د اطلاعاتو او کلتور وزیر د اندونیزیا له شارژدافیر سره وکتل
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه پخپل کاري دفتر کې د اندونیزیا له شارژدافیر نندا ایوالیست سره وکتل.
د اندونیزیا سفارت شارژدافیر له اشغالګرو څخه د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ اخیستلو په ورتهوالي خبرې کړې او د دواړو هېوادونو د خپلواکۍ غوښتلو مبارزه یې د تاریخ مهم پړاو بللی دی.
نندا ایوالیست د خپل هېواد د فرهنګي برخې همکاریو په اړه ډاډ ورکړی او د عامه کتابتون د ډیجټلایزیشن په موخه یې د تخنیکي وسایلو سربېره د کتابتون د غنامندي لپاره په نږدې راتلونکي کې د یو شمېر بېلابېلو کتابونو د ډالۍ کولو ډاډ هم څرګند کړی دی.
ملا خیر الله خیرخواه د دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنګي اړیکو په پراختیا او پیاوړتیا خبرې کړې او په دې برخو کې یې فرهنګي رول مهم بللی دی.
د ناستې په پای کې د اطلاعاتو او کلتور وزیر له ملي موزیم او ملي ارشیف سره د اندونیزیا هېواد د همکاریو په اړه هم خبرې کړې دي.
د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د سنبلې میاشتې په دویمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه.
د اقتصادي کمېسیون له لوري تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه.
د دې پالیسۍ موخې په معیاري توګه د کانونو تفحص، اکتشاف او ګټه اخیستنه؛ د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذب او د کان کیندنې نوې ټکنالوژۍ او تجهیزاتو واردول؛ د چاپېریال ساتنې او د کان کیندونکو د روغتیا او خوندیتوب ډاډمنول؛ په هېواد کې دننه د کاني موادو پروسس ته زمینه برابرول او د کانونو سکټور لپاره د متخصصو او تخنیکي بشري سرچینو روزل او د ظرفیت لوړول دي.
د اقتصادي کمېسیون په دې غونډه کې له شبرغان څخه تر دښت الوان پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ انتقالي مزي غځولو پروژې د پاتې چارو د بشپړولو قرارداد په حجم کې د تعدیل راوستلو په اړه هم بحث وشو. له مفصل بحث وروسته په یاد قرارداد کې لازم تعدیل راوستل شو.
همدا راز د کمال خان بند د دویم فاز (قلعه افضل بند) د امکان سنجۍ د لومړنیو مطالعاتو او د هېواد په بندرونو کې د اړتیاوو معلومولو په موخه ټاکل شوو کمېټو هم خپل راپورونه وړاندې کړل.
یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی دفتر ته واستول شوې.
د لوړو زدهکړو وزیر پکتیکا ته سفر کړی
د لوړو زدهکړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم پکتيکا ته د سفر پر مهال د دغه ولايت په پوهنتون کې د ۳۸۴ محصلينو فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
نوموړي زدهکړيالانو ته په خطاب کې ویلي، چې لوستي ځوانان دې د فکري جګړې پر وړاندې سنګرونه پیاوړي کړي.
شیخ ندا محمد ندیم زیاته کړې، ځوانانو ته به د دوی د وړتياوو پر اساس په ادارو کې د دندو زمينه برابره شي.
ياده فراغت غونډه کې د پکتیکا سیمهییزو چارواکو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر ځوانانو ګډون درلود.
اسیا جام ته افغان کرېکټ ملي لوبډله اعلان شوه
د افغانستان کرېکټبورډ غوراوي کمېټې نن یکشنبه اسیا جام ته خپله ۱۷ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
په دې لوبډله کې ۱۷ اصلي او ۳ احتیاطي لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی دی.
د ۲۰۲۵ کال اسیا جام د افغانستان په ګډون د هند، پاکستان، اماراتو، بنګلهدېش، هانګکانګ، سریلانکا او عمان هېوادونو تر منځ په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.
سږنی پړاو اسیا جام په ۲۰ اوریز فارمټ کې ترسره کیږي، چې ګډون کوونکې لوبډلې په دوو ګروپونو (A,B) کې ټولې ۱۹ سیالۍ نندارې ته وړاندې کړي.
په اې ګروپ کې هند، پاکستان، عمان او کوربه امارات او په بي ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګلهدېش او هانګکانګ مخامخ کېږي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې د روانې وږي/سنبلې میاشتې پر ۱۸مه نېټه د افغانستان او هانګکانګ لوبډلې مخ کېږي.
په اسټرالیا کې زرګونه لاریون کوونکو د غزې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې ده
د راپورونو له مخې، د اسټرالیا په بېلابېلو برخو کې زرګونه خلکو پراخه لاریونونه کړي او په غزه کې یې د لوږې، قحطۍ او نسلوژنې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
دوی د اسرائیلي رژیم د تحریم، له دغه هېواد سره د وسلو د دوه اړخیزه سوداګرۍ د پای ته رسولو او د فلسطین د خپلواکۍ غوښتنه هم کړې ده.
ورته مهال، د بښنې نړیوال سازمان په ګډون ۲۵۰ ټولنیزو سازمانونو له دغو لاریونونو ملاتړ کړی او د غزې جګړې د سملاسي پای ته رسولو غوښتنه یې کړې ده.
دغه لاریونونه له هغې وروسته پیل شول، چې د ملګرو ملتونو د خوړو خوندیتوب یو ادارې (IPC) لومړی ځل په رسمي توګه په غزه کې قحطي تایید کړه.
پنټاګون اوکراین د روسیې پر خاوره د امریکا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو له کارولو منع کړی
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د یو شمېر سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) اوکراین ته اجازه نه ورکوي، چې د روسیې په خاوره کې د اهدافو په نښه کولو لپاره د امریکا جوړ شوي اوږد واټن ویشتونکي توغندي (ATACMA) وکاروي.
د راپور له مخې، امریکايي چارواکو په تېرو څو میاشتو کې کېیف ته اجازه نه ده ورکړې، چې د روسیې پر خاوره د برید لپاره له دغو توغندیو ګټه واخلي.
د سرچینو په وینا، اوکراین یو ځل هڅه کړې، چې د ATACMS توغندیو پر مټ د روسیې په خاوره کې موخې په نښه کړي، خو دغه ګام په مستقیم ډول د امریکا له مخالفت سره مخ شوی.
له دې وړاندې د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن ادارې په نومبر میاشت کې اوکراین ته اجازه ورکړې وه، تر څو د توغندیو له دې سیسټم څخه د روسیې په داخل کې د موخو په نښه کولو لپاره ګټه واخلي.
مولوي قدرتالله جمال پکتیا کې د ملي راډیو تلویزیون له امریت څخه لیدنه وکړه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال مولوي قدرتالله جمال پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د ملي راډیو تلویزیون د امریت له فعالیتونو څخه د لیدنې ترڅنګ له مسولینو سره کتلي.
په دې لیدنه کې د ملي راډیو تلویزیون د چارو د ښهوالي، د خپرونو د کیفیت لوړولو، د تخنیکي ستونزو د حل او د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.
مولوي قدرتالله جمال د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چارو ارزونې، د تفریحي سیمو پراختیا او د همغږۍ پیاوړتیا په موخه پکتیا ولایت ته سفر کړی دی.
نوموړي له دې وړاندې هم له ځایي چارواکو سره کتلي او د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ له تفریحي پارک څخه یې هم لیدنه کړې ده.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا
د کمېټو ورځنی کاري راپور
د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۲۹ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۱ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې (۷۵۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۳۶۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۳۵۷) کورنیو سره مجموعًا (۲۷۷۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۵۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۱۹) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۹۰۲) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه (۲۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۲) تنه و، فراه، کندهار، هرات، او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۹۱۰۰۰) کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۳) کورنیو سره مجموعًا (۳۳۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې (۵۸۹) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۵۰) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې (۵۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸۱) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۳) کورنیو سره مجموعًا (۴۴۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
غذا: په سپین بولدک کې (۷۹۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۹۷) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې (۶۵۲) کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۳۱۰۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه (۴۶۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۲۸) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۴۳۶۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۴۵۰) کورنیو سره مجموعًا (۳۶۷۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۴۵۵) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه (۱۴۱) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۲۶) تنه و، کندز، تخار، بلخ، پروان، سمنګان، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۴۹۰۰۷۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: (۱۶۰۶) کورنۍ او (۵۹۶۲) افراد
لېږدول شوي کډوال: (۶۲۱) کورنۍ او (۳۲۴۶) افراد
مرسته شوي کډوال: (۹۰۳) کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: (۱۶۰۲) عدده
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا








