د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د کورنیو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د چارو ادارې او د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې اړوند موضوعات په هر اړخیز ډول و ارزول شول او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
همدا راز دې غونډه کې د ښاروالیو او د امارتي ادارو تر منځ د وظيفوي تداخل د مخنيوي موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

