د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني په کابل کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورمایا سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي کورمایا په امنیت او نورو برخو کې د اسلامي امارت پرمختګونه هیله بښونکي بللي او د افغانانو لپاره یې د لا ښې راتلونکې هیله کړې ده.
نوموړي ویلي، چې هېواد یې له نشهيي توکو سره د مبارزې، بدیل کښت او د روږدو درملنې برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي.
همدا راز د کورنیو چارو وزیر د ښاغلي تاکویوشي د ماموریت پر مهال د نوموړي ډیپلوماټیک خدمت او د دواړو هېوادونو تر منځ د تعامل په لا ښه کولو کې د هڅو ستاینه کړې ده.
خلیفه سراجالدین حقاني د جاپان او افغانستان اړیکې تاریخي بللي او زیاته کړې یې ده، چې دواړه هېوادونه تل په مثبت تعامل کې پاتې شوي دي.

