پکتيا کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۵کلنه دښمني پای ته ورسېده
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د پکتيا ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو ریاست مسولينو د ولايت مقام استازو، قومي مشرانو او علماوو په همکارۍ د دې ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ د غوږوزې سيمې د دوو کورنيو شاوخوا ۲۵ کلنه دښمني، چې دواړو لوریو ته یې درنه مرګژوبله اړولې وه، هواره کړه.
یاد وزارت زياتوي، چې د دغې شخړې په ترڅ کې له دواړو خواوو شپږ تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او د پام وړ مالي زيانونه هم اوښتي وو، چې د مسوولينو د پرلپسې هڅو په پايله کې لومړی دواړه لوري د روغې جوړې لپاره تيار شول او وروسته دا څو کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه.
د ښکېلو کورنيو مشرانو پر روغه جوړه خوښي څرګنده کړه، د جرګه کوونکو له هڅو يې مننه وکړه، يو بل يې وبښل او ژمنه يې وکړه، چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول دښمنۍ، تربګنۍ او تاوتريخوالي ته اجازه ورنه کړي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د چهار شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۵/۲۸هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۸/۲۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې یو زره او ۲۰۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه زره او ۵۶۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۶۰۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۶۳۰ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته پینځه میلیونه او ۵۷۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۷۵ کورنیو سره ټولې اته میلیونه او ۹۰۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې یو زر او ۱۰۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته یو زر او ۲۳ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۴۵۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو دوه زره او ۴۵۸ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۳۷۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۹۳۶ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون او،۲۶۳ زره او ۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱۵ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۳۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۴۹۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز یو زر او ۸۶۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې۱۳۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په ورېښمو لار کې یو زر او ۶۵ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۶۴ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۳۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
له ۳۳ کورنیو سره ټولې۲۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه یو زره او ۲۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اووه زره او ۲۱۵ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور میلیونه، ۷۴۲ زره او ۶۵۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: یو زر او ۷۶۳ کورنۍ او ۱۰زره او ۴۰۵ وګړي
لېږدول شوي کډوال: دوه زره او ۲۲۲ کورنۍ او ۱۳ زره او ۳۰۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: یو زر ۵۳۴ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: یو زر ۵۷۷ عدده
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه عمومي لنډیز:
په تورخم او ورېښمو لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د افغانستان سفیر اندونیزیا کې د «محمدیه» حزب له یو شمیر غړو سره لیدنه کړې
په جاکارتا کې د اسلامي امارت سفیر مولوي سعدالله بلوچ له پروفیسور شفیق مغنی او د «محمدیه» حزب له یو شمیر نورو مهمو غړو سره لیدنه کړې.
په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې پر ښوونیزو او ټولنیزو دوه اړخیزو همکاریو خبرې شوې دي.
د یاد سفارت په وینا، «محمدیه» حزب په اندونیزیا کې یو له مهمو ښوونیزو او ټولنیزو بنسټونو څخه دی، چې د ښوونیزو او روغتیایي خدمتونو په برخه کې فعال رول لري.
بادغيس کې د دوو قومونو ترمنځ ۳۵ کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د يوه پلاوي په منځګړيتوب په بادغيس ولايت کې د دوو قومونو ترمنځ نږدې ۳۵ کلنه خونړۍ شخړه په سوله ييز ډول هواره شوه.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د دغه وزارت د دعوت او ارشاد رییس مفتي شفیعالله ثاقب په مشرۍ یو پلاوي د شخړې د حل په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ او د کلونو کلونو دښمنۍ ته يې د پای ټکی کېښود.
د يادې روغې جوړې په موخه جوړو شويو مراسمو کې د بادغيس والي، سيمهييزو مشرانو، دیني عالمانو او د اسلامي امارت منسوبینو په خپلو خبرو کې وويل، افغانستان د اوږدو جګړو له امله د کورنيو دښمنيو شاهد پاتې شوی؛ خو د اسلامي امارت په حاکميت سره اوس د شخړو د حل او ټولنيز ثبات هڅې پياوړې شوې دي.
دوی زیاته کړه، چې قومي او ژبني اختلافات کمزوري شوي او د شريعت په رڼا کې د شخړو د هواري لړۍ په چټکۍ روانه ده، چې د همدې هڅو په پایله کې دغه د درې لسیزو شخړه پای ته ورسېده.
ياده شخړه، چې د بادغيس ولايت غورماچ ولسوالۍ په تخت خاتون سيمه کې د یوې حقوقي موضوع پر سر رامنځته شوې وه له دواړو لوریو څخه په کې لس تنه وژل شوي او پراخ مالي زیانونه ورته اوښتي و، چې د مسولينو د هڅو په پایله کې دواړه خواوې د سولې په ټغر سره کېناستلې او د ورورولۍ ژمنتیاوې یې یو ځل بیا تازه کړې.
په پای کې د دواړو قومونو استازو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت له مسولینو مننه وکړه او ويې ويل: درې لسیزې يې کړاوونه، سختي او تربګنۍ تېرې کړلې، خو اوس الحمدلله د اسلامي امارت په منځګړيتوب بېرته د ورورولۍ، امن او ګډ ژوند ترسره کولو ته را وګرځيدل.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د ۱۴۴۷هـ ق کال د حاجیانو د لېږد او را لېږد په تړاو د هېواد د هوايي شرکتونو له مسوولینو سره لیدنه کړې
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د حج پروسې د چمتووالي، د اړوندو چارو د لاښه تنظیم او سعودي عربستان ته د حاجیانو د منظم لېږد او رالېږد په تړاو، د «اریانا افغان هوايي » شرکت له رییس ملا بخت الرحمن شرافت او د «کام ایر هوايي» شرکت له معاون آتیلا کامګار سره جلا جلا لیدنې ترسره کړې دي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر د دغو لیدنو په پیل کې ویلي: د اسلامي امارت له راتګ سره سم په تېرو څلورو کلونو کې توانېدلي یو، چې افغان حاجیان پرته له کومې بهرنۍ همکارۍ د خپلو داخلي هوايي شرکتونو له لارې په معیاري او منظمه توګه انتقال کړو.
نوموړي زیاته کړې، دغه وزارت په هېواد کې دننه او په سعودي عربستان کې د راتلونکي حج د پروسې د ښه تنظیم په موخه یو لړ مهم او عملي اقدامات پیل کړي دي، چې له هغو اقداماتو څخه اساسي برخه یې سعودي عربستان ته د حاجیانو د خوندي، ډاډمن او منظم لېږد او رالېږد بهیر دی.
ښاغلي وزیر همدارنګه د خبرو په دوام کې ویلي، ولس پر مونږ حق لري او مونږ هم ژمن یو، چې د خپلو امکاناتو او شته ظرفیتونو اړوند د دوی خدمت وکړو او د ستونزو په حل کې یې خپله توانمندي وکاروو.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر ویلي، وزارت ژمن دی چې روان کال هم حاجیانو ته د ډاډمن او هوسا حج اداء کولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي او د حاجیانو لېږد او رالېږد، په مکه مکرمه، مدینه منوره او مقدسو مشاعرو کې د هغوی د هستوګنې، په حرمینو شریفینو کې د پینځه وخته لمونځونو د اداء کولو د ځمکني ترانسپورټ، د درې وخته خواړو د برابرولو، روغتیایي پاملرنې او په نورو اړینو برخو کې معیاري خدمات وړاندې کړي.
ورپسې د اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو مسوولینو د ښاغلي وزیر له لارښوونو، هڅونو او ملاتړ څخه مننه کړې او څرګنده کړې یې ده، چې د افغانستان امارتي او خصوصي هوايي شرکتونه د هېواد له بنسټونو څخه دي او په هر ډول حالاتو کې به د خپلو ټولو امکاناتو، تخنیکي ظرفیتونو او کاري ټیمونو په مرسته، د خپلو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د حاجیانو د لېږد او رالېږد په برخه کې په پوره اخلاص سره خدمت کوي.





