د لوړو زدهکړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم پکتیکا ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د پوهنتون د ۱۴۰۴ کال محصلینو په فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دې غونډه کې سیمهییزو مسولینو، د پکتیکا پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، اداري کارکوونکو، فارغ التحصیلانو د هغوی د کورنیو غړو او سپینږیرو ګډون کړی و.
شیخ نداء محمد ندیم په دې غونډه کې فارغو شویو محصلینو ته د فراغت مبارکۍ تر څنګ ویلي، چې د امکان په صورت کې په لېسانس زدهکړو بسنه مه کوئ، ماسټري او دوکتورا وکړئ او ځانونه په تخصص کې پیاوړي کړئ.
نوموړي محصلینو ته سپارښتنه کړې، چې د خپل مسلک اړوند کار وکړي او د خپلو خلکو لپاره په اخلاص خدمت وکړي.
له محصلینو یې غوښتي، چې خپل دوست او دښمن وپېژني او د دښمن فکري او عقیدوي جګړې ته متوجه اوسي.
د لوړو زدهکړو وزیر د پکتیکا ولسونو ته د دوی د ارزښتناکو خدمتونو او د افغانستان اسلامي امارت له ملاتړ څخه مننه کړې ده.
دغهراز د دې ولايت له ولسونو يې د لا زیاتو همکاریو او ملاتړ غوښتنه کړې ده.
ښاغلي ندیم هغوی ته له اسلامي امارت سره د ښه محبت او ښه اطاعت سپارښتنه کړې او خپلمنځي یووالي او وحدت ته یې رابللي دي.

