ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 239

عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه ﷲ تعالی د فقهي مجالسو د علماوو لپاره په جوړ شوي سیمینار کې ګډون او وینا وکړه

عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه ﷲ تعالی په کندهار کې د افغانستان د ټولو ولایتونو د فقهي مجالسو د مسوولینو، غړو او علماوو لپاره په جوړ شوي دوه ورځني روزنیز سیمینار کې چې د فقهي مجالسو عمومي رییس، د مرکزي دارالافتاء لوی رییس، د جهادي مدارسو لوی رییس یو شمېر نورو مسوولینو او علماء کرامو هم برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمینار ګډونوالو ته اړین هدایات او مهمې لارښوونې وکړې، د ټولو راغلو علماءکرامو د خدمتونو ستاینه یې وکړه او د سیمینار ګډونوالو ته یې د فقهي مجالسو د اهمیت او ارزښت په اړه د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې تفصیلي وینا وکړه او ویې ویل، رسول الله صلی علیه وسلم فرمایلي دي، چې الله جل جلاله چاته د خیر اراده وکړي، نو هغه ته په دین کې فقاهت ورکړي، په ټولو علومو کې بهترین علم د فقهي علم دی ځکه فقه د ﷲ تعالی د کتاب او د رسول ﷲ (ص) د سنتو خلاصه ده چې حلال او حرام پرې پیژندل کیږي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د فقیه عالم په اړه وویل: فقیه هغه څوک دی، چې په فرعي احکامو علم ولري، په حلال او حرام، په فرض او واجباتو، په مکروهاتو او مکروه تنزهي او په اعتقادیه احکامو علم ولري.

نوموړي زیاته کړه، د فقهې علماء د ﷲ جل جلاله او رسول ﷲ (ص) په نزد پر نورو خلکو امتیاز لري او په خلکو کې یې د خیر خلک یاد کړي دي، ﷲ تعالی یې درجه لوړه کړې ده او فقهاء یې د مسلمانانو د خیر لپاره انتخاب کړي دي، ځکه دوی حلال او حرام او ښه او بد پیژني او خلکو ته یې نفع رسیږي او د خلکو مشکلات حل کوي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه ﷲ تعالی د فقهي مجلسونو په اړه وویل: د علم د افادې او استفادې لپاره تګ کول جهاد فی سبیل ﷲ دی او فقې علماء د ﷲ جل جلاله د دین د اعلا لپاره تګ او راتګ کوي او مجلسونه کوي.

نوموړي زیاته کړه، چې په فقهي مجلسو کې د حق اظهار کیږي، مسائل پکې روښانه کیږي او تحقیق پکې کیږي، افاده او استفاده پکې کیږي د علماوو ترمنځ مینه او محبت پیداکیږي.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، ﷲ جل جلاله علماوو ته د انبیاوو علیهم السلام وراثت سپارلی دی، چې دوی به علم زده کوي او د خلکو رهنمايي به په اخلاقو، علم او ادب کې کوي، اوس د خلکو رهنمايي او هدایت د علماوو پر غاړه ده؛ دا د علماوو مسوولیت دی چې خلکو ته به د شریعت په رڼا کې لار ښيي، ځکه دوی د ﷲ جل جلاله لخوا مسؤل بلل سوي دي، چې دوی به خلکو ته هدایت کوي او لار به ورته ښيي اوس علماء کرامو ته د ښه خدمت زمینه برابره ده، حلالو ته حلال او حرامو ته حرام ویلای شي، نو علم زده کړئ، خلکو ته یې ورسوئ او په خلکو کې علم عام کړئ.

اوس د دین د کامیابه کیدو مسوولیت د علماوو پر غاړه دی او دا د دوی مسوولیت دی چې خلک په دین پوه کړي.

جناب عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې وویل: یو د بل سره مخالفت ونه کړئ، د خلکو په منځ کې د اختلافاتو په ختمولو کې کوښښ وکړئ، د دنیا طمع مه کوئ، حق پټ نه کړئ، امربالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، تاسو د فقهي مجالسو علماء د عامو خلکو نماینده ګان یاست، د خلکو او د مسوولینو اصلاح به کوئ، د خلکو درته امید دی، شریعت پر خپلو ځانو باندې عملي کړئ، ترڅو خلک تاسو وویني او ستاسو تقلید وکړي.

نوموړي زیاته کړه، علماء او مسوولین دي د اسلامي امارت لخوا صادر شوي فرمانونه اول په ځان عملي کړي او وروسته دي یې خلکو ته بیان کړي، فرمانونه او قوانین خلکو ته ورسوئ، په فرامینو خلک پوه کړئ، حیثیت او ارزښت یې ورته بیان کړئ.

په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي.
وروسته مجلس نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.

د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفیر د اقلیمي بدلون په غونډه کې ګډون وکړ

په عمان کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر حافظ عمر د دغه هېواد په پلازمېنه مسقط کې د اقلیمي بدلون په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

غونډه د عمان د چاپېریال ادارې د رییس ډاکټر عبدالله بن علي العمري په مشرۍ او د ګڼ شمېر لوړپوړو چارواکو په شتون کې ترسره شوه.

په غونډه کې اعلان وشو، چې د عمان د اقلیم اونۍ به د ۲۰۲۶م کال د سپټمبر له ۱۴مې تر ۱۶مې نېټې د عمان په کنفرانس مرکز کې ترسره شي او نوې نړیوالې څېړنې به پکې وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ ښاغلي حافظ عمر د عمان د بهرنیو چارو وزارت په جوړه شوې شپږمه کلنۍ غونډه کې هم ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د عمان د بهرنیو چارو وزیر سید بدر بن حمد البوسعیدي او د مېشتو استازولیو او نړیوالو سازمانونو مشران هم ګډون درلود.

نورالدین عزیزي: اسلامي امارت د افغانستان د ځان‌بسیاینې او صنعتي پرمختګ پر لور پیاوړي ګامونه اخيستي

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، تېره شپه د امام ابو حنیفه‌(رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د افغانستان، ایران او اوزبېکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریز تواصل په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، اسلامي امارت په متوازن سیاست، د افغانستان اقتصادي پرمختګ او صنعتي کولو ته په پاملرنې سره د ځان‌بسیاینې پر لور پیاوړي ګامونه پورته کړي او هره ورځ په هېواد کې د نوې کارخونې د پرانیستل کېدو شاهدان یو.

نورالدین عزیزي ویلي: «یوازې د صنعتي پارکونو لپاره څه باندې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او اوس مهال په ټول هېواد کې څه‌باندې شپږ زره کارخونې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري. دغه‌راز، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۴۰۰ شرکتونو ته ځمکه ویشل شوې ده.»

دغه‌راز نوموړي د کنفرانس له ګډونوالو غوښتي، چې په سوداګریزو ناستو کې فعاله ونډه واخلي او هڅه دې وکړي، چې د خپلو هېوادونو د خلکو په ګټه عملي تړونونه لاسلیک کړي.

ښاغلي عزیزي په کنفرانس کې حاضرو پانګوالو ته هم بلنه ورکړې، چې په بشپړ ډاډ سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.

غزه؛ صهیونیستي رژیم په تازه بریدونو کې لږترلږه ۲۸ فلسطینیان شهیدان کړي

د اسرائیلي رژیم له لوري په غزه کې د اوربند له ښکاره نقض وروسته، یاد رژیم په غزه تړانګه کې د تازه بریدونو پر مهال لږترلږه ۲۸ فلسطینیان شهیدان کړي دي.

الجزیرې خبري شبکې د روغتیايي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۷۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، د صهیونیستي رژیم بریدونه په درېیو ځانګړو سیمو ترسره شوي، چې پکې د جنوبي غزې المَواسي سیمه هم شامله ده، کومه چې د خان یونس ترڅنګ موقعیت لري.

په غزه کې د صهیونیستي رژیم د نسل‌وژنې جګړه کې تر دې دمه نږدې ۷۰ زره فلسطینیان شهیدان شوي او له ۱۷۰ زره او ۷۰۶ څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.

د ترکیې او اوکراین ولسمشرانو په انقره کې لیدنه کړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي تېره ورځ ( چهارشنبه، د نوامبر ۱۹مه) په انقرې ښار کې لیدنه کړې.

د ترکي رسنیو د راپور له مخې، ښاغلي اردوغان له زیلینسکي سره د یوې ګډې خبرې ناستې پرمهال اعلان کړی، چې ترکيه چمتو ده له روسيې سره د هر هغه وړاندیز په اړه خبرې وکړي، چې د اوربند د چټکتيا او د تلپاتې سولې د رامنځته کېدو لپاره لاره هواره کړي.

ورته مهال زیلینسکي ويلي، چې اوکراين هيله لري چې د روان ميلادي کال تر پايه له روسيې سره د جنګي اسيرانو تبادله بېرته پيل شي.

د لوړو زده‌کړو وزیر: استادان باید ځوان نسل ژمن او مسلکي وروزي

د اسلامي امارت د لوړپوړو چارواکو په حضور کې د جوزجان پوهنتون په کوربتوب «د افغانستان په تلپاتې پرمختګ کې د کانونو ونډه» تر عنوان لاندې دوه ورځنى کنفرانس پيل شو.

د یاد کنفرانس په پرانیست‌غونډه کې د لوړو‌ زده‌کړو وزیر، د دې وزارت علمي مرستیال شيخ ضيا الرحمن الاريوبي، د کانونو وزارت علمي مرستیال مولوي حسام الدین حسام، د جوزجان ولايت والي قاري ګل حيدر شفق، د ياد ولايت د علماوو شورا رییس، د جوزجان پوهنتون رییس مفتي سید انورالحق حبيبي، د ولايتي ادارو یو شمېر رییسانو، د پوهنتونونو استادانو او محصلينو ګډون درلود.

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداﺀ محمد نديم د افغانستان طبیعي منابعو ته په اشاره له ټولو استادانو غوښتي، چې ځوان نسل ژمن او مسلکي وروزي.

شیخ نداﺀ محمد نديم ویلي، چې هر نظام د کانونو اېستلو لپاره مسلکي کسانو ته اړتیا لري او دا چې زموږ هېواد له قدرتي زيرمو ډک دی؛ نو د اېستلو لپاره يې مسلکي کسانو ته جدي اړتیا لیدل کېږي، چې په همدې موخه بايد ټول استادان کوښښ وکړي، څو ځوان نسل ژمن او مسلکي وروزي.

دغه راز ښاغلي ندیم استادانو ته په خطاب کې ویلي: ” ژمنتيا او روڼتیا د اسلامي امارت له اصلي اصولو څخه دي، موږ تاسو ته هر ډول امکانات په اختيار کې درکوو او د خپلو زده‌کړیالانو هر ډول ملاتړ ته چمتو يو.”

نوموړي ټینګار کړی، چې د پوهنتونونو ټول مسولین باید سره همغږي شي، د افغانستان پر مهمو موضوعاتو څېړنې وکړي او اړوندو ادارو ته یې د عملي کولو په موخه وړاندې کړي.

 همدارنګه په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال، د کانونو وزارت مرستیال، د جوزجان ولايت والي او يو شمېر نورو مسولينو هم په خپلو خبرو کې ویلي، چې کانونه يوازې د ملت پانګه نه؛ بلکی يو الهي امانت هم دی، باید کوشش وکړو، چې په دې امانت او پانګه کې ثابت قدم واوسو؛ ځکه چې کانونه زموږ شمتني ده او بايد په ګډه يي ساتنه وکړو.

د يادونې وړ ده، چې په دغه دوه ورځني کنفرانس کې به په اړونده موضوع د پوهنتونونو استادانو او متخصصینو له لوري د ۳۰ په شاوخوا کې علمي مقالې وړاندې شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر هند کې د افغان شرکتونو له غرفو څخه لیدنه وکړه

د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د هند په نوي ډيلي کې له پراګتي میدان نړیوال نندارتون او د افغانستان د نندارتوني شرکتونو له غرفو څخه لیدنه وکړه.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر په دې لیدنه کې د هند د سوداګرۍ پراختیا له مشرتابه څخه د افغان شرکتونو لپاره د ساحې ځانګړې کولو، افغان ګډونوالو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې اسانتیاوو، په کابل او هند کې د افغان ـ هند ګډ نندارتون جوړولو او د همکاریو کچې د پراختیا په اړه خبرې وکړې.