ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 237

د تاتارستان له ولسمشر سره د اسلامي امارت د لوی سفیر کتنه؛ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې

په روسیه کې د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانوف سره د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.

مسکو کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې ښاغلي حسن د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو سوداګریزو مرکزونو د پرانیستلو او د دواړو هېوادونو د محصولاتو لپاره د نندارتونونو د جوړولو وړاندیز کړي دي.

دغه راز دې کتنه کې د تاتارستان ولسمشر له افغانستان سره د هر ډول اړیکو او همکاریو پراختیا ته چمتووالی ښودلی او زیاته کړې یې ده، چې تاتارستان کولای شي د افغانستان لپاره په تخنیکي او صنعتي برخو کې اړین توکي او خدمات برابر کړي.

همدا راز د اسلامي امارت لوی سفیر په تاتارستان کې له مېشتو افغانانو او محصلینو سره هم وکتل‌ او د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

د بغلان مرکز پلخمري ښار پراختیايي ستراتیژیک پلان لاسلیک شو

د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب‌الله حیات حقاني د بغلان ولایت مرکز پلخمري ښار پراختیايي ستراتیژیک پلان په رسمي توګه لاسلیک کړ.

ښاغلي حقاني د ياد پلان د لاسلیک پر مهال ویلي:« پلخمري د هېواد له مهمو ښارونو څخه دی او منظم انکشاف یې د کور او ښار جوړولو وزارت له اساسي اړتیاوو ګڼل کېږي.»

نوموړي زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې د هېواد ټول ښارونه د روښانه پلان او منظمې نقشې پر بنسټ انکشاف ومومي.»

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د پلخمري ښار پراختیایي ستراتیژیک پلان د دې وزارت د ملي جامع پلان ریاست له لوري طرحه او ترتیب شوی.

د یاد وزارت په وینا، یاد شوی پلان د اوږدمهاله پرمختګ لپاره مهمه نقشه او لارښود دی چې د استوګنې ساحې، سوداګریزې سیمې، اداري ودانۍ، دولتي تاسیسات، شنې سیمې، بنسټیزې زېربناوې او د ښاري ودې مسیر په کې په دقیقه توګه مشخص شوی دی.

د ورکړل شويو معلوماتو پر بنسټ، په دغه پلان کې د ښار د انکشافي وړتیا کچه، د متوازنې ودې لپاره د سیسټم جوړول، اقتصادي پرمختګ او د ښاري پراختیا د مهمو مرکزونو پېژندنه او ټاکنه مشخصه شوې ده.

مولوی عبدالکبیر: اسلامي امارت د ولس لومړیتوبونو ته په کتو پراختیایي پروژې پلې کوي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د روزګان ولایت له امنیه قومندان مولوي محمد رفیق خادم سره وکتل.

په دې کتنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې اسلامي امارت د ولس لومړیتوبونو ته په کتو پراختیايي پروژې پلې کوي او د خلکو وړانديزونو ته پر وخت رسېدنه کېږي.

دغه راز مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې د کډوالو په اړه شریک شویو وړانديزونو ته به رسېدنه وشي.

افغانستان او هند د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا تینګار وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د سوداګرۍ په چارو کې د هند دولت له وزیر سره د سوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د پانګونې په جلب او د دواړو هېوادونو لپاره د نویو سوداګریزو فرصتونو په رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

په دې کتنه کې نورالدین عزیزي افغان سوداګرو ته د ویزو ورکړې برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو، د درمل جوړونې برخه کې د ګډې پانګونې پر زیاتوالي، د سړو خونو، د مېوې پروسس، صنعتي پارکونو او د SME او صادراتي مرکزونو په تړاو هم خبرې کړې دي.

همدا راز هندي چارواکو د صنعت او سوداګرۍ وزیر د وړاندیزونو هرکلی کړی او د هر ډول همکارۍ ژمنه یې کړې ده.

نن ورځ د ماښام تر پینځو بجو د اوزبیکستان وارداتي برېښنا پرچاو ده

د افغانستان برېښنا شرکت د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نن «جمعه» د سهار له ۶:۰۰ بجو څخه د ماښام تر شاوخوا ۵:۰۰ بجو پورې د اوزبیکستان وارداتي برېښنا پرچاو ده.

د یاد شرکت په وینا؛ یاده موده کې به د بغلان ځینو سیمو، پروان، کاپیسا، پنجشیر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو وارداتي برېښنا پرچاو وي.

د افغانستان برېښنا شرکت د پرچاوي لامل د اوزبیکستان وارداتي ۲۲۰ کېلوولټ برېښنا لېږد مزو اساسي ترمیم، چې د تاشقرغان تنګي سیمه کې د زلزلې له امله زیانمن شوي وو، ښودلی دی.

قرغیزستان کې د افغانستان او هند سفیرانو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

په قرغيزستان کې د افغانستان سفیر مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د هند له سفیر بیرېندر سِنګ سره وکتل.

قرغېزستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې دې کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، سیمه‌ییز اتصال، بشري مرستو او دوه‌اړخیزو ډیپلوماټیکو تعاملاتو پر پراختیا خبرې شوي.

همدا راز دې کتنه کې دواړو لوریو ټینګار کړی، چې د چابهار بندر او هوايي دهلیز میکانیزم د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ستراتیژیک اهمیت لري او اړینه ده، چې ګډ تمرکز او همکاري پرې نوره هم پیاوړې شي.

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز له درېیمې پلې لوا څخه لیدنه وکړه

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د سروبي درېیمې پلې لوا څخه لیدنه وکړہ.

 ملي دفاع وزارت وايي، چې ښاغلي فطرت د یادې لوا مسولینو او منسوبینو ته لازمې سپارښتنې کړې دي.

ورته مهال، د وسله‌وال پوځ لوی درستیز په یاده سیمه کې د شته ډاډمن امنیت له تامین څخه خوښي څرګنده کړه او د مسولینو هڅې او لاسته‌راوړنې یې وستایلې.

د دافع هوا او زرهدار ټانګونو له مسلکي زده کړو ۱۵۲ منسوبین فارغ شول

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌‌ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د مسلکي ښوونځیو، د دافع هوا، زرهدار ټانګونو، د نښې ویشتنې (M24 Sniper)، بلواګرۍ ضد او صحیه څانګو له درې میاشتنیو نظري او عملي زده کړو څخه د سیمه‌‌یيزو قول اردوګانو ۱۵۲ ځوان منسوبین فارغ شول.

مسؤلینو یادو فارغانو ته د وینا پر مهال وویل:« په خپلو مسلکي برخو کې په ترلاسه شویو زده کړو بسنه مه کوئ؛ د عصري ټکنالوژۍ، اسلحو او وسایلو کارول هم زده کړئ.»

په پای کې یادو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته بشپړ چمتووالی وښود او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسیون غونډه وکړه

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د کورنیو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د چارو ادارې او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول و ارزول شول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.

همدا راز دې غونډه کې د ښاروالیو او د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.