د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۷/۲۱هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۱۰/۲۱هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸ کورنیو سره ټولې۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۴۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۳تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۶۳۱مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱کورنۍ سره ټولې۸۰۰۰افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۳۸۹تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱عدد سیمکارت، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۴تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۲تنه و، مختلفو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۳۵ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۷کورنیو سره ټولې۳۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۶۷۰خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۴عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۶۰کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۱۴۳۱تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۶۳کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۸۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۰۴عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
همدارنګه په تورخم کې د عامه پوهاوي په موخه د لیکنو لړۍ هم جریان لري.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۷۷تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۵۴۴ زره او ۲۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د کډوالو د دایمي مېشتیدنې او ځمکو وېش کمېټه
د هېواد په بېلا بیلو ولایتونو کې جبري راستنو شویو کډوالو ته د کډوالو په ښارګوتو کې د دایمي مېشتېدنې په موخه د ځمکو نمرو د وېش لړۍ جریان لري:
۱- ننګرهار ولایت د بهسود خانکي ښارګوټي کې ۶۵ کورنیو، چې تر دې مهاله، په ټوله کې ۱۰۲ کورنيو ته د ځمکو نمرې وېشل شوي دي.
۲- لغمان ولایت د باباصاحب ښارګوټي کې ۳۹ کورنیو، چې تر دې مهاله، په ټوله کې ۶۳۷ کورنيو ته ځمکو نمرې وېشل شوي دي
۳- کونړ ولایت د کډوالو ښارګوټي کې تر دې مهاله ۴۰ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوي دي.
۴- بامیانو ولایت کې تر دې مهاله ۱۱۴ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
۵- کندهار ولايت د ژېړۍ ولسوالۍ کې تر دې مهاله ٤٥٠ کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
۶- بلخ ولایت کې ۳۱۳ کورنیو ته، تر دې مهاله، د ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
۷- کندز ولایت د خواجه کفتر په ښارګوټي کې ۲۰ کورنیو، چې تر دې مهاله، په ټوله کې ۶۰۰ کورنيو ته د ځمکو نمرې وېشل شوي دي.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: ۳۴۸کورنۍ او ۱۸۱۶وګړي
لېږدول شـوي کډوال: ۱۴۰کورنۍ او ۷۲۹وګړي
مرسته شوي کډوال: ۵۰۹کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۳۹عــــدده
تر دې مهاله وېشل شوې د ځمکې نمرې: ۲۲۵۶ کورنیو ته
د ایران د بهرنیو چارو وزیر: لاریونونه سولهییز و؛ خو ترهرګریزو وسلهوالو ګروپونو یې لوری بدل کړ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په ایران کې له مېشت بهرنیو سفیرانو او ډیپلوماټانو سره په لیدنه کې ویلي، لاریونونه ارام وو؛ خو وسلوال تروریستي ګروپونه د لاریون کوونکو لیکو ته ننوتل او د لاریونونو لوری یې بدل کړ.
نوموړي ویلي: «موږ د ایران په امنیتي ځواکونو د ډزو اسناد او ثبوتونه لرو چې د قربانیانو شمېر ورسره زیات شو؛ هغه څه چې ټرمپ غوښتل»
د عراقچي په خبره، داسې غږونه هم ثبت شوي، چې پکې ویل کیږي؛ پر هر چا کولای شئ ډزې وکړئ، په ملکي وګړو هم کولای شئ ډزې وکړئ.
مولوي قدرتالله جمال: د زابل تاریخي سیمو ته به ځانګړې پاملرنه وشي
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال زابل ولایت ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د یو شمېر تاریخي او سیاحتي سیمو د بیا رغونې ژمنه کړې ده.
مولوي قدرتالله جمال ویلي، چې د تاریخي ابداتو ساتنه د هېواد د کلتوري هویت د خوندي کولو مهمه برخه ده.
نوموړي د خپل سفر په ترڅ کې لومړی د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسولینو، د ولایت له مرستیال والي او د کلات له تاریخي بالاحصار څخه لیدنه وکړه او د تاریخي ابداتو وضعیت یې له نږدې وڅېړه.
ښاغلي جمال ویلي، چې جنوبي زون ولایتونو ته یې سفر د دې لپاره پیل کړی، تر څو په دغو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو چارې، ستونزې او لاسته راوړنې له نږدې وارزوي.
د نوموړي په وینا، د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ولایت په کچه له مهمو او کلیدي ادارو څخه دی، چې د ولس او حکومت ترمنځ د اړیکو په ټینګښت کې مهم رول لري.
همداراز ښاغلي جمال زیاته کړې، چې د زابل د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د کلات بالاحصار، شاهعالم خان کلا، د محمد هوتک مقبره، د غشي منار، بولان بابا غره او د یو شمېر نورو تاریخي سیمو د ترمیم، ساتنې او سیاحتي پراختیا غوښتنه شوې ده.
مولوي قدرتالله جمال ویلي، د وزارت د بودیجې او پلان له مخې به د یادو تاریخي سیمو د بیا رغونې لپاره ځانګړې بودیجه په پام کې ونیول شي.
همدارنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال د زابل ولایت له مرستیال والي مولوي سیدالرحمن حافظ سره هم لیدنه کړې ده.
ښاغلي جمال له نوموړي غوښتي، چې د تاریخي ابداتو، فرهنګي میراثونو او سیاحتي سیمو د ساتنې او رغونې په برخه کې له اړوندو ادارو سره همکاري زیاته کړي.
د یادونې وړ ده، چې داطلاعاتو او کلتور وزارت ګرځندوي، مالي او اداري چارو مرستیال د خپل سفر پر مهال د کلات بالاحصار او د زابل د یو شمېر نورو تاریخي سیمو څخه هم له نږدې لیدنه کړې ده.
له اندونیزیایي لوري سره د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو خبرې شوې دي
په اندونیزیا کې د افغانستان سرپرست سفیر مولوي سعد الله بلوچ د اندونیزیا هېواد د قونسلي چارو، جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو رییس سره لیدنه وکړه.
په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان زندانیانو پر وضعیت، د افغان کډوالو او سوداګرو پر ستونزو او د قونسلي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.
دغهراز دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، او د قانون په چوکاټ کې د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.
د شهیدانو او معلولينو وارثینو ته د برېښنايي پېژندپاڼو ځانګړې وېش څانګه کې روان کال درې زره برېښنایي پېژندپاڼې وېشل شوي
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې د برېښنایي پېژندپاڼو ځانګړې وېش څانګې د روان کال له پیل تر اوسه درې زرو معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته الکترونیکي پېژندپاڼې وېشلې دي.
د معلولینو او شهیدانو وارثینو د برېښنایي پېژندپاڼو ځانګړې وېش څانګې مسول حامد هوشنګ وايي، چې دې څانګې ته په ورځني ډول تر ۴۰ غوښتونکو مراجعه کوي او د نویو پېژندپاڼو پر وېش سربېره پکې تر وېش خدمتونو برخې اړوند د زېږون او ودونو ثبت خدمتونه هم وړاندې کېږي.
ښاغلی هوشنګ زیاتوي، چې دا څانګه معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته د لا زیاتو اسانتیاوو په موخه د دې وزارت په انګړ کې رامنځته شوې چې غوښتونکو ته پکې د برېښنایي پېژندپاڼو د فورمونو ډکولو په موخه ځانګړې شعبه هم فعاله ده.
ځینې معلولین او د شهیدانو وارثین چې د برېښنایي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو په موخه دې وېش څانګې ته راغلي د خدمتونو له وړاندې کولو او د دې څانګې له شتون خوښي ښيي.
په دې وېش څانګه کې د برېښنایي پېژندپاڼې غوښتونکي وايي، په دې وېش څانګه کې د معلولینو او د شهیدانو کورنیو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او خوښ دي چې په کم وخت کې له سرګردانۍ او وخت ضایعکېدو پرته برېښنایي پېژندپانې اخلي.
مولوي عبدالکبیر: افغانان په هېواد کې د دین دښمنان نه شي زغملی
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د خوست په شمل دوه منده ولسوالۍ په مقام کې د لویې پکتیا د ځدراڼو له قومي مخورو او علماوو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د خوست، پکتیا او پکتیکا د اتو ولسوالیو د ګڼ شمېر ځدراڼو قومي مخورو او علماوو تر څنګ د خوست د جهادي مدرسې مهتمم شیخ افضل حسین هم ګډون کړی و.
یادو مشرانو د کډوالو چارو د وزیر په ورتګ خوښي څرګنده کړې او د اسلامي امارت دا ډول هڅې یې د ولسونو د ستونزو په حل کې مهمې بللې دي.
د ناستې پر دوام دغو مشرانو او علماوو د خپلو وړاندېزونو شریکولو پر مهال له اسلامي امارت څخه، اړمنو ته د مرستې غوښتنه کړې ده.
مولوي عبدالکبیر د لویې پکتیا د قومونو له همکاریو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د تېرو پینځو لسیزو د ناخوالو ګالل د اسلامي نظام ټېنګښت او اشغال ختمولو په موخه و او افغانان په هېواد کې د دین دښمن نه شي زغملي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت له بریا وروسته په افغانستان کې په نیکو کارونو کې سیالي کیږي او ناخوالې پای ته رسیدلې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د هېواد د تاریخ روښانه پېر جهادي بریاوې او د ولس یووالی دی او دغهراز یې یادو علماوو او مشرانو ته یې په خطاب کې څرګنده کړې، چې د اړتیا په صورت کې د جهاد سنګرونه اباد وساتئ.
نوموړي د خلکو ستونزو ته په اشارې سره زیاته کړې، چې اسلامي امارت یې د حل هڅې کوي او د خلکو پرمخ د شکایت او وړاندېز دروازې پرانیستې دي.
د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې په اړوندو چارو کې د نه لاسوهنې په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حكم
لومړۍ ماده:
د ۱۴۴۴/۲/۲۹هـ ق نېټې د (۱۸۹) ګڼه فرمان د درېيمې مادې د حکم پر اساس، امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته رسېدنه د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شویو ځمکو قضيو ته د رسېدنې د اختصاصي محکمې د واک په حوزه کې ده، نورې امارتي ادارې نه شي کولای، یادو قضيو ته رسېدنه وکړي.
دوه یمه ماده:
(۱) که چېري څوک د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب شویو ځمکو د استرداد د کمېسیون او په مرکز او ولايتونو کې د غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبيت تخنيكي هيئتونو څخه شکایت لري، کولای شي خپل شکایت په ليکلي ډول د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته د بررسۍ او حل لپاره وړاندې کړي.
(۲) وزارتونه او نور امارتي ادارې نه شي کولای د دې مادې په (۱) فقره کې د درج شوي کمېسيون او کمېټې په هکله شکایتونه واخلي او يا استعلام ورڅخه وکړي.
در ېیمه ماده:
دغه حکم د صادرېدو له نېټې څخه نافذ دی.
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د پورته حکم له مخې، د امارتي، عامه مرعی او وقفي غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسېدنې یوازینۍ مرجع، د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمه ده.
همدارنګه یاده اختصاصي محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د استرداد کمېسيون او د اړوندو ولايتي تخنيکي هيئتونو پر وړاندې د شکايتونو ترلاسه کولو صلاحیت لری.
له دې وروسته هېڅ وزارت او يا بله امارتي اداره نه شي کولای له کمیسیون او د اړوندو تخنیکی هیئتونو څخه شکايتونه تر لاسه کړي او يا له هغوی څخه استعلام وکړي. که د دغه حکم له صادرېدو وروسته وزارتونه او امارتي ادارې دا ډول شکايتونه تر لاسه کړي، معذور به ونه ګڼل شي.
هېوادوال دې خبر وي، که د کمېسيون او يا اړوندو ولايتي تخنيکي هيئتونو د فعاليتونو په اړه شکايت ولري، نو د امارتي، عامه مرعى او وقفي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمې ته دې مراجعه وکړي او خپل شکايت دې په ليکل شوي ډول درج کړي.
د امارتي غصب شويو ځمکو قضیو ته د رسېدنې اختصاصي محکمه د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمېسيون په چوکاټ کې د غصب شويو ځمکو قضيو ته د رسېدنې په موخه کار کوي او په کابل، بلخ، هرات او کندهار زونونو کې فعاليت لري چې د يادو ولايتونو او د هغو ګاونډيو ولايتونو اړوندو قضيو ته رسېدنه کوي.
ياده محکمه دنده لري چې د امارتي غصب شويو ځمکو اړوند هغه شخړې چې د کمېسيون له لوري ورته محول کېږي، په هر اړخيز ډول بررسي او په اړه یې شرعي پرېکړه صادره کړي.







