ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 402

د ناروې د دولتي شتمنیو صندوق له پینځو اسرائیلي بانکونو سره اړیکې پرې کړې

د ناروې د دولتي شتمنیو صندوق، چې ارزښت یې دوه ټریلیونه ډالر دی، د غزې په جګړه کې د بشري قوانینو د نقض له امله له پینځو اسرائیلي بانکونو او د ودانیزو ماشین‌الاتو له تولیدوونکي امریکایي شرکت ‘کټرپیلر’ سره خپلې اړیکې پرې کړې.

یاد صندوق په یوه بیانیه کې ویلي، دا پینځه بانکونه یې له خپل لېست څخه ځکه ایستلي، چې د جګړې او شخړو پر مهال د خلکو د حقونو په جدي نقض کې لاس لري.

په بیانیه کې راغلي، چې د ‘کټرپیلر’ امریکایي شرکت له محصولاتو څخه هم په پراخه او سیستماتیکه توګه د نړیوالو او بشري قوانینو د نقض لپاره ګټه اخیستل کېږي.

د بشري حقونو ملاتړو لا له وړاندې د ‘کټرپیلر’ شرکت د تحریم غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو، چې اسرائیلي عسکر د فلسطینیانو د کورونو ویجاړولو لپاره د یاد شرکت له تجهیزاتو کار اخلي.

دوی ویلي، چې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه دواړو کې بشري حقونه نقض شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د دوشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۳/۱ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۶/۳ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۷۸۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱۴ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۲۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۶۸۱ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۷ تنه و، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۵۰ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۹ کورنیو سره ټولې ۳۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۴۵۴ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۴۳ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۱۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۲ تنه و، کندهار، هلمند، پکتیا او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۶۰۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۵ کورنیو سره ټولې۸۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۹۸۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۰۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۶۴۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو درې زره  او ۲۴۰ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۵۳۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۶۴۸ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته دوه میلیونه،۱۹۷ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۸۳۵ کورنیو سره ټولې شپږ میلیونه او ۲۱۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته دوه زره او ۶۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې ۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۶ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له څلورو کورنیو سره ټولې ۱۲ زره  او ۵۰۰  افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکتیکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې ۵۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې شپږ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنیو سره ټولې۶۰۰۰ افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ۳۸۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۲۴ تنه و، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان، بدخشان او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۵۳۰ زره او ۴۹۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               یو زر او ۲۴۵ کورنۍ او شپږ زره او ۸۱۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۹۷۶ کورنۍ او پینځه زره او ۵۹۱ وګړي

مرسته شوي کډوال:             یو زر او ۳۹۸ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          دوه زره او ۲۱۲ عدده

هېواد کې د زړو قرانکریمونو، پارو او دیني کتابونو د راټولولو لړۍ پیل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنين حفظه الله تعالی د ځانګړي هدایت پر اساس، په مرکز او ولایاتو کې د زړو قرانکریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړولو چارې پیل شوې.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د دې وزارت د وزیر شیخ نور محمد ثاقب په مشرۍ یوه طرحه جوړه شوې، چې له مخې به یې زاړه قرانکریمونه، پارې او نور دیني کتابونه راټول د “اوقافي ملکیت” په توګه ثبت او وساتل شي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د هېواد په ځینو ولایاتو کې د دغو ځایونو د جوړولو چارې په عملي توګه پیل شوي دي او د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کندهار او هلمند ولایتونو کې ددغو ځایونو د جوړولو له چارو څخه لیدنه کړې او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

همدارنګه په پام کې ده چې د خطیبانو، امامانو او رسنیو له لارې خلکو ته د قرانکریمونو، پارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼو د ساتنې او حفاظت په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه دایر شي، ترڅو يې خلک په هکله د بې اعتنايۍ له وجې په بې حرمتۍ او ګناه کې ښکېل نه شي.

د یادونې وړ ده، یاد قرانکریمونه او دیني کتابونه چې پاڼې یې زړې او لوستل یې ستونزمن شوي وي، د ولایاتو د ارشاد، حج او اوقافو ریاستونو لخوا په ځانګړو جوماتونو کې له اېښودل کېدونکو صندوقونو څخه راټولېږي او ټاکل شویو ځایونو ته به انتقالېږي، چې د ټاکل کېدونکو متولیانو له لوري به يې له هر ډول بې حرمتۍ څخه د ساتنې په موخه په دوامدار توګه څارنه کیږي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دغه اقدامات دیني مقدساتو او ارزښتونو ته د درناوي په موخه ترسره کوي، چې له عملي کېدو سره به یې د ټول هېواد په کچه په لومړي ځل د زړو قرانکریمونو، دیني کتابونو او مقدسو پاڼو د ساتنې واحد او منظم جریان رامنځته شي.

د کابینې پینځمه غونډه؛ فرضي او سرحدي سیمو کې د معیاري ترمینلونو په جوړېدو خبرې شوې دي

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې پینځمه غونډه وشوه، چې پکې پر مهمو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري مسایلو بحث او پرېکړې وشوې.

په دې غونډه کې د هېواد په ځینو فرضي او سرحدي سیمو کې د معیاري ترمینلونو د جوړولو لپاره اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه، څو په دې تړاو ناسته وکړي، د ځمکو د لېږد پروسه ګړندۍ او د منظورۍ لپاره یې د مشرتابه عالي مقام ته وړاندې کړي.

همداراز ټولو ادارو ته سپارښتنه شوې، چې پراختیایي پروژو ته لا زیاته پاملرنه وکړي، ترڅو خلکو ته کار زمینه برابره او اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي.
یاده غونډه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري د وروستۍ (۳) شمېرې، ۱۴۴۷/۲/۲۵ نېټې فرمان په اړه هم کمېټه وګمارل شوه، چې د ودانیو د کارونو پیلېدو پروسې اړوند دې کلکه پاملرنه وشي؛ تر څو خلک وکولی شي ژر د خپلو ودانیو جوړولو پروسه طی مراحل کړي، چې یاده پروسه له میاشتو څخه ورځو ته را لنډه شي.
د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل څخه وروسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

خلیفه سراج‌الدین حقاني په کابل کې د جاپان له سفیر سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي کورمایا په امنیت او نورو برخو کې د اسلامي امارت پرمختګونه هیله بښونکي بللي او د افغانانو لپاره یې د لا ښې راتلونکې هیله کړې ده.

 نوموړي ویلي، چې هېواد یې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، بدیل کښت او د روږدو درملنې برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي.

 همدا راز د کورنیو چارو وزیر د ښاغلي تاکویوشي د ماموریت پر مهال د نوموړي ډیپلوماټیک خدمت او د دواړو هېوادونو تر منځ د تعامل په لا ښه کولو کې د هڅو ستاینه کړې ده.

خلیفه سراج‌الدین حقاني د جاپان او افغانستان اړیکې تاریخي بللي او زیاته کړې یې ده، چې دواړه هېوادونه تل په مثبت تعامل کې پاتې شوي دي.

په سویس کې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو خبرې پيلېږي

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې سبا (سه‌شنبه، د وږي ۴مه) د سویس په جینوا ښار کې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو له درېیو اروپایي هېوادونو المان، فرانسې او برېتانیا سره مذاکرات پیلېږي.

یوې باخبره سرچینې دې اژانس ته ویلي، چې د دې مذاکراتو په اجنډا کې اټومي مسایل او د بندیزونو د لرې کولو موضوعات شامل دي.

په دې مذکراتو کې به د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مجید تخت‌روانچي او د اروپایي هېوادونو له لوري د بهرنیو چارو د وزیرانو مرستیالان ګډون وکړي.

د دې تر څنګ ایران او امریکا هم د تهران د اټومي پروګرام په تړاو پینځه پړاوه غیرې مستقیمې خبرې اترې کړې دي. د دواړو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات پر ایران د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل وروسته وځنډېدل، چې لا یې هم د پيل کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

ایران د اسرائیلو په بریدونو کې امریکا په لاس لرلو تورنه کړې وه او د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې اسماعیل بقایي ویلي وو: “د تېري کوونکي تر ټولو ستر ملاتړي او ملګري سره خبرې اترې بې‌مانا دي.”

د ایران او اسرائیلي رژیم د جګړې په جریان کې امریکا هم د ایران پر درېیو اټومي سایټونو (فوردو، نطنز او اصفهان) بریدونه وکړل او د هغوی د له منځه وړلو ادعا یې وکړه. ایران هم په ځوابي برید کې د قطر پر العدید امریکايي اډه برید وکړ. بالاخره د ښکېلو اړخونو له لوري د روان زېږدیز کال د جون پر ۲۴مه اوربند وشو.

د ټیکا له رییس سره د کرنې وزارت د مرستیال کتنه؛ په افغانستان کې د کرنیزو پروژو پر پلي کېدو ټینګار شوی

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې ټیکا له رییس فاضل آکین اردوغان سره پخپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې ليدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د ترکيې هېواد مرستو او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له پروګرامونو سره د دغو مرستو د همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.

همدارنګه په هېواد کې د لمرګلي د کر د پروژې تطبیق څرنګوالي په اړه خبرې اترې او پلان جوړونه شوې ده.

دا غونډه په افغانستان کې د دوه اړخیزو همکاریو پر زیاتوالي او د کرنیزو او پرمختیایي پروژو په پلي کولو د ټینګار په موخه شوې وه.