ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 403

تېره میاشت څه باندې دوه زره بهرنيو وګړو هېواد ته تګ-راتګ کړی

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د ۱۴۰۴ کال په زمري میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۳۳۷ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی.

ثبت شوي ارقام ښیي، چې په یاده موده کې د ۶۷ ښځینه‌وو په ګډون ۱۳۰۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۰ ښځینه‌وو په ګډون، ۱۰۳۲ نور له هېواده وتلي دي.

د ثبت شويو ارقامو له مخې، ۱۲۸۳ کسان د ځمکنیو بندرونو او ۲۲ نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له جملې یې ۲۳۶ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار او زده‌کړو په موخه راغلي دي.

د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې د هرات ولایت د ځمکینو بندرونو او هرات هوايي ډګر، د تورخم، فاریاب اقینې او حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.

اسرائیلي رژیم په تېرو څو ورځو کې د غزې ښار له زرو ډېرې ودانۍ ویجاړې کړې

د فلسطین د ملکي دفاع اداره وايي، چې د روانې اګسټ میاشتې پر شپږمه پر غزه ښار د اسرائیلي رژیم د یرغل له پیل راهیسې په زیتون او صبرا سیمو کې له زرو ډېرې ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړې شوې دي.

دې ادارې د یوې خبرپانې په خپرولو سره ویلي، چې د اسرائیلي رژیم د بریدونو د دوام او کلابندۍ له امله په دې سیمه کې د ژغورنې عملیات ځنډېدلي او د بشري مرستو د لېږد مخه نیول شوې ده.

د خبرپانې له مخې، د ژغورنې ډلو د خلکو د ورکېدو ګڼ راپورونه تر لاسه کړي، خو په رسېدنه نه دي توانېدلي. د دې تر څنګ روغتونونو د بریدونو د تلفاتو له امله ډک شوي دي.

یادې ادارې زیاته کړې: “په غزه کې، که په شمال یا سویل کې وي، هېڅ ځای خوندي نه دی. په دې تړانګه کې بریدونه دوام لري، ملکي خلک په کورونو، پناه‌ځایونو او ان تر دې، چې د بې‌ځایه کېدو په کمپونو کې په نښه کېږي.”

اسرائیلي یرغلګرو د غزې ښار د بشپړ نیولو د پلان عملي کولو په موخه په دې سیمه کې پراخه پوځي عملیات پيل کړي او نږدې یو میلیون فلسطینیان یې اړ کړي، چې سویل ته کډوال شي.

په غزه کې د تحمیل شوې پراخه لوږې او خوارځواکۍ تر څنګ اسرائیلي یرغلګر خپلو وحشي بریدونو ته دوام ورکړی او یوازې پرون یکشنبه یې ۵۱ فلسطینیان شهیدان کړي دي.

په شهیدانو کې ۲۴ یوازې د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي او ۲۷ نور د غزې په ښار کې شهیدان شوي دي.

د دې تر څنګ د غزې روغتیا وزارت وايي، چې ۸ نورو فلسطینیانو هم د لوږې او خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی. په غزه کې تر دې مهاله د ۱۱۵ ماشومان په شمول ۲۸۹ کسان د لوږې له امله شهیدان شوي دي.

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۶۲ زره او ۶۲۲ فلسطینیان شهیدان او ۱۵۷ زره او ۶۷۳ نور ټپيان شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۳۰ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۲ هـ ل نېټې سره، سمون خوري، د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال په اجباري توګه راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمات وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې (۵۴۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۲۶) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵۱۹) کورنیو سره مجموعًا (۳۸۴۸۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۹) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۲۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۷۸۲) مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه (۱۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۶) تنه و، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او (۶۰۰۰۰) کرایه ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۵) کورنیو سره مجموعًا (۲۰۰۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

روغتیا: په ورېښمو لار کې (۴۵۳) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

مخابرات: په ورېښمو لار کې مهاجرینو ته (۲۹) عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې (۸۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳۸) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه (۶۲)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۴۱) تنه و، کندهار، هلمند، پکتیا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته (۶۰۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۷۷) کورنیو سره مجموعًا (۶۴۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

غذا: په سپین بولدک کې (۴۲۲) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو مهاجرینو ته (۵۸) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې (۷۰۶) کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو (۴۰۰۰) تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۴۵۰) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۵۷۷) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۳۴۶۱۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶۶۸) کورنیو سره مجموعًا (۵۵۶۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

په تورخم کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (۲۰۸۱) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې له لارې (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۴) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۵) کورنیو سره مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:

غذا: انګور اډه کې (۱۱۰) خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هلمند

بهرامچه (ډیورنډ فرضي کرښه)

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې (۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه (۶)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۳) تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته (۵۳۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۶) کورنیو سره مجموعًا (۵۶۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه (۴۰۶‍) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۷۹۷) تنه و، بغلان، کندز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۱۸۵۶۰۴۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: (۱۳۷۱) کورنۍ او (۷۸۶۵) افراد

لېږدول شوي کډوال: (۹۴۰) کورنۍ او (۴۹۲۴) افراد

مرسته شوي کډوال: (۱۳۰۰) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۱۶۸) عدده

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۸۰ زره مټریک ټنه توکي لېږدول شوي

ټولګټو وزارت وايي، چې په تېره یوه اونۍ کې (د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري مياشتي له ۲۴-۳۰ مې) نېټې پورې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۰ زره او ۲۵۲ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي، چې د حیرتان بندر له لارې ۴۵ زره او ۵۲۳ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۱ زره او ۸۷۱ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۹ زره او ۳۴۷ ټنه او د هرات-خواف له لارې ۱۳ زره او ۵۱۱ ټنه انتقالات شوي دي. ټول ۸۰ زره او ۲۵۲ ټنه نفتي، غیرې نفتي او نور توکي هېواد ته صادر او وارد شوي دي.

تېره اونۍ ۱۲۹ ټنه صادرات شوي، چې معدني ډبرې دي. هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړېږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان‌بسياينې ته لاره هوارېږي.

د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې رامنځته کړي.

د یمن پر پلازمېنه صنعا د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې شپږو کسانو ژوند بایللی

اسرائیلي رژیم د یمن په پلازمېنه صنعا کې د څو بېلابېلو سیمو ترڅنګ د نفتو یو شرکت بمبار کړی.

د یمن «المسیره» تلویزیون راپور ورکړی، چې په دې بریدونو کې شپږو کسانو ژوند بایللی او ۸۶ نور ټپیان شوي دي.

یاد تلویزیون د حوثیانو د یوه نظامي چارواکي له قوله ویلي، چې د هوایي دفاع سیسټم یې په دې برید کې ونډه اخیستونکې ډیری اسرائیلي الوتکې د سیمې پرېښودو ته اړ کړې دي.

اسرائیلي رژیم پر صنعا دوې ورځې وروسته له هغه بریدونه کړي، چې د یمن حوثیانو د اسرائیلو پر لوري د توغندیو توغولو ادعا وکړه.

حوثیانو د تېر په څېر ویلي وو، چې پر اسرائیلو د توغندیو توغولو موخه یې پر صهیونیستي رژیم د فشار راوړل دي، تر څو په غزه کې له روانو جنایتونو او د غزې له محاصرې لاس واخلي.

د لوړو زده‌کړو وزیر د پکتیا په دیني جامعه کې دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم پکتیا ته د سفر په ترڅ کې په عبدالله بن مبارک رحمه الله (پکتیا) دیني جامعه کې جوړې شوې غونډې ته وینا کړې او په دې جامعه کې یې دوې مهمې پروژې ګټې اخیستنې ته سپارلې دي.

په دې غونډه کې د پکتیا امنیه قومندان، د علماوو شورا رییس، د جهادي مدرسې رییس، د ولایتي ادارې یو شمېر رییسانو، د پکتیا پوهنتون رهبري پلاوي، د عبدالله بن مبارک رحمه الله دیني جامعې رهبري پلاوي، استادانو او فاضلانو ګډون کړی و.

شیخ نداء محمد ندیم فاضلانو ته د راتلونکو دنیوي او اخروي مسولیتونو تر څنګ د قایم اسلامي نظام د ساتنې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د فرامینو او حکمونو څخه د اطاعت او له هغه سره د بیعت په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي فاضلانو ته سپارښتنه کړې، تر څو یوازې د سند تر لاسه کولو په هدف نه، بلکې د علمي او څېړنیز ظرفیت لوړونې په برخه کې خورا زیار وباسي او همدا د ژوند او اسلامي ټولنې ته د خدمت موخه وټاکي.

د یادونې وړ ده، چې په یادو پروژو کې د ۱۴ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانیو په ارزښت یو لوی کتابتون، چې تر ۴ زره زیات کتابونه لري او د ۴ میلیونه او ۵۲۵ زره افغانیو په ارزښت د ۸۰۰ کیلو واټه برېښنا درې فازه ترانسفارمر پژوې شاملې دي، چې بودیجه یې د لوړو زده‌کړو وزارت له لوري تمویل شوې ده.

شیخ محمد خالد حنفي: اسلامي امارت د تعلیمي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده‏

د امر بالمعروف، نهی عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد حنفي نورستان کې د یو جومات د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت د تعلیمي مرکزونو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې او په تېرو کلونو کې د هېواد په کچه ګڼ شمېر جوماتونه او تعلیمي مرکزونه جوړ شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د الله تعالی شکر دی، چې اوس‌مهال په هېواد کې بشپړ امنیت تامین شوی او ټول افغانان په یووالي او ورورولۍ کې ژوند کوي.

ښاغلي حنفي په دې مراسمو کې له خلکو غوښتي، تر څو په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې له محتسبینو سره مرسته وکړي.

دا جومات د امریکايي اشغالګرو په بمبارۍ کې ویجاړ شوی و، چې اوس د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر د جوزجان له والي سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د جوزجان له والي قاري ګل حیدر شفق سره وکتل.

د جوزجان والي په دې ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فعالیتونو په لړ کې د جهادي اثارو د ساتنې په موخه د جهادي موزیم په جوړولو، په فیض اباد ولسوالۍ کې د مطالعې کلتور د پراختيا لپاره عامه کتابتون ته د ودانۍ په جوړولو او د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند ځمکو د ودانولو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

همدارنګه په دې ولايت کې یې سيلانيانو ته د اسانتياوو پر برابرولو او د ځوانانو د ستونو حل په موخه هر اړخیز بحث کړی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیر الله خیرخواه د جوزجان له والي سره په خبرو کې یادو موضوعاتو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې د جهادي اثارو د ساتنې په موخه به د جهادي موزیمونو پر جوړولو سربېره، جهادي ارشیف او د تېر جهاد او مبارزې تاریخ هم ولیکل شي.

د لوړو زده‌کړو وزیر د پکتیکا پوهنتون د محصلینو په فراغت‌غوڼده کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د پوهنتون د ۱۴۰۴ کال محصلینو په فراغت‌غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

په دې غونډه کې سیمه‌ییزو مسولینو، د پکتیکا پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، اداري کارکوونکو، فارغ التحصیلانو د هغوی د کورنیو غړو او سپین‌ږیرو ګډون کړی و.

شیخ نداء محمد ندیم په دې غونډه کې فارغو شویو محصلینو ته د فراغت مبارکۍ تر څنګ ویلي، چې د امکان په صورت کې په لېسانس زده‌کړو بسنه مه کوئ، ماسټري او دوکتورا وکړئ او ځانونه په تخصص کې پیاوړي کړئ.

نوموړي محصلینو ته سپارښتنه کړې، چې د خپل مسلک اړوند کار وکړي او د خپلو خلکو لپاره په اخلاص خدمت وکړي.

له محصلینو یې غوښتي، چې خپل دوست او دښمن وپېژني او د دښمن فکري او عقیدوي جګړې ته متوجه اوسي.

د لوړو زده‌کړو وزیر د پکتیکا ولسونو ته د دوی د ارزښتناکو خدمتونو او د افغانستان اسلامي امارت له ملاتړ څخه مننه کړې ده.

دغه‌راز د دې ولايت له ولسونو يې د لا زیاتو همکاریو او ملاتړ غوښتنه کړې ده.

ښاغلي ندیم هغوی ته له اسلامي امارت سره د ښه محبت او ښه اطاعت سپارښتنه کړې او خپلمنځي یووالي او وحدت ته یې رابللي دي.

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ په غونډه کې کورنیو تولیداتو ته پر لومړیتوب ورکولو ټینګار شوی

د عامې روغتیا د وزیر مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۷مه ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د تدارکاتي پروسو د شفافیت او چارو د ژر ترسره کولو، د درملو د بیو کنټرول، د بې کیفیته درملو مخنیوي او داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي د ریاستونو تر منځ د لا زیاتې همغږۍ، د درملو په برخه کې داخلي تولیداتو ته د لومړیتوب ورکولو او د بې کیفیته درملو مخنیوي، تدارکاتي پروسو د شفافیت او د چارو ژر ترسره کولو په اړه اړینې سپارښتنې کړې، تر څو داخلي تولیدات تقویه، شفافیت رامنځته او د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ شي.

سربېره پر دې د شفري نسخو د جدي څارنې او د Comprehensive ازموینې د پایلو پر څرنګوالي هم هر اړخیز بحث شوی او پرېکړه شوې، چې د درملو په پېرلو کې باید داخلي تولیداتو ته لومړیتوب ورکړل شي، د دولتي روغتونونو د اړتیاوو ارزونه وشي او اړین توکي او تجهیزات دې ورته وپېرل شي. دغه‌راز له اړتیا پرته دې له دولتي روغتونونو څخه د ناروغانو د راجع کولو جدي مخنیوی وشي.