ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 236

مولوي عتیق الله عزیزي د یونسکو سازمان مسولینو او د جاپان د کلتوري چارو کارپوه سره لیدنه وکړه

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي د یونسکو سازمان له کلتوري رییس برنډن او د جاپان د تاریخي او کلتوري چارو کارپوه یوموچي سره لیدنه وکړه.

ښاغلي عزیزي د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراثونو د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د یونسکو پروژې خورا ارزښتمنې بللې دي.

د هنر او کلتور مرستیال دغه راز د هېواد تاریخي او کلتوري میراثونو د خوندیتوب او ودانولو لپاره د جاپان د تاریخي او کلتوري چارو کارپوه له هلو ځلو مننه وکړه.

د دې لیدنې په پای کې ټینګار وشو، چې د افغانستان د تاریخي سیمو د ژغورنې، بیارغونې، د فرهنګي سیمینارونو تنظیم، د هنري پروګرامونو پراختیا او د کلتوري برخې د ظرفیت لوړولو لپاره باید ګټور او عملي ګامونه پورته شي.

د اريانا افغان هوايي امارتي شرکت د صادراتو د چټک لېږد په موخه، درې چارټر الوتکې پېري

د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د اریانا افغان هوايي شرکت مسوولین وایي، چې ډېر ژر به د توکو د ټرانزیټ لپاره ځانګړې درې چارټر الوتکې وپېري.

د اريانا افغان هوايي شرکت رییس بخت‌الرحمن شرافت وایي، چې دغه الوتکې به د بوینګ یا ایربس ډوله وي، چې بیې یې له ۲۵ تر ۳۵ میلیونه امریکايي ډالرو پورې اټکل شوي.

 د یاد شرکت مسوولین زیاتوي، چې د نویو الوتکو په پېرلو سره به د توکو د لېږد لګښتونه راکم شي او نړیوالو بازارونو ته به، د افغانستان د صادراتو په ځانګړي ډول د تازه او وچو مېوو د لېږد کچه لا لوړه شي.

پوهنې وزارت: روان کال هېواد کې د ۱۷۹ ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوي

پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې روان لمريز کال د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۱۷۹ ښوونځیو او ۶ دیني مدرسو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه وايي، چې په یادو پروژو ۲ میلیارده ۱۷۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

نوموړي زیاته کړې، دغه یاد وزارت هڅه کوي؛ څو د زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو معیاري، سالم او خوندي چاپېریال رامنځته کړي.

د پوهنې وزارت ویاند وايي، په ټوليزه توګه په ټول هېواد کې  په تېرو څلورو کلونو کې ۱۳۱۵  ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې شوي، د ۳۱۰ ښوونځیو او ۱۸ دیني مدرسو ودانۍ ترمیم شوي او د ۱۸۱ ښوونځیو او ۵ دیني مدرسو د ترمیم چارې لا هم روانې دي.

سربېره پر دې، د ۲۶ ښوونځیو او ۲ دیني مدرسو لپاره د نویو ودانیو جوړولو چارې دوام لري.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ وروسته نږدې د ۳۰۰۰ ښوونیزو مرکزونو ودانۍ بیارغول شوې دي، چې د ټولو ترمیم شویو ودانیو شمېر ۳۵۲۴ ته رسېږي.

د دغو پروژو موخه د زده‌کړې لپاره خوندي، معیاري او باکیفیته چاپېریال رامنځته کول او د تعلیمي خدمتونو کیفیت لوړول دي.

د يادولو ده، چې د يادو پروژو مالي لګښتونه د همکارو بنسټونو، ملي سوداګرو، معارف‌دوستو هېوادوالو او د پوهنې وزارت له داخلي بوديجې څخه برابر شوي دي.

باميانو کې د څښاک پاکو اوبو رسولو ۱۷ شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په شپږو ولسوالیو کې د شاوخوا (۴۰) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۷) شبکو د جوړولو چارې بشپړې او د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده او مل پلاوي له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

 په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیاړ وزیر، مل پلاوي، د بامیانو ولایت والي مولوي عبدالله سرحدي، د ياد ولايت د کلیو د بیارغونې ریيس مولوي وحيدالله راشد، یو شمېر نورو مسولینو، علماء کرامو، سپین ‌ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د یادونې وړ ده، چې د یادو شبکو په بشپړېدو سره زرګونه کسان له پاکو اوبو برخمن شول.

یونېسف: د اوربند راپدېخوا د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله لږترلږه ۶۷ ماشومان شهیدان شوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ وجهي صندوق (یونېسف) ویلي، چې د امریکا په منځګړیتوب په غزه کې د شوي اوربند وروسته، دغلته لږترلږه ۶۷ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

د جنیوا په یوه خبري غونډه کې تېره ورځ د یونیسف ویاند ریکارډو پیرس ویلي، چې د شهیدانو شویو په شمېر کې هغه کوچنۍ نجلۍ هم شامله ده، چې پنجشنبې په ورځ د اسرائیلي هوايي برید په ترڅ کې د جنوبي غزې د خان‌یونس په یوه کور کې شهیده شوې وه.

د اکتوبر له ۱۱مې نېټې راهيسې د تلفاتو په اړه ښاغلي پیرس ويلي: «دا د يوه اعلان شوي اوربند پر مهال پېښ شوي دي. دا لړۍ حيرانوونکې ده».

نوموړي په وینا: “لکه څنګه چې موږ څو ځله تکرار کړې، دا یوازې شمېرې نه دي؛ هر یو ماشوم و، چې یوه کورنۍ، یو خوب او یو ژوند یې درلود؛ خو دا هر څه د روان تاوتریخوالي له امله په ناڅاپي ډول پای ته ورسېدل.”

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو دغه بنسټ تېره میاشت ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر راهیسې د اسرائیلي رژیم د بریدونو له امله په غزه تړانګه کې شاوخوا ۶۴ زره ماشومان شهیدان او ټپیان شوي دي.

د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له روزنيز مرکز څخه نږدې ۴۰ تنه منسوبین له مسلکي زده‌کړو فارغ شول

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له روزنيز مرکز څخه نږدې ۴۰ تنه له مسلکي زده‌کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې  د یاد معینیت ملکي چارو مرستيال مولوي عبدالرحمن قاسمي، مسولینو او منسوبينو ګډون کړی و.

مولوي عبدالرحمن قاسمي د اسلامي نظام د کارکوونکو په صفاتو، تقوا، وفادارۍ، د علم په ارزښت او په اخلاص د کارونو په پر مخ وړلو خبرې وکړې.

 د غونډې په پای کې فارغانو ته بري‌لیکونه ووېشل شول او دغه راز لومړی، دويم او درېيم مقام ګټوونکي په نغدي ډالیو ونازول شول.

ډېر ژر به د افغانستان او هند ترمنځ د کارګو الوتنې پیل شي

د هند بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان، ایران او پاکستان څانګې رییس انند پرکاش یوه خبري کنفرانس کې د کابل – ډيلي او امریستر – کابل هوايي د هلیز د فعالېدو خبر ورکړی.

 نوموړي ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به په دغو سکټورونو کې د کارګو الوتنې پیل شي.

کابل او نوي ډیلي ترمنځ د دا ډول پرېکړو عملي کېدل به د هند بازارونو ته د افغانستان د صادراتو کچه لا زیاته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د هند د خصوصي سکتور له غړو سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، هند ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د خصوصي سکتور او “PHDCC” خونې د رهبرۍ له غړو او په هند کې د افغانستان د خصوصي سکتور له غړو سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې کتنه کې د هند له خصوصي سکتور څخه غوښتي، چې افغانستان کې د پانګونې سربېره د صادراتو او وارداتو برخه کې هم ونډه واخلي.

همدا راز د یاد هېواد د خصوصي سکتور استازو د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.