ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 42

د بدخشان والي او د تاجيکستان سفارت د چارواکو ترمنځ لیدنه

د بدخشان ولايت والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي د تاجیکستان سفارت له آتشې نظامي خورشید آدینه‌زاده او د دغه سفارت له لومړي سکرتر نظرعلي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د دواړو لوريو ترمنځ پر د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا، د سرحدونو د لا ښه مدیریت او ټینګښت، په سرحدي سیمو کې د ګډو بازارونو د جوړولو او پیاوړتیا، او همدارنګه بدخشان ولایت کې د تاجيکستان د قونسلګرۍ د بیا پرانیستلو پر لارو چارو هر اړخیز بحثونه وشول.

ورته مهال، دواړو خواوو د بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د قانوني تګ راتګ د اسانتیا، د سوداګریزو تبادلو د کچې د لوړولو، د نوو پانګونو د فرصتونو د رامنځته کولو، او د دواړو هېوادونو د خلکو د ثبات او هوساینې لپاره پر دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.

په پای کې، د دواړو لوريو مقاماتو دا ډول لیدنې د افغانستان او تاجوکستان ترمنځ د دوستانه اړیکو او د ښه ګاونډیتوب د پیاوړتیا لپاره مهمې او اغېزمنې وبللې، او د ورته ناستو پر دوام یې ټینګار وکړ.

د کابل ښاروال په کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر سره وکتل

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، کابل کې د هند هېواد له شارژدافیر کرن یادوو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوريو د دوستانه اړیکو پر دوام، له کابل ښاروالۍ سره د هند د همکاریو، د کابل ژوبڼ د پیاوړتیا، د یو شمېر بنسټیزو پروژو د طرحې، د اداري ظرفیت د لوړولو او د ښاري مدیریت په برخه کې د بریالیو تجربو په اړه خبرې وکړې.

 کابل ښاروال د هند له دوامداره همکاریو مننه وکړه او په پراختیايي او ښاري برخو کې یې د دواړو لوریو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

ورته مهال، د هند شارژدافیر له کابل سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ او هیله یې وښوده چې، په راتلونکي کې به د دواړو لوريو اړیکې لا پیاوړې او کابل کې به ښاري پروژې په غوره توګه پلي شي.

د یادونې وړ ده چې، هند د تاریخ په اوږدو کې له افغانستان سره نږدې او ښې سیاسي، کلتوري او اقتصادي اړیکې لري.

ملا نورالله نوري: افغان غیور ولس د دښمن د هر ډول توطیو پر وړاندې هوښیار شوی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري بدخشان کې یوې جوړې شوې غونډې ته ویلي، اوس هم د نړۍ ځینې استخباراتي ډلې په بېلابېلو نومونو غواړي زموږ د هېواد امنیت اخلال کړي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان غیور ملت بیا نه دوکه کېږي، ځکه دا ولس اوس د دُښمن د هر ډول توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او بیدار شوی دی.

نوموړي ډاډ څرګند کړ چې، اسلامي امارت پر خپله ټوله خاوره واکمن دی او هیچاته د تېري کولو اجازه نه ورکوي.

افغانستان او اوزبیکستان د اقتصادي او سیاحتي همکاریو پر زیاتوالي ټینګار وکړ

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي اوزبیکستان کې د یاد هېواد له چارواکو سره د سوداګریزو، صنعتي او سیاحتي همکاریو پر زیاتوالي خبرې کړي.

دې کتنه کې د بخارا والي ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د پانګونې فرصتونو ارزونې په موخه کابل ته سفر وکړي.

دغه راز  د صنعت او سوداګرۍ وزیر کابل ته د اوزبیکستاني پلاوي د سفر هرکلی کړی دی.