سرګي شویګو له خپل ایراني سیال علي لاریجاني سره په ټلیفوني خبرو کې د ایران په وروستیو لاریونونو کې بهرنۍ لاسوهنې په کلکه غندلې دي.

 انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د امنیت شورا د رسنیز دفتر په حواله راپور ورکړی، چې په دې خبرو کې سرګي شویګو له ایران سره د روسیې د دوه اړخیزو امنیتي همکاریو د پیاوړتیا اعلان هم کړی دی.

ډاکټر ملا عبدالواسع: د اسلامي امارت مسولین د ولس د اسانتیاوو د پراختیا لپاره دوامدارې هڅې کوي

د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکټر ملا عبدالواسع له علماوو او متنفذینو سره په لیدنه کې د حکومت او خلکو ترمنځ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی. 

نوموړي ویلي، د اسلامي امارت مسولین هېوادوالو لپاره د خدماتو د ښه والي او اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې دوامداره هڅې کوي.

ډاکټر ملا عبدالواسع د خپلو خبرو په پای کې ویلي، دغه اوسنی نظام د افغانانو د بېدرېغه قربانیو او زحمتونو په پایله کې راغلی، چې موږ یې قدرداني کوو، حکومت او ملت په خپلو کې سره همکار دي او یو پر بل اعتماد لري او دغه د همکارۍ او اعتماد روحیه به لاپیاوړې او دوامداره وساتو.

همدرانګه په دې ناسته کې د رياست الوزراء مقام د دفتر عمومي ریاست د سیاسي او ولسي چارو رییس شیخ محمود ذاکري ویلي، اسلامي نظام او ملت د یووالي او لانږدېوالي لپاره خپلې ګټورې مشورې او د ولسونو ستونزې له مقاماتو سره شریکوي.

ورته مهال علماوو او متنفذینو په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت د مسولینو کړنې، خدمات او لاسته راوړنې ستایلي او د برېښنا، کرنې، ښوونې او روزنې او ترانسپورټ په برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې دي.

کابل او نوي ډیلي د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړي

په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت سرپرست مفتي نوراحمد نور د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان د برخې له عمومي مسول انند پرکاش سره لیدنه کړې.

هند کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو، د سوداګرۍ پراختیا، د ویزو د ورکړې او د سوداګرو د ستونزو او هند کې د مېشتو افغان محصلینو په تړاو خبرې شوې دي.

د دې سفارت په وینا، دغه راز دواړو لوریو د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او تعاملاتو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

محمد سهیل شاهین د افغانستان لپاره د المان له شارژدافیر سره لیدنه کړې

په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین په دوحه کې د افغانستان لپاره د المان له شارژدافیر رولف دیتر راینهارد سره لیدنه کړې.

قطر کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې لیدنه کې د روان سیاسي حالت، دوه اړخیزو اړیکو، له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو د ستونزو او بشري مرستو په تړاو خبرې شوې دي.

دغه‌راز د المان شارژدافیر افغانستان ته پر خپل سفر او له نږدې د افغان چارواکو سره د ناستو په تړاو خوښي او هیله‌مندي ښودلې ده.

د ۱۴۰۵ لمریز کال د حج لپاره د نوم‌لیکنې بهیر پیلېږي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۰۵ لمریز کال د حج لپاره د نوم‌لیکنې بهیر راتلونکې چهارشنبه د روان ۱۴۰۴ کال د مرغومي په ۲۴مه به پیل او د سلواغې میاشتې تر څلورمې به دوام ولري.

یاد وزارت له حج کوونکو غوښتي، چې کابل کې د حاجیانو مجتمع او په ولایتونو کې د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو ته مراجعه وکړي.

د یاد وزارت د مسولينو په خبره؛ هغه کسان، چې یو ځل يې فرضي حج ادا کړی وي، سږ کال د نفلي حج ادا کولو په موخه د نوم لیکنې اجازه نه لري؛ نو په همدې اساس يې له دوی غوښتې، چې بيا دې نومليکنه نه کوي.

د ایران په اړه د ټرمپ څرګندونو ته د چین غبرګون؛ تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاس‌وهنې مخالف یو

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند مائو نینګ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې چین تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د لاس‌وهنې مخالف و او د ټولو ملتونو د ملي حاکمیت او امنیت ملاتړ کوي؛ هغه څه چې باید د نړیوالو قوانینو له مخې په بشپړ ډول خوندي وساتل شي.

د چینایي رسنیو د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند له ټولو لوریو غوښتي، چې په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره لا زیات کوښښ وکړي او دغه راز یې هیله ښودلې چې د ایران دولت او خلک وکولای شي روان حالت کنټرول او ملي ثبات وساتي.

چین دغه غبرګون له هغې وروسته ښودلی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي و، د هغه حکومت د ایران پر وړاندې د «ځینو ډېرو پیاوړو انتخابونو» د ارزونې په حال کې دی، چې پکې د احتمالي پوځي اقدام امکان هم شامل دی.