ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په سویس کې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو خبرې پيلېږي

تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې سبا (سه‌شنبه، د وږي ۴مه) د سویس په جینوا ښار کې د ایران د اټومي پروګرام په تړاو له درېیو اروپایي هېوادونو المان، فرانسې او برېتانیا سره مذاکرات پیلېږي.

یوې باخبره سرچینې دې اژانس ته ویلي، چې د دې مذاکراتو په اجنډا کې اټومي مسایل او د بندیزونو د لرې کولو موضوعات شامل دي.

په دې مذکراتو کې به د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر مجید تخت‌روانچي او د اروپایي هېوادونو له لوري د بهرنیو چارو د وزیرانو مرستیالان ګډون وکړي.

د دې تر څنګ ایران او امریکا هم د تهران د اټومي پروګرام په تړاو پینځه پړاوه غیرې مستقیمې خبرې اترې کړې دي. د دواړو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات پر ایران د اسرائیلي رژیم د بریدونو له پیل وروسته وځنډېدل، چې لا یې هم د پيل کوم څرک نه تر سترګو کېږي.

ایران د اسرائیلو په بریدونو کې امریکا په لاس لرلو تورنه کړې وه او د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې اسماعیل بقایي ویلي وو: “د تېري کوونکي تر ټولو ستر ملاتړي او ملګري سره خبرې اترې بې‌مانا دي.”

د ایران او اسرائیلي رژیم د جګړې په جریان کې امریکا هم د ایران پر درېیو اټومي سایټونو (فوردو، نطنز او اصفهان) بریدونه وکړل او د هغوی د له منځه وړلو ادعا یې وکړه. ایران هم په ځوابي برید کې د قطر پر العدید امریکايي اډه برید وکړ. بالاخره د ښکېلو اړخونو له لوري د روان زېږدیز کال د جون پر ۲۴مه اوربند وشو.