ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 215

تېره میاشت کې څه‌باندې ۱۲زره د زېږون کارتونه وېشل شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په لېندۍ میاشت کې د ټول هېواد په کچه ۱۲زره او ۱۳۷ کسانو ته زېږون‌کارتونه وېشلي، چې اووه زره او ۶۶۷ یې د لویانو او څلور زره او ۴۷۰ یې د ماشومانو دي.

ارقام ښيي چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې تر ټولو زیات زېږون کارتونه (اووه زره او ۴۱۹) کابل کې وېشل شوي او تر کابل وروسته، خوست د یو زر او ۳۹۰، بلخ د ۸۶۰، ننګرهار د ۸۳۴ او هرات د ۲۷۶ زېږون کارتونو په وېشلو د جدول په ورپسې کرښو کې راځي.

 له بل لوري ارقام څرګندوي چې شپږ زره او ۹۶۴ زېږون کارتونه د مرکز کابل او په ولایتونو کې د اسان خدمت مرکزونو له لارې وېشل شوي او پاتې ۵ زره او ۱۷۳ نور یې په مرکز کې د ژوند پېښو د ثبت آمریت او د ولایتي ریاستونو د حیاتي احصاییو برخو له‌خوا وېشل شوي دي.

همدارنګه د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال لېندۍ میاشت کې د ټول هېواد په کچه دوه زره او ۱۹۴ کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشلې، چې تر ټولو زیاتې هغه یې په کابل، کندهار، کندوز، خوست، جوزجان او پکتیا ولایتونو کې دي.

اسلامي امارت د اسرائيلي رژیم له‌خوا د «سومالیا لېنډ» رسمیت پېژندنه په کلکو ټکو غندي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسرائيلي رژیم له لوري له سوماليا فدرالي جمهوريت څخه د «سومالیا لېنډ» نومې سیمې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندل په کلکو ټکو غندي.

د یاد وزارت په وینا، دغه اقدام د يوه اسلامي هېواد د وېشلو هڅه ده، د نړیوالو قوانينو او د سومالیا د اسلامي هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی، چې د سيمې د سولې او ثبات لپاره منفي پايلې لري.

یاد وزارت زیاته کړې، دغه دول اقدامات هېڅ ډول مشروعيت او قانوني حيثيت نه لري.

د یادونې وړ ده، چې سومالیا لېنډ ۱۹۹۱ کال کې په یو اړخیز ډول د خپلواکۍ اعلان وکړ؛ مګر تراوسه د نړیوالې ټولنې له لوري د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت نه دی پېژندل شوی.

کندهار څخه په لومړي ځل شل ټنه انار قطر هېواد ته صادر شول

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چي د سوداګرۍ او پانګوني خوني په همغږۍ او د يو خصوصي شرکت په مالي همکارۍ د لومړي ځل لپاره قطر ته د ۲۰ ټنه تازه انارو د صادرولو لړۍ پیل شوه.

د یادونې وړ ده، چې سږ کال په کندهار کې د ١٥ زره هکټاره ځمکې څخه ٢٧٤ زره ټنه د انارو حاصلات تر لاسه شوي، چې شاوخوا ۲۲ زره او ۵۰۰ ټنه يې بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د کابل په میربچه کوټ کې د درملو صعنتي پارک لپاره څه‌باندې ۱۱ سوه جریبه ځمکه ځانګړې شوه

د کابل ولایت مقام د رسنیو دفتر وایي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه په لارښوونه د دې ولایت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د اراضي ریاست اړوند یو زر او ۱۱۶ جریبه ځمکه د درملو د تولید معیاري صنعتي پارک د جوړولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ته وسپارل شوه.

د کابل والي ملا امین‌الله عبید د دغې ځمکې د خط‌اچونې، لېږد او سپارلو بهیر د لیدنې او ارزونې په موخه میربچه‌کوټ ولسوالۍ ته سفر کړی دی.

د کابل والي د دې بهیر د ارزونې پر مهال ویلي، چې د دغه ډول پروژو پلي کول به د هېواد په اقتصادي وده، صنعت پراختیا او د روغتیایي خدمتونو ښه‌والي کې ارزښتناک رول ولوبوي.

د پکتيا ولايت په میرزکې ولسوالۍ کې د شپږو کورنيو ترمنځ ۶۰ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

د پکتيا ولايت د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د حل منازعات (د قومي شخړو د لمنځه وړلو) کميټې، د ميرزکې ولسوالۍ ځايي مسولينو، علماء کرامو او قومي مخورو په هڅو د پکتيا ولايت په میرزکې ولسوالۍ کې د شپږو  کورنيو تر منځ نږدې ۶۰ کلنه دښمني په دوستۍ او ورورلۍ بدله شوه.

په دې اړه د ميرزکې ولسوالۍ په انګړ کې پراخه غونډه جوړه شوې وه، چې د پکتيا والي ملا مهرالله حماد،‌ د کورنيو چارو وزارت مالي او اداري ریيس دولت ميرکاکا احمد خليل حقاني، د ميرزکې او بيلابيلو ولسواليو مسولينو، علماء کرامو او قومي مخورو پکې ګډون کړی وو.

په غونډه کې د پکتيا والي ملا مهرالله حماد وويل؛ دا د شکر ځای دی، چې د اسلامي نظام تر  چتر لاندې د څو کورنيو تر منځ شخړه د تل لپاره په دوستي بدلېږي او په دې برخه کې يې د  يادې کميټې د مسولينو، علماء کرامو او قومي مخورو د هڅو ستاينه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، دا د اسلامي نظام ځانګړنه ده، چې ولسونه د اسلامي نظام تر چتر لاندې یووالي ته را بولي، پخوانۍ شخړې حل کوي او د ولسونو ترمنځ د یوالي او اتحاد د پياوړتيا هڅې وکړي، نو بايد ولسونه او مسولين د اسلامي نظام شکر ادا کړي او د خير ښيګڼې په کارونو کې له مسولينو سره اوږه په اوږه ودرېږي.

د ښاغلي حماد په وینا، د ولسونو خدمت د مسولینو فريضه ده، شپه او ورځ به د ولسونو د هوساينې لپاره کار کوو.

همدرانګه غونډه کې قومي مخورو خوښي وښوده، چې مسولين د ولسونو د اتحاد او اتفاق هڅې کوي او ډاډ يې ورکړ، چې خپل منځي اتحاد به غښتلی ساتي او له مسولينو سره به همکاري کوي.

دغه راز په ياده غونډه کې د پکتيا ولايت د قومونو او قبایلو ریيس او د حل منازعات کميټې مسول مفتي نصيراحمد تايب د يادې کميټې پر فعاليتونو خبرې وکړې او ویې ویل، د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته تر دې دمه پکتيا کې ۵۶ لویې او کوچنۍ  قومي شخړې حل شوې او نورې هم تر جريان لاندې دي، چې نږدې وخت کې به حل او فصل شي.

کاناډا له اوکراین سره ۲.۵ میلیارد ډالر مرسته کوي

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني ویلي، چې هېواد یې له اوکراین سره ۲.۵ میلیارد ډالر مرسته کوي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دغه مرسته د نړیوال وجهي صندوق (IMF) مالي سرچینو ته د اوکراین د لاسرسي د پراختیا په موخه کېږي.

ایراني شرکتونو په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري د ایران له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د ایران سفیر په افغانستان کې بشپړ امنیت او بډایه کاني زېرمې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یوه ښه فرصت بللی او دغه راز یې د اوسپنې او نفتو کانونو په برخه کې د ایراني شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا په اړه خبرې کړې دي.

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایراني شرکتونو له لوري د کانونو په برخه کې د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د اړینو همکاریو ژمنه یې ورسره کړې ده.