د ترکیې لوړ پوری پلاوی د کابل او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ د حل په موخه پاکستان ته ځي
د ترکیې یو لوړ پوړی پلاوی د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستي کړکېچ د حل په موخه راتلونکې اونۍ د پاکستاني لوړ پوړو مسوولینو سره د خبرو لپاره پاکستان ته ځي.
پاکستاني رسنیو په اسلاماباد کې د ترکیې د سفیر په حواله راپور ورکړی، چې په دې پلاوي کې د ترکیې د استخباراتو رییس او یو شمېر نور وزیران شامل دي.
نړیوال بانک قراردادي شرکتونو ته د پیسو ورکړې لړۍ پیل کړه
مالیې وزارت وايي، چې د نړیوال بانک او قراردادي شرکتونو د پروژو د پيسو اسناد د نړیوال بانک د ګډ ټیم او مالیې وزارت له خوا بررسي شوي او د پیسو د ورکړې لړۍ یې پيل شوې.
یاد وزارت په وینا، نړیوال بانک د قراردادي شرکتونو ۴۵ میلیونه افغانۍ پوروړی دی، چې په څلورو مرحلو کې به دغه پيسې قراردادي شرکتونو ته ورکوي.
مالیې وزارت زیاتوي، چې نړیوال بانک به په لومړي پړاو کې ۹.۳ میلیونه ډالر په مستقیم ډول قراردادي شرکتونو ته ورکوي.
همدا راز په دویم پړاو کې چې اوس پيل شوی، ۱۶.۸ میلیونه ډالر به د مالیې وزارت له لوري قراردادي شرکتونو ته ورکړل شي او د پیسو د ورکړې درییم او څلورم پړاو به په نوبت تر سره شي.
د ټولګټو وزیر د سالنګونو لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه
د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني تېره ورځ د سالنګونو لویې لارې له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د ټولګټو وزیر په یاد سفر کې د سالنګونو لویې لارې د درېیو برخو شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ له کانکریټي او دوشي ـ خنجان اسفالټي برخې له کاري بهیر څخه د لیدنې ترڅنګ د قراردادي شرکتونو مسوولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ته لارښوونه وکړه، چې د سږ کال پلان شوی کار دې د ژمي له را رسېدو مخکې بشپړ کړي.
د یادې لویې لارې د قراردادي شرکتونو مسوولینو او تطبیق کوونکو ټیمونو ډاډ ورکړ، چې پوره هڅه کوي تر څو د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو کار له ژمي مخکي بشپړ کړي.
دغه راز د ټولګټو وزیر د یاد سفر په لړ کې د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې له ریاست څخه هم لیدنه وکړه او اړوندو کارکوونکو او تخنیکي ټیمونو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ژمي را رسېدو پرمهال دې د سالنګونو لویې لارې لپاره بشپړ چمتو والی ونیسي.
ملا عبدالمنان عمري د کورنیو چارو له وزیر سره لیدنه وکړه
د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د کورنیو چارو له وزیر خلیفه سراجالدین حقاني سره د اړوندو مواردو په اړه لیدنه وکړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو په هېواد کې د سرتاسري امنیت په برخه کې د روانو هلو ځلو او په دې برخه کې د هېوادوالو د نږدې همکارۍ، کورنۍ او بهرنۍ پانګهاچوونې ته د مساعد چاپېریال، د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د کار ملي کانفرانس د ژمنو پر تعقیب، د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا، د ټولنیزو ستونزو د تشخیص او هغوی ته د حللارو په لټولو، د ورکو شویو او بېسرپرستو ماشومانو او د زیانمنو ډلو څخه د ملاتړ د څرنګوالي په اړه بحثونه او خبرې وکړې.
دغهراز دغه ناسته کې په اړوندو برخو کې د دواړو وزارتونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا او نږدېوالي هم ټینګار ترسره او ژمنې وشوې، چې په دې برخو کې به روانې هڅې پیاوړې او لا همغږې شي، ترڅو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې اړین خدمات وړاندې او له حقوقو څخه یې دفاع وشي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د جمعې ورځ، ۱۴۴۷/۵/۳۰هـ ق نېټه چې د ۱۴۰۴/۹/۳۰هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
له دغې لارې ۷۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۹۸۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
۴۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۱۷۵ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته درې میلیونه او ۸۷۰ زره افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
۷۲۷ کورنیو سره ټولې شپږ میلیونه او ۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
د سپین بولدک په پوله د راستنېدونکو کډوالو لپاره لاندې خدمات ترسره شوي دي:
خواړه: اته زره او ۴۳۹ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: ۴۸۵ عدده سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
له دغې لارې ۳۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۸۶ تنه و، هېواد ته راستنې او بایومیټریک شوې دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
۲۹۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۷۴ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه، ۸۷ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
۳۰۳ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۵۱۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
مخابرات: ۳۵۶ عدده سیمکارتونه له فعالو بستو سره وېشل شوي دي.
نیمروز
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
له دغې لارې ۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي، او همدارنګه یو زر او ۲۴۰ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
۶ کورنیو سره ټولې۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه
روغتیا: ۷۴۴ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: ۶۴ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه
له دغې لارې ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه
۳۶ کورنیو سره ټولې۲۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه
له کابل څخه یو زر او ۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ زره او ۹۲۹ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته څلور میلیونه،۱۵۵ زره او۶۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د معلوماتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د بېلابېلو پولو له لارې راستنېدونکو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، د هېواد وضعیت، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه عمومي پوهاوی ورکړل شوی دی.
ټولیز ارقام
ثبت شوي کډوال: ۸۵۴ کورنۍ او ۴۲۶۸ تنه
لېږدول شوي کډوال: یو زر او ۷۵۸ کورنۍ او ۱۲ زره او ۴۸۴ تنه
مرسته شوي کډوال: یو زر او ۷۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۹۰۵ عدده
هرات کې د «نون و نقطه» په نوم د میناتورۍ او نقاشۍ نندارتون جوړ شو
د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې هرات کې د لومړي ځل لپاره د افق هنري ډلې له لوري د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په همکارۍ د علامه صلاح الدین سلجوقي په تالار کې د «نون و نقطه» په نوم د میناتورۍ او نقاشۍ اثارو نندارتون ترسره شو.
په دې نندارتون کې د نقطې تخنیک او ظریفو هنري نقشونو پر بنسټ جوړ شوي هنري اثار نندارې ته وړاندې شول.
د نندارتون جوړونکي استاد عبدالجبار ناجي ویلي، په دغه نندارتون کې د نقاشۍ، میناتورۍ او نقطه اېښودنې ۲۳۰ لوی او واړه هنري اثار نندارې ته ایښودل شوي وو، د نندارتون د جوړولو څخه موخه د نقطه اېښودنې اصیل هنر پیژندل او دغه هنر ته د ځوان نسل هڅول دي، ترڅو د هېواد دودیز هنرونه زده او خوندي شي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، داسې نندارتونونه جوړېدل د ځوانو هنرمندانو د استعدادونو په پیژندلو او د هنرونو د ودې لپاره د مناسبې زمینې په رامنځته کولو کې اغېزمن ګام دی.
دوی زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅې کوي، چې د کلتوري بنسټونو په همکارۍ په هرات کې د هنري نندارتونونو د جوړېدو لپاره نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي.
دغهراز د نندارتون ګډونوالو هنرمندانو ویلي، دا ډول نندارتونونه نه یوازې د میناتورۍ او نقطه اېښودنې هنر نورو ته ورپیژني، بلکې ځوانو هنرمندانو ته تجربه، هڅونه او روحيه هم ورکوي او د دودیزو او معاصرو هنرونو په احیا کې مهم رول لري.






